د ښوونځیو د پښتو کېدو لپاره باید ټول هلې ځلې وکړو

د لراوبر اداره | جنوري 26th, 2009


د جمعې ورځ وه د ملګرو سره وم، یو ملګري راته وویل چې دی غواړي د پنځمې حوزې په جوماتونو وګرځي تر څو هغوی ته د ښوونځیو د پښتو کېدو لپاره تبلیغ وکړي. زموږ څخه بېل شو، او د ده کار ټولو ملګرو وستایو. مازدیګر شاوخوا وي چې راته یې ټيلیفون وکړ چې د خدای په لحاظ په انټرنیټ کې دې موضوع ته ګوتنوینه وکړه تر څو په دغه بهیر کې ټول خلک برخه و اخلي. زه د هغې خبرې لږ په تفسیر تاسو ته وړاندې کوم:

د پنځمې حوزې په سیمه کې له ډېرو وختونو راهیسې د ښوونځیو د پښتو کېدو پروسه  روانه ده، چې د ډېر اخ او ډب وروسته د هغې ځای پښتانه چارواکي وتوانېدل تر څو په دغه حوزه کې حکومت دې ته اړ باسي چې ښوونځي په پښتو شي، اوس ستونزه په دې کې پیدا شوې ده چې د هغې ځای خلک چې غوڅ اکثریت آن تر دې چې ټول پښتانه دي، هغوی نه غواړي خپل ماشومان د پښتو ژبې ټولګیو ته واستوي. زه نه پوهېږم چې دوی څه غواړي؟ یا دوی څه موخه لري؟ کله دا فکر کوم چې دوی به د رفعت، زریاب، پدرام په خبرو غوليدلي وي. بیا وایم چې دغه هغه سیمه ده چې د ټولو پښتنو سترګې دې خواته دي چې دوی ويښ پښتانه دي، کله چې په دې سیمه کې دا بهیر بریالی شي نو نورو سیمو ته به هم وغزېږي، خو دوی داسې نه دي.

ډېر د درد او افسوس ځای دی چې د یوېشتمې پیړۍ روڼ اندي دومره وروسته پاتې چې خپله ژبه به ځایه پرېږده د خپل ماشوم حق هم ترې اخلي. همدغه ماشومان به بله ورځ تاسو ته ښکنځلې کوي او په تاسو به لعنت وايي.

ای پښتنو تاسو ولې داسې یی؟ په خبرو کې دومره مخکې یی چې آن په ایران خبرې کوی چې زموږ په هېواد کې لاس وهنه کوي، ژبه مو له منځه وړي، خو په عمل کې دومره ډارن او بې زړه یی چې خپل ماشومان له پښتو ویلو منع کوی تر څو د ایران… مو ونه وژني یا بل څه درباندې ونکړي.

راشﺉ خپل رسالت په ځای کړﺉ د پښتو ژبې لپاره نه د خپلو ماشومانو لپاره لږ کار وکړﺉ ولې داسې ظلم کوی یا خو هغوی ته د تاجکستان تذکرې واخلی او هلته یې ولېږی او فارسي ژبه په هغه ځای کې به ولونﺉ او یا خو هم هغوی ته د زده کړې زمینه برابره کړﺉ. دا څه دي چې هغه ته ټول ژوند فارسي ورپیچکاري کوی او په خوله ورته وایی چې ته پښتون یې، ستا بابا او نیکه دا او دا کړي دي.

تاسو به هم کله نیکونه او بابا ګان شی خو په هغه وخت که به ستاسو لمسیان تاسو ته خپل تباه کوونکي وايي او په تاسو به لعنت کوي چې کاش داسې بې زړه بابا ګان مو نه درلودی. او تاسو به دوی ته د خپلو زړور او با شهامته نیکونو نومونه هم په ځمکو وغورځوی. هر کله دا وايی چې میرویس نیکه، احمدشاه بابا، مومند بابا، دا ټولې خوشې خبرې دي چې تاسو یې کوی. راشﺉ دا ووایی چې د ۲۱ پیړۍ بابا فلانکي خپل زوی ته پښتو ښکاره کړه.

د پښتون دښمن، خپله پښتون دی، هر څوک غواړي خپلې ژبې ته وده ورکړي، زموږ دري ژبو وروڼو هیڅ نه دي کړي د هغوی مسلم حق دی چې د دوی ژبه وده وکړي، خو د افسوس خبره دا ده چې زموږ پښتانه بیا دوی ګرموي او ټوله پړه په دوی اچوي. زه درته وایم او تاریخ په تاسو ته شاهد شي چې دوی د تاریخ اتلان دي، خو تاسو د خپل ژبې لپاره خاینین یاست او هیڅکله به هم افغان ولس ستاسو دغه لوی خیانت ونه بښي.

زموږ مشر لارښود سیدجمال الدین افغاني؛ هندیانو ته خبره کوله چې که تاسو به انګریزانو لکه مچۍ وبزې ګی نو هغوی دومره لږ دي چې ستاسو بزه دا به د هغوی لپاره کافي وي.

اوس زه تاسو ته وایم تاسو د پښتنو د مخالفینو په وړاندې مه بزه ګې یوازې دومره وکړﺉ چې خپله پښتو ووايی او خپلو ماشومانو ته پښتو ښکاره کړﺉ. دا هم کافي ده چې هغوی ماته وخوري.

دا درد دی، دا غم دی، دا هر څه دي، که تاسو وایی چې ستاسو ماشومان به  د علمي پښتو د ویلو سره ستونزه ولري نو راشﺉ  دا قرباني د یو کال لپاره ورکړﺉ بل کال ته به د هغوی دا ستونزه هم هواره شي.  ستاسو بابا ګانو لکه پاچا خان ۳۶ کاله د پښتو لپاره بند تېرکړی دی. دومره غټې قربانی ته اوس څوک آماده دي. همداسې؛ خوشال بابا، اشرف خان او داسې نور…

د پښتو ژبې پلي کېدل په دغه سیمه که ستاسو لپاره هر څه دي فرض، واجب، سنت حتمي یې پلي کړﺉ او په لویه کچه تاسو په کې برخه واخلﺉ. کله چې دا بهیر پیلېدو نو زه خوښ وم چې دا دی  وروسته له ډېرو وختو د پښتنو د زړه ا‎رمان پوره کېږي خو اوس چې وینم. دوی دا کار په خپل ځان یو بار ګڼي، داسې مه کړﺉ دا ټول خیانت او خیانت دی.

بس نور بس ده، هر څه چې لیکې یوازې خبرې دي، پښتانه د عمل خلک نه دي، دوی پرېږده چې ځان وژنه وکړي، خپله ستاینه وکړي، ښوونځي وران کړي، روغتونونه وسيځي. دوی د عمل خلک نه دي، د دې خبرې په اورېدو سره ما پریکړه وکړه چې زه به هم ځان هزاره، تاجک یا ازبک کړم، دومره غیرت خو به راته راشي چې د خپلو پړ (ملامت) لپاره اعتصاب وکړم. یوه اونۍ به ډوډۍ ونخورم، که چا را ته څه وویل نو خلک به لاریونو ته وباسم او نور… به وکړم.

بیا هم بیاهم او بیا هم په تاسو باندې غږ کوم چې د پښتو سا (روح) ستاسو په لاس ده او تاسو یې ژغورلی شﺉ خپل ماشومان وژغورﺉ او هغوی ته یې خپل حق ورکړﺉ.

Copyright Larawbar 2007-2024