کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / دوه پنځوسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / دوه پنځوسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت


—————–
احمد نړۍ ته سترګي وغړولې، احمد نړۍ ته راغی او که احمد وزېږېد؟

هر ماشوم چي پيدا سي، نو خامخا سترګي غړوي او يا په بله اصطلاح سترګي رڼوي، د هر ژوندي انسان او حيوان سترګه چي رڼه وي رپېږي. که کوم ړوند سړی د سترګو جراحي عمليات وکړي او سترګي يې جوړي سي، هغه هم سترګي غړوي. که لوی سړی له خوبه راکښېني، هم سترګي غړوي، دا يو بيولوژيکي بهير دی چي له زېږېدلو سره نه، بلکي د سترګو له بيولوژيکي جوړښت سره اړه لري. دا چي موږ ټول په نړۍ کي اوسېږو، نو د نړۍ يادولو ته هيڅ اړتيا نسته. ما تر دې مهاله دا جمله له ولسي خلکو څخه نه ده اورېدلې، ځکه نو وايم چي ولسي ريښه نه لري، بلکي د ميرزايانو پر لاس د دري ژبي د (چشم به جهان کشود) ټکي په ټکي ژباړه ده.
دغه ډول (احمد نړۍ ته راغی) جمله هم ولسي ريښه نه لري. دا جمله هم د دري ژبي د ( احمد به جهان امد) ټکي په ټکي ژباړه ښکاري. بله خبره دا ده که ماشوم زېږېدلی نه وي او لا د مور په ګېډه کي وي، بيا هم په نړۍ کي اوسېږي، ټول ژوندي موجودات په نړۍ کي اوسېږي، د مور ګېډه نه اخرت او نه هم عالم برزخ دی. زما په نظر (احمد وزېږېد) جمله ساده، لنډه او کره ده.

دري پنځوسمه برخه
——————-
اچکزی که اڅکزی وليکو؟

اڅکزي د بارکزيو يوه څانګه ده چي دراني پښتانه دي. دوی له جنوبي پښتونخوا څخه نيولې بيا تر هرات او بادغيس پوري ميشت دي. ما چي له څومره اڅکزيو سره خبري کړي، نو ټول ځانو ته (اچکزی) نه، بلکي (اڅکزی) وايي او خپل نيکه (اڅک) بولي، له همدې امله ځيني اڅکزي ځانو ته د (اڅک) تخلص هم غوره کوي، لکه جمعه اڅک. څرنګه چي په دري او اردو ژبو کي د (څ) اواز نسته، نو (اڅکزی) په (اچکزی) ليکي. دا ډول ليکل په دري او اردو ژبو کي توجيه ولري، ځکه چي د (څ) اواز او ګرافيم يا توری نه لري، خو پښتانه چي هم په خپله ژبه کي د (څ) اواز او ګرافیم لري او له بلي خوا ټول اڅکزي ځانو ته (اڅکزي) وايي، نو بايد پښتانه، په تېره بيا پښتو ژبي پښتانه (اچکزی) نه، بلکي (اڅکزی) وليکي.

څلورپنځوسمه برخه
——————-
ډچلنډ، المان او که جرمنی وليکو؟

په ژبپوهنه کي د هيوادونو لپاره دوه اصطلاحات کارول کېږي چي يو اينډونيم (Endonym) او بل يې هم ايګسونيم (Exonym) نومېږي. اينډونیم هغه نوم دی چي د يوې سياسي جغرافيې يا هيواد اوسېدونکي خپل هيواد په هغه نوم يادوي او ايګسونیم بيا هغه نوم ته وايي چي بهرنيان يې په هغه نوم بولي.
جرمنيان خپل هيواد ته ډچلنډ «Deutschland» وايي، خو بهرنيان يې بيا (المان) يا (جرمنی) بولي. انګرېزان يې (Germany) او فرانسويان يې «Allemagne» بولي چي ايرانیانو (المان) ځني جوړ کړی او افغانستان ته هم د (المان) کلمه د ايران له لاري راغلې ده.
ما چي په افغانستان کي دې کلمې ته پام کړی، نو له څو سپين ږيرو پرته نور افغانان، په تېره بيا پښتانه يې جرمنی بولي. جرمنيانو پر خپلو توليداتو هم په انګليسي ژبه ليکلي وي چي (Made in Germany)، ياني د جرمني جوړ دی، خو ما تر اوسه پوري بر جرمني تولیداتو باندې د المان ليکلی نوم نه دی ليدلی.
څرنګه چي په افغانستان کي د لږو خلکو فرانسوي ژبه زده ده او د انګليسي ژبي لمن ورځ په ورځ پراخېږي، نو له همدې امله د جرمني کلمه هم عامه سوې ده او کېدای سي تر دې وروسته نوره هم عامه سي. که څه هم په افغانستان کي ځيني سپين ږيري اوس هم المان وايي، خو د ډيورنډ کرښي ها خوا ته پښتانه د (المان) کلمه ګرسره نه پېژني. زما په نظر (جرمنی) ساده او عام نوم دی، بايد د (المان) پر ځای (جرمنی) وليکو. بيا هم که تاسي په دې اړه نور او کره معلومات لرئ، هيله ده راسره شريک يې کړئ!