کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرزي وروستى چال

د کرزي وروستى چال

د شنبې په ورځ، ښاغلي کرزي امر ورکړ چي د جمهوري رياست  انتخابات دي د اساسي قانون سره سم د اپريل يا مې په مياشت کي تر سره سي. د ښاغلي کرزي همدا ناببره تصميم افغانان او بين المللي ټولنه او په تېره بيا د ښاغلي اوباما ځوانه اداره د يو لړ نويو جنجالونو او چلنچونو سره مخامخه کړه، او په اغلب گومان ښايي د ښاغلي کرزي نيت او تکل همدا وي .


افغان ولسمشر حامد کرزیپه هر صورت، د جنوري په مياشت کي، د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون د امنيت د خرابۍ او نورو مالي او لوجستيکي ستونزو له کبله د انتخاباتو نېټه د کرزي او بين المللي ټولني په سلا مشوره او توافق د اگسټ مياشتي ته وځنډوله. ددې ځنډ  بل علت دا وو چي گوندي تر هغه وخت پوري به اضافه امريکايي عسکرو په هېواد کي څه د امن او ثبات فضا ايجاده کړې وي. په غټو ښارونو کي به امنيت ټنيگ سوى وي، او حتى شاوخوا کليوالي سيمي به هم تر څه کنټرول لاندي راغلي وي. خو د ښاغلي کرزي وروستي چال پخوانۍ معادله او نسخه چورلټ بدله کړه. 



که څه هم ټولو ته څرگنده ده چي پدې شرايطو کي انتخابات ناممکن دي، خو ښاغلي کرزي په خپلي دې فيصلې سره د انتخاباتو پرسر د رواني سياسي او حقوقي لوبي اوډرامې په کشمکش کي د اساسي قانون د عملي کولو تر چتر لاندي خپل سياسي حريفان او تر ډېره حده واشنگټن څه بې انډواله او وار خطا کړل. د  اساسي قانون د ٦١ مادې په اساس  انتخابات بايد د مې مياشتي له ٢٢ څخه يا ٣٠  او يا ٦٠ ورځي مخکي وسي. اغلب گومان دا دى چي ښاغلى کرزي پوهېږي چي په شفافو، منصفانه، او ازادو انتخاباتو کي يې د گټلو چانس ډېر کم دى.  دغه راز، هغه پوهېږي _يا يې پر ارواح باندي اوري_ چي واشنگټن په افغانستان کي د هغه پر ځاى د يو بل مناسب مشر د پيدا کولو په لټه کى دى.  نو بنا، کرزي غواړي چي د ځآن سره يو ځآى نننى کنډواله کور هم پوره خراب کړي.  د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي د مشهور کالمنسټ، جېم هوگلنډ، په وينا کرزي غواړي چي په خپل انتخاباتي کمپېن کي حتى د  “ينکي امپرياليزم ” او يا “ينکي گو هوم” شعارونه هم ورکړي. 


بلخوا، د کرزي تر فيصلې سمدستي وروسته، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي د منصفانه او ازادو انتخاباتو لپاره مناسبه نېټه د اگسټ مياشت ده.  د بهرنيو چارو د وزارت وياند د امنيت په باب اندېښنه وښوده.  بين المللي څارونکي هم عقيده لري چي پر ټاکلي وخت باندي انتخابات نا ممکن دي. 


ما پخوا هم ليکي وو چي د افغانستان په اوسني شرايطو کي انتخابات امکان نلري، او که چيري انتخابات وسي، ضروربه جعلي او فراډ وي، او حتما به همدا پخواني داړماران بېرته له سره انتخاب سي.  بلخوا، د اوسني رژيم د کرغېړنو معيارونو سره سم ، تر اوسه پوري، د نوم ليکني پروسه لا هم نده ختمه سوې.  د حکومت داخله وزير، ښاغلي حنيف اتمر، اعتراف کوي چي په ١٧ ولاياتو کي ياغيان حضور لري، او د ياغيانو شمېر د ١٥٠٠٠ په شاوخوا کي بولي.  غربي او امريکايي منابع وايي چي د هېواد په ٧٢ فيصده خاوره کي طالبان دايمي حضور لري.  د اوباما اداره د کرزي حکومت فاسد، نارکو سټېټ، او بېکاره گڼي. د افغانستان اوسني حالات خراب، پېچلي، او خطرناک بولي.


