کور / سپورټي / کندهار: د فټبال دوه ورځنۍ لوبي تر سره سوې

کندهار: د فټبال دوه ورځنۍ لوبي تر سره سوې

دکندهار دسپورټ او بدني روزني مرستيال مديراغا وايې ، چي دلوبو دترسره
کولو لپاره يې له بلوچستان څخه دچمن فوټبال لوبډلي ته بلنه ورکړې وه او دغه
لوبي په کندهار احمدشاهي لوبغالي کي ترسره سوې .
هغه زياته کړه،چي دلوبي په لومړۍ ورځ پامير دچمن لوبډلي سره دسيالۍ ميدان
ته ووته،چي دلوبي په جريان کي پامير لوبډله وتوانېده دوه دصفر په مقابل
کي په خپلي سيالي لوبډلي ګلونه ووهي.
مديراغا وايي،چي په دوهمه ورځ دکندهار اتفاق لوبډله دچمن لوبډلي سره
ولوبېده،چي دلږ مقاومت وروسته چمن لوبډلي اتفاق لوبډلي ته يو ګول ورکړ.
هغه وويل،چي لوبه د پاى شيبو ته رسېدلى وه،چي داتفاق لوبډلي تکړه لوبغاړي
محمد قاسم په دې وتوانېد، چي ديوه ګول په ورکولو سره لوبه مساوي کړي.
په پرونۍ لوبه كې د زرګونو ننداره چيانو تر څنك د ولايت مقام اداري او
مالي ريس محمد امين كمين ، د اقتصاد ريس محمدرحيم رحيمي ، يو شمير
دولتي چارواكو او د بدني روزني د امريت مسوولينو هم ګډون كړى وو .