کور / سپورټي / کندهار: کر کيټ لوبډلي د هيواد په سطحه اتلولي خپله کړه

کندهار: کر کيټ لوبډلي د هيواد په سطحه اتلولي خپله کړه

په پلازمينه کابل او ننګرهار ولايتونو کي د هيواد په سطحه د ديرشو
ولايتونو ترمنځ د کر کيټ لوبدلو کلنۍ سيالۍ يا تورنمنټ د ګريډ ون او کريډ
ټو په نامه د کرکيټ بورډ د لوري په لاره اچول سوي وو چي دغه لوبي څه
باندي يوه مياشت په بر کي ونيول او کندهار کرکيټ منتخبي لوبډلي د دغو
ولايتي سياليو په منځ کي د اتلولۍ جام د ځان سره د شنبه په ورځ کندهار ته
راوړ.
د کندهار کرکيټ لوبډلي د هر کلي لپاره مخي ته د ولايت مقام اداري او
مالي رئيس محمد امين کمين ، د سپورټ او بدني روزني امر محمد الله کلالي،
ملي سوداګر حاجي تور جان ، د کرکيټ بورډ ولايتي رئيس مسعود خان او په
لسګونه د يادي لوبي مينه وال د دامان ولسوالۍ ته ور وتلي وه.
کندهاري ځوانان په لوړ هيمت او پوره ميړانه سره د يوه موټريز کاروان په
بدرګه د پلازميني کابل څخه و کندهار ته راورسيدل او د يادو کسانو د لوري
ورته ښه راغلاست او تود هر کلى وويل سو .
وروسته نوموړي ټيم د امنيتي تدابيرو په شتون کي کندهار سپورټي ميدان ته
چيري چي ور ته يو لړ ځانګړي مراسيم نيول سوي وه ورسول شول او په ښار کي د
تيريدو پر مهال د خپلو هيواد والو د لوري په تودو احساساتو سره بدرګه
کيدل .
د سپورټ او بدني روزني امر محمد الله ګلالي د کرکيټ د لوبي اتلانو ته د
خپلي وينا پر مهال د مبارکي تر څنګ دغه بر يا يوه لويه لاسته راوړنه وبلل
او هيله يي څر ګنده کړه چي نور ځوانان هم د دوى په قدمونو قدم کښيږدي او
د ورزش ډګر ته مخه کړي ښاغلي ګلالي د دوى د منځه څخه د نسيم او سميع اغا
په نومونو د دوو تنو وملي او د نولسو کلنو ځوانانو لوبډلو ته انتخابيدل د
دوى او کندهار لپاره د وياړ ځاى وباله .
د ولايت مقام مالي او اداري رئيس محمد امين کمين هم د ولايت مقام د مشر
تابه او د خپل ځان د طرفه مبارکي ويلو ترڅنګ په يادو ځوانانو ږغ وکړ چي
په راوړي لاسته راوړنه بسنه ونه کړي او نور هم خپلو هلو ځلو ته دوام ور
کړي ځکه سپورټ کول حد او سرحد نه لري .
په کندهار ولايت کي د کرکيټ بورډ مشر مسعود خان بيا د خپلو ځوانانو د
لاسته راوړنو او استعدادونو خوښ وو مګر د چارواکو يي ګيله در لودل چي په
پلازمينه کي د دوى حق تر پښو لاندي کوي او ور سره د مور او ميري چلند
کوي .
د کندهار د کرکيټ ټيم کفتان نسيم د خپلو ملګرو لوبغاړو او روزونکو څخه
ډير راضي وو او په خپلو خبرو کښي يې وويل چي دوى په ګډه وکولاى سول چي
دغه مقام ته ځان ورسوي او د هيواد په کچه د اتلولي کپ خپل کړي .
د کندهار کرکيټ منتخبي لوبډلي لارښونکئ حميد اغا بيا د تيرو کلونو په
انډول سږ کال خپل لوبغاړي د تخنيکي مهارتونو او تکتيکونو په زده کولو
سره خورا پياوړي وبلل .
د يادولو وړ ده چي د نننيو مراسيمو په وروستيو کي د ملي سودا ګر حاجي تور
جان او کندهار ښار وال قاضي محمد عمر عمر د لوري برابر سوي سوغاتونه ،
مډالونه او نقدي کمک هم پر نوموړو اتلو لوبغاړو وويشل سو ل او هغوى پري
تشويق سول او همدا راز ښاغلي تور جان په کندهار کي به په نژدي راتلونکي
کي د کر کيټ لوبي د يوه ټورنمنټ د نيولو ټول مصارف پخپله غاړه واخستل چي
کوربه يي کندهار کرکيټ بورډ وي .