کور / سپورټي / ننګرهار: د ګونګيانو لوبډلو کرکيټ سيالۍ پيل سوې

ننګرهار: د ګونګيانو لوبډلو کرکيټ سيالۍ پيل سوې

دننګرهار اوکوزې پښتونخوا ګونګيانو کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اورېزو لوبو سيالۍ په ننګرهارکې پيل شوې .

دغه سيالۍ چې دننګرهار په مرکزجلااباد ښار دسراج العمارت په لوبغالي کې نن پنجشنبه پيل شوې دوه ورځې به نورهم دوام وکړي او هر ورځ به يې په ترڅ کې يوه،يوه سيالي ترسره شي.

ددغه سياليو په لمړۍ لوبه کې دکوزې پښتونخوا لوبډلي وکولاى شول چې کوربه ننګرهار ګونګيانو لوبډلې ته ماتي ورکړي .

ديادونې وړده چې تردې وړاندې په ننګرهارکې دګونګيانو ترڅنګ دمعلولينو اوړندو لوبډلو ترمنځ هم دکرکت سيالۍ ترسره شوي دي .