اوس نو څرنگه به پدې داسي شرايطو کي شفاف، منصفانه، او ديموکراتيک انتخابات امکان ولري؟  


په هر حال، د انتخاباتو د وخت مسله او جنجال داخلي اړخ هم لري. د انتخاباتو د ځنډېدو سره سمدستي، په پارلمان او  په حکومت کي دننه د ښاغلي کرزي  مخالفانو- په تېره بيا د ملي جبهې استازو او د کابل په حکومت کي د شمال ايتلاف بېشماره پلويانو-د کرزي د مشروعيت موضوع را مينځته کړه.  هغوى د انتخاباتو پر کولو باندي ټينگار کاوه، هغوى فکر کوي چي لمړى خو د هېواد په جنوب او شرق کي انتخابات ممکن ندي؛ دوهم، که چيري انتخابات وسي، د عامه خلکو د پراخ گډون چانس ډېر کم دى. نو بنا، د هغوى د کانديد کاميابه کېدل اسانه کېږي.  ويل کېږي چي د ملي جبهې کانديد به يا د بهرنيو چارو پخوانى وزير، ښاغلى عبدالله، وي، او يا به احمد ضيا مسعود وي. د ملي جبهې وياند د جمهورريس کرزي لدې فيصلې څخه تود هر کلى وکى. زه يقين لرم که چيري د ملي جبهې کانديد انتخابات وگټي، د افغانستان روان سياسي او پوځي بحران به په يوه مرگانى سيمه ايز توپان بدل سي.


په عين حال کي، ښاغلي کرزي غواړي چي د انتخاباتو د نېټې په رامخته کولو سره خپل سياسي رقيبان وارخطا، بې نظمه، او تيت و پرک کړي.  ځينو احتمالي کانديدانو خو حتى تر اوسه پوري خپلي کانديدۍرسما ندي اعلان کړي.  اکثره کانديدان نه انتخاباتي تشکيلات لري، نه انتخاباتي کمپېن لري، نه حزب لري، نه کوم سياسي پلټفورم لري، او نه هم په ولاياتو يا مرکز کي محسوس سياسي حضور لري.  تر اوسه پوري، يو کانديد هم د کمپېن لپاره پيسې او منابع نلري. ټول بېل اوټ ته اړتيا لري. د ښاغلي کرزي مهم او غټ سياسي حريفان به په اغلب گومان ډاکټر اشرف غني، ښاغلي علي احمد جلالي، ډاکټر رمضان بشردوست، ښاغلي عبدالله، او ښايي څو نور کانديدان وي، ځکه د ٢٠٠٤ په انتخاباتو کي ١٨ کانديدانو برخه اخيستې وه.  د ٢٠٠٩ په انتخاباتو کي ښايي لا زيات شمېر کانديدان گډون وکړي ځکه همدا اوس لا د اپوزسيون تر مينځ اختلافات زيات سوي دي. د افغانستان د جمهوري رياست اکثره احتمالي کانديدان په واشنگټن کي يو بل ته برگ برگ گوري، او د يو بل هر حرکت او اقدام په دقت تحليل او تجزيه کوي. افغاني ټولنه، سراسري انتخاباتي کمپين، او د افغانستان د حياتي ستونزو په باب  د خپلو نظراتو او د حل لارو  تشريح او بيان بېخي هېر سوېدي. بس ټول فوکس واشنگټن دى. کرزي غواړي چي د خپلو سياسي حريفانو له همدې خپلمينځني اختلافاتو  او  تشکيلاتي کمزرويو څخه گټه واخلي. هغه غواړي چي د سياسي پروسې ضوابط او مقرارت پخپله خوښه وټاکي. هغه غواړي چي د جنگ او مبارزې ته ميدان تر هرچا وختي ورسېږي.  هغه غواړي چي پر نورو باندي د مبارزې شرايط او مقررات تحميل کړي. او بالاخره هغه غواړي چي په تلوار، هلهله، او ټېله ټمبه کي خپل کار وکي. 


همدا راز، کرزي غواړي چي د انتخاباتو د کمپېن وخت را لنډ کړي څو په راتلونکو مياشتو کي د زياتېدونکو انتقادونو څخه ځان وژغوري.  کرزي پوهېږي چي د اوباما په اداره کي د هغه پرخلاف ډېر زيات قوي کسان مقرره سوي دي.  کرزي غواړي چي پدې ترتيب د اوباما حکومت تر فشار لاندي راولي او په نتيجه کي څه سياسي امتيازات ترې واخلي. مگر کېداى سي چي د کرزي وروستى چال د هغه لپاره ډېر گران تمام سي.  داسي برېښي چي کرزي غواړي چي په زور او جنجال له ارگ ووځي. و السلام.

تبصره نسته

  1. ښاغلي هاري ډېره ښه شننه کړې اوزه یې وهڅولم چې خپل څوټکي
    ورپوری وتړم .
    دهاري صاحب په تبصره کی داټکي زما دپام وړشوو :
    ۱ – چټل ،جعلي او چلي انتخابات
    ۲ – بې امني
    ۳ – په ٧٢ فيصده خاوره کي دطالبان دايمي حضور
    ۴ – دغربي خیراتونوکمېدل
    ۵ – دامریکا دنوي حکومت ، افغاني کاندیدانو او افغان اولس نه چمتووالې
    ۶ – دوخت کموالې
    داټولې ښې کره اوپوره ستونځې دي چې افغان اولس اونړۍ وال ورته په ژؤره اندېښنه کی
    دي اوکرزې غواړي له دې فرصتونوڅخه پوره استفاده وکړي . دې ، ډله اویاران یې
    اوپخواني داړ ه ماران ډاډه دي چې په تېروجګړوکی دپوره شتمنیو اواسلحوڅښتنان شوي دي
    اوکولای شي دغریبواواړوافغانانوڅخه یاپه زوراویا په پيسووټونه واخلي اوافغانستان
    دڅونوروکلونولپاره لوټ اولتاړکړي . دوی که بیا انتخابات وګټل نودهرمصرف شوي
    ډالرلپاره به حداقل زرډالره وګټي .
    بلخوا ځينې کاندیدان په مالي لحاظ دومره قووت نه لري چې دقاچاقبرانواومافیا سره
    ډغرې ووهي
    نوخود به داځل انتخابات لکه دتېرپه څېرچټل ،جعلي او چلي انتخابات وي . که کرزې
    اویاران یې دامنیت له کبله په ټول افغانستان کی له لسووټونو پنځه وټونه وګټي اوپنځه
    نوريې مخالفین وګټي بیاهم بریالې اومنتخب جمهورریس به ورته ویل کیږي ، ددوی یې په
    ډېرووټونوڅه ؟
    په دې به راسره توافق ولرۍ چې کرزې اوډله یې دجورج بوش ملکیت و اودهغه په پيسودغه
    مقامونوته رسیدلي اوڅوورځې مخکی خوکرزي لکه دمېرمن غوندی دخپل مېړه څخه ډېررضایت
    اووفاداري څرګنده کړه نوکېدای شي چې مشاورین یې لانه وي بدل شوي اودبوش په لارښوونې
    روان وي اودښاغلي اوباما دستراتیژۍ خنډ اوهغه ترخپل فشارلاندی وساتي ، کنه کرزې
    دخپلې چپنې دسمولوهم نه دې نوهوښیارانه فیصلې به له کومه شي ؟
    دکرزي مېړانه اونارینتوب خوهغه وچې دبوش په اقتدارکی ددوه امریکایی فوځیانوترمنځ
    ګنجې سرناست واوژړل یې .
    خوبیا هم فکرنه کوم چې کرزې دی دومره جرات اونارینتوب ولري چې دامریکاددیموکرات
    حکومت سره ډغری ووهي ، دې که خاندي اوکه ژاړي هغه څه به عملي کيږی چې دښاغلي اوباما
    اداره یې په نظرکی لري .
    کرزي دکوم قانون خبرې کوي ؟
    دهغه قانون چې تردې شېبې یې دده تش په نوم حکومت ترپښولاندی کوي ؟
    ده کوم کارقانوني کړې ؟
    رشوت خوړل قانون دې ، غلاکول قانون دې ، ظلم اوقتل کول قانون دې ؟ بداخلاقي قانون
    دې ؟ پښتون وژنه قانون دې ؟ قاچاق قانون دې ؟ وطنپلورل قانون دې ، ملي شتمنۍ لوټول
    اوخرڅول قانون دې ؟ دکرزې په اداره کی داشیان ترننه شته نودې چې دکوم قانون خبری
    کوي ؟ دهغه قانون چې دچاسر، مال ، عزت اوحق پکی خوندي نه وي ؟

    افغان اولس بایدمېړانه وښۍ اودکرزې پرځای دی داسې یواستازې دجمهورریس پرځای وټاکي
    چې حداقل دوی ته درنښت ولري . که افغانان اوپښتانه دخپلوقاتلانوڅخه غچ اخلي نودبوش
    زامنوته باید شکست ورکړي .
    که افغانان په ننګ اوغېرت ولاړوي نونړۍ ته دې ثابت کړي چې په وږې خېټه اوغریبۍ کی
    خپلې فیصلې پخپله کولای شي .
    داهیوادنورسولې اوامن ته اړتیالري چې د افغانانو بچي وکولای شي بې له وېرې ، مهذب
    اوصالح لوی شي اودقاچاقبرانو، ټوپکچیانو ، مافیا ، غلواوتروریستانوله منګولونجات
    پيداکړي . افغانستان اوافغانان دداخلي اوخارجي تروریستانو په ناولولاسونوبرمته شوي
    اوباید په ننګ ، مېړانه ، فکراوغېرت ځان اوخپلوبچوته نجات ورکړي .
    ازادنظر.

  2. salamoona aw Neki hele
    Da azad nazar lekwal sahib der pa zra pori matlab mo lekali . yaw shai chi ma ta sahi na shkari hagha dadi chi taso pa khapal nazar ki da afghanano aw pashtono zikar kare di. ka mehrabani wakri bal zal afgahan da pashton sa jala ma lekai zaka afghan yani pashton. za pohezam chi oos moz tool afghanan yadezo , ka pashton , tajik ,uzbak aw dasi nor qawmona tool da afghan pa nom yadeze. ka taso pashton da afghan sa jala walikai no fekar kawoom da ba munasib kar na we.
    pa ehteram staso kashar wroor

  3. افغان اولس بایدمېړانه وښۍ اودکرزې پرځای دی داسې یواستازې دجمهورریس پرځای وټاکي چې حداقل دوی ته درنښت ولري . که افغانان اوپښتانه دخپلوقاتلانوڅخه غچ اخلي نودبوش زامنوته باید شکست ورکړي .

  4. ښاغلی خالد هادی حیدری ! چی د هاری په مستعارنوم یی لیکنی پیل کړی ده. په افغانستان کی اوس زموږ داسی یو عادت جوړ شوی دی چی زړه می غواړی هر مازیګر یو نوی ولسمشر ووینو. یو نوی والی ووینو. او یا نوی وزیر یا امنیه قوماندان ووینو. هغه چی موجود چارواکی وی تر هغو زموږ په نظر بد خلک نه وی. او هغه چی احتمالی وی یا سابق وی تر هغو بیا ښه خلک نه وی. نو ستاسی نظر ته موږ پوره احترام لرو. ده ښاغلی کرزی له پالیسیانو سره موږ اختلاف لرلای شو. خو باید یو شی په نظر کی ونیسو چی د افغانستان نظام تسلسل ته ضرورت لری.

    کومی پالیسیانی چی ښاغلی کرزی پر مخ بیولی هغه باید پاتی نه شی. که هغه په مینځ کی پاتی شی. نو دا خو د کرزی نه بلکه د دی ملت چی هسی یی هم ډیر وخت ضایع کړی دی. د پاره ډیر زیات زیان درلودلی شی. ښاغلی هاری تا ته ښایی د واشنګټن او یا د احتمالی کاندیدانو له خوا ګرین سګنل درکول شوی وی. خو ته باید په دی سر خلاس کړی چی داسی بی سره او بی پښو لیکنی زموږ ملت ته هیڅ هم نه ورکوی. بلکی خارجیانو او د افغانستان دښمنانو ته ښایی موقع په لاس ورکړی نور هیڅ هم نه.

    د کرزی د بدنامه کولو له پاره په کندهار کی د هغه د ورور کړنی کفایت کوی. خو موږ باید د هغه د ورور په خاطر د افغانستان ملی ګټی په خطر کی وا نه چوو. ښاغلی هاری تاسی کولای شی چی د دلایلو پر اساس خپل احتمالی کاندید ته کمپاین وچلوی. خو د افغانستان د ملی ګټو پر خلاف د کرزی د کړنی مثال نه شی ورکولای. تاسی ښایی د شمالی ټلوالی د ډیر نازولو مثال ورکړی. خو باید ملی وحدت او ملی ګټی او د تیرو دیرشو کلونو اشتباهات په نظر کی ونیسی. که غواړی د کرزی دښمنان مالوم کړی نو جاویدان ویب پاڼه وګوری. او بیا د ځان او د ستمیان توپیر وکړی. په درنښت

  5. بسم الله الرحمن الرحيم
    ولسمشرکرزې  سياسی ځان وژونکۍ
    بريدوکړ
    اجمل شينوارې 02-03-2009
    د کرزې صاحب فرمان دراتلونکو ټول ټاکنو په
    اړه د افغانستان داساسی قانون  ٦١ مادې ته د درناوې کولو معنا لرې که د اقتدار
    اوږد والې ته ارزښت ورکولو!!!؟؟؟٠
    دا هغۀ پوښتنی دي چی هر په هيواد مين افغان
    وګړې ته دلمر په ځير روښانه دي،  پدي ښه پوهيږې چی بيا ددغه مظلوم ولس د
    برخليک په اړه دځان دبقا لپاره داوسنيو واکدارنو له پلوۀ سوداګرې بينا شويده، 
    دا ځرګنده نده چی ددغې لوبې اصلی ګټونکې به ځوک وي ولس او که يو ځو سياسی سودا
    ګر؟
     ولس پنځه کاله مخکی همدغه بی کفايته کرزې صاحب ته په ډيرو بدو سياسی،
    ټولنيزو، اقتصادی او فرهنګی حالتو کی خپلې رائی په دي بنسټ ورکړې ترځو د واقعی
    ولسواکې پروسی پلو ته د تګ سريزه پيل شي، دا چی  ولس نورۀ ځه تمه درلوده هغه
    به پر ځاې بريږدو٠ ولس خپل مسووليت په داسی تاريخی پړاوکی چی ورسره مخ شويوه په ښه
    ډول ادعا کړې دي، دا چی اوسنيو واکدارنو په مقابل کی  ځه ورکړې دي دا قضاوت به
    پريږدو تاريخ ته٠ افغان مجاهد ولس کرزې صاحب  ته دا رائی ددي لپاره ندي ورکړې
    چی ګوني دا ځوکی ميراثی ستا شوه، بلکی افغان مجاهد ولس دا دولسواکې سريزه
    ګڼله٠
    د افغانستان دمعاصر تاريخ په اوږدو کی دا لمړې ځل ندي چی زمونږ دسياست د
    ډګر مکاران او مداريان داسی دملی او ولسی ګټو ضدلوبی کوې، په ډير تاسف سره چی دداسی
    بی مسووليته چمونو تاوان او جبران دغه مظلوم ولس ته تل ډير ګران تمام
    شويدي٠
    پوښتنه دا ده چی ايا دغه فرمان واقعا” عملې بڼه اخستی شي او که يو سياسی
    ځان وژونکې بريد دي؟
    زما په اندکه چيرته کرزې صاحب رښتيا اساسی قانون ته ارزښت
    قايل واې او ملی ګټی ئی دپام وړ واې،  لازمه وه چی دغه فرمان ئی حداقل شپږ
    مياشتی مخکی له ټوټاکنوځخه ورکړې واي تر ځو بهرنې ټولنې، افغان ولس او دجمهورې
    رياست نوم اندو هر چاه په خپله برخی کی چمتوالې نيولي واې٠  که اوس چيرته کرزې
    صاحب دا دليل وړاندې کوې چی پر ده باندې انتقادونه زيات وه چی ولی ټاکنې وه ځنډېدی
    هغه انتقادنه د ټاکنو په ځنډيد نه  بلکې هغه انتقادات د  کرزې صاحب
    داقتدار اوږدوالې وه٠
    دوهمه خبره دا ده چی که کرزې صاحب رښتيا د ