کور / سياسي / دپاکستان سیاسي ناکراري اوبلوچستان ایالت!

دپاکستان سیاسي ناکراري اوبلوچستان ایالت!

په مجموعي توګه پاکستان دامهال دخپل تاریخ دبدترین داخلي اوخارجي اخ وډب سره مخامخ دی،حکمرانان یې چاغ اوخلګ یې ورځ دربله ترډنګرېدو هم بتره سو ، دپاکستان دجوړېدو سره ریاست قبضه کونکو ډلو اودانګرېزوفادارو خان بهادرصاحبانودمحکومو قومونو دکلتورتاریڅ،ژبي او ادب دتروړلو لپاره دپاکستاني قومیت ،پاکستاني ادب او پاکستاني تهذیب اوازه دپنجابي تاجرانو ملکیت اردو ورځپاڼو(نوای وقت ،جسارت) په وسیله دومره پروپیګنډه کړه چي په اینده کې دریاست په کاروبارکي پاکستاني پوځ ته زمینه مساعده او په اقتدارکې شراکت ورته یقیني وګرځولو:

دپاکستان د ریاستي سیاست لویه بدبختي اوناکامي هم دا ده چي د۱۹۷۰ م وروسته یې په پارلیماني سیاست کی مضبوط اپوزیشن ختمولو لپاره په پارلیماني سیاست کي دمضبوط وفاق تصوراوشعاردود وګرځولو او دا یې دمحکومو قومونو دقدرتي شتمنیو دلوټلو اودقومي واک اواختیاردفکرترټلو یوه بانه وه اوترشایې پنجابی تاجراو پنجابی جنرل توپک په لاس کي ولاړوو:

دانن چي دپاکستان مذهبي ډلي وایي پاکستان یونظریاتي اسلامي ریاست دی دسیکولرازم مخه به ونیسو،داشعاراصل کي دپاکستان دجوړېدو سره پنجابي ذهنیت لرونکومسلم لیګ پلوه زمیندار ټبرونو اړوند ورځپاڼو دودګرځولې وه، اوپه خصوصي توګه دپښتونستان پلوه ،افغانستان خوښونکو پښتنو خلاف یې دیوه زهرجني پروپیګنډې په کاروله هم یې اوس کاروي :

دپاکستان اصل ریاستي طاقتوره ځواک دپاکستان پوځ اوریاستي مذهبي ډلي دي ، لبرل قوتونه یې دریاست له دې لوبي نیم دباندي اونیم دننه وساتل، دا ډول یې دموقعه پرستۍ ،پوځي دیکتاتورۍ،مذهبي فرقه پرستۍ،اونژادپرستۍ سیاست اوحکومت ته ادامه ورکړه ،دپاکستان ریاست اومملکت ته لوی تاوانونه اوزیانونه دپوځي دیکتاتورۍ مهال اوښتي دي :

دانن چی پاکستان به داخلي توګه دکومو بربادیو او ورانکاریو سره مخامخ دی داهم د دوو پوځي دیکتاتورانو لورویني دي چي نن دانسانانو غوښي په لمبوکي ورتیږي او هیڅ یومسجداوامام بارګاه مفوظه نه ده ،څوک دکوره راوزي نه،که راوزي نوموریې ترقران پاک په دې باسي چي بیرته کورته روغ اوسلامت راستون سي :

بلوچستان دپاکستان ترټولو زیات غربت رټلی ایالت دی بلوڅ اوپښتانه په خپلو خپلو جغرافیایي حدودوکي پکي میشت دي اوکوټه یې ایالتي پلازمینه ده ، دبلوڅو سره رقبه(مځکه) زیاته اونفوس یې لږ دپښتنو سره رقبه لږ اونفوس یې تربلوڅ دوچنده دی او ددې حقیقت سترګو پټولو په خاطر بلوڅ ملت پال ګوندونه دا پروپېګنډه کوي چي پښتنو په سرشمېرنه کي افغان کډوال دځان سره شریک کړو خپل نفوس یې دوچنده کړو:

دبلوچستان په ایالت کی د۱۹۷۰ م څخه پښتون اوبلوڅ سیاسي ستونځه شتون لري ، اودبرابرۍ پربنیاد د وسایلو دویش داستونځه به پښتنو کي په ملي محکومیت سره اوس اوښتې ده اودملي محکومیت داحساس له کبله دنن پښتون ځلمي اوانجوني (دکوټي یاجنوبي پښتونخواپه کچه خبره کوم) دتعلیم په ډګرکی داسمان دستورو په شمېردی خودلته هم دبلوڅ اوپښتون ترمنځ دتعلیم په ډګرکي داستونځه ورځ دربله شدت اختیاروي اوس خبره دمحصلینو ومرګونو ته رسېدلې ده :

دمرمۍ ژبه ویاندیږي ،جنازې پورته کیږي ،دسیاست ډګرتودیږي ،پوهنتون اوکالجونه دجنګ ډګرونه یادپوځ مورچلونه سي :

اوس هم دبلوچستان ایالت دایف.سي(فرنیټرکانسټبلري )یاسرحدانو په ولکه کي دی کوټي ښارخویې عملاً په معاصره کي دی هم دکوټي دپولیسواختیارات ایف.سي ته ورکول سوی دی لاکن دهغه برسېره هروګړی خپل ځان کور،مال اوعیال غېرمحفوظه ګڼي یوخواهدفي وژني بل خوا دشتمنو تاجرانو اوډاکټرانو دتاوان لپاره حکومتي لوبي خلګ په ذهني او اروایي توګه سخت ناکراره کړي اوپه تشویش کي اچولي دي :

بلوچستان ایالت کی دوه ډوله هدفي وژني رواني دي :

۱ . هغه هدفي وژني چي دوسلوالو بلوڅو سازمانونو لکه بي.ایل.اې یا بي.ار.اې او لشکربلوچستان او……. یوشمېرنور ،ددې سازمانو خصوصي هدف ایف.سي. پولیس اوپنجابي ژبي دي اومسولیت یې هم درسنیو له لاري قبلوي اوهغه وژني چي استخباراتي سازمانونو یې دخپلوخلګو په بدل کي در،سره رسوي یابلوڅ ملت پال ،دانشور اولوستي سیاسي غړي وژني هغه ځان ته موضوع ده :

۲ . دویم هغه هدفي وژني چي اکثریت هزاره شیعه ګان پکي قرباني کیږي اومسولیت یې یوه مذهبي ډله (لشکرجهنګوي) قبلوي اوپټ ځایونه اومرکزیې دنواب ریساني حکومت ته هم جوت ووخوبې وس وو:

باوري سرچینې وایي داهم دپټو لاسونو کمال دی هم داسي یې جاري ساتل غواړي چي په بلوچستان کی خپلو استعماري ګټو،چور او تالان ته ادامه ورکړي :

که څه هم بلوچستان کي ایالتي حکمران نواب اسلم ریساني ووخوعملاً واک اواختیار دپټو لاسونو په ولکه کي وو،او ریاستي مشنیري مفلوجه سوې او په ایالت کي دپولیس او ډاکوګانو شریک راج وو :

تېره اونۍ دشیعه هزاره ګانو دکلک احتجاج په نتیجه کي صدراعظم راجه پرویزاشرف په کوټه کی دبلوچستان ایالتي حکومت دړنګولو فرمان صادرکړو او ددې فرمان له رویه ګورنربه دایالتي چارو مسولیت په غاړه ولري :

سیاسي کارپوهان اوڅېړونکي په دې باوردي چي ګورنر ذولفقارمګسي یوشریف،ایماندار او تجربه کاره سیاستمدار ،قبایلي مشراو تکړه اداري سربراه نوموي اوداهیله څرګندوي چي په ایالت کي دسولي راوستلو اودګډوډۍ مخه نیولو لپاره به جدی ګامونه پورته کړي :

بل طرف ته ځني بلوڅ سیاستمداران په دې باوردي او وايي ترڅوتښتول سوي بلوڅ ملت پال ځوانان اوسیاسي غړي له استخباراتي شبکو راخوښي کړل نسي اودنواب اکبربګټي اویوشمېرنورو سیاسي غړو وژونکي محاکمه نسي ترهغو به په بلوچستان کي همدغه دوینو اولمبو لوبه روانه وي هم دا دپاکستان دمرکزي استعماري دوه مخي سیاست دپلان برخه ده چي په بلوچستان کي بغاوت جاري وساتي هم یې بهرنی مداخلت ونوموي اوکورپه کور پوځي عملیاتو ته زمینه مساعدوي اوقوي امکان لري کوټه اوبلوڅو سیموکي به ډېرژر داسي وسي !