کور / کندهار : جنګياليو د مخامخ جګړې ځاى ماين چاودنو ته پرې ايښى

کندهار : جنګياليو د مخامخ جګړې ځاى ماين چاودنو ته پرې ايښى

وسله والو مخالفين په کندهار کې نه يوازې د امنيتي ځواکونو د سخت اقدام سره مخ سول، بلکي ملکي وګړو يې هم پر ضد وسله واخيستل.

ملکي وګړي، هغه وخت د طالب جنګيالو له کړنو تر پوزې راغلل، چي هغوئ يې په ځمکو، باغونو او د کورونو سره نژدې ماينونه ښخول.

که څه هم ظاهرا وسله والو دغه ماينونه امنيتي ځواکونو ته ايښودل، خو تلفات يې تر ټولو زيات ملکي وګړو ته وه.

خو اوس وسله والو مخالفينو يو ځل بيا د مخامخ جګړې پر ځاى د ماين ښخولو تکتيک کاروي.

په کندهار کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون وايي، چي د روان ١٣٩٣ کال په دريو اوونيو کې په همدې چاودنو کې تر ٦٩ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه لړۍ کې تر ټولو خونړۍ يې د ټاکنو دوې ورځې وروسته په ميوند ولسوالۍ کي پر دوو موټرونو وه، چي له امله يې ١٥ تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان سول.

ددې سره په د روان کال د لومړي مياشتې په دريو اوونيو کې ٣٢ ملکيان وژل سوي او ٣٧ نور ټپيان سوي دي.

په داسې حال کي، چي په کندهار کې د تېرو جګړو ماينونه نه ايستل سوي، خو اوس تازه معلومات ښيي، چې مخالفينو يو ځل بيا دغه تکتيک کارولو ته مخه کړې ده.

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي يوې خبرې غونډې ته وويل، چي وسله وال يې مات کړي، ځکه يې يو ځل بيا د ماين ښخولو د تاکتيک څخه کار اخلي.

خو نوموړي وويل، چې امنيتي ځواکونو د ځمکنيو ماينونو د شنډولو لپاره نوي پلانونه جوړ کړې، چي په ټول کندهار کې به يې پلى کړى.

ښاغلي اطرافي زياته کړه، چې افغان ځواکونه اوس د ايساف ځواکونو پرته کولاى شي، چي ماينونه کشف او شنډ کړي.

په همدې مهال په کندهار کې د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون دفتر د وسله والو غواړي، چي ملکي وګړي د جګړې قرباني نه کړي.

ددغه دفتر وياند عبدالعزيز اکرمي وايي، چي همداوس په کندهار کې ٨٠ سلنه مرګ ژوبله د طالبانو او ٢٠ سلنه يې د امنيتي ځواکونو له لوري اړوي، چي دغه ارقام اندېښنه کوونکي دي.

ښخ سوي، ماينونه په کندهار کې د وسله والو د جګړې مهمه وسله ده، چي اوس يې په دغه ولايت کې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته هم نه جبرانېدونکي زيانونه اړولي دي.

د کندهار په زياتو سيمو کې د روسانو د ماينونو په څېر هره ورځ يو يا دوه تنه په لارو، کوڅو، کروندو او باغونو کې د ماين ښکار ګرځي.