کور / سپورټي / په ننګر هارکي دکرکټ دشل اوریزو سیالۍ پیل شوی

په ننګر هارکي دکرکټ دشل اوریزو سیالۍ پیل شوی

په ننګرهارکې دمسلميارجام په نوم د دېرش لوبډلو ترمنځ دکرکټ شل اورېزې سيالۍ پيل شوې .
دغه سيالۍ چې دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې دپنجشنبې په ورځ پيل شوې په کې ددې ولايت دکامې،بټي کوټ،ګوشتې،لعل پورې او دجلااباد ښار څخه دکرکټ دېرش لوبډلو ګډون کړى دى .
ددغه سياليو دپرانستې په مراسموکې دکرکټ بورډ دسپين غر زون مشر قرارعزيزي وويل ددغه سياليو ټول مالي لګښت دافغانستان دمشرانوجرګې درئيس فضل هادي مسلميار لخوا ورکول شوى دى .
هغه زياته کړه،چې دمشرانو جرګې رئيس دتل لپاره دکرکټ لوبغاړي پرمختګ ته هڅولي دي او په نورو برخوکې يې هم بې سارې خدمتونه ترسره کړي نو له همدې امله يې دغه سيالۍ هم دمشرانوجرګې درئيس فضل هادي مسليمار په نوم نومولي دي .
دعزيزي په وينا دمشرانو په نوم يې دسياليو څخه د نومولو موخه په ژوندون ددوى قدرداني کول دي او هغه فرهنګ لمنځه وړل دي چې له مرګ وروسته مشران لمانځل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم دکرکټ بورډ دسپين غر زون له لورې دبېلابېلو مخورو شخصيتونو په نوم دکرکټ سيالۍ ترسره شوي دي .
ديادونې وړده دمسلميارجام شل اورېزو سياليو په لومړۍ لوبه کې کوربه ګوشته دکامې ولسوالۍ دکرکټ لوبډلې په وړاندې دلوبې ډګر ته ووته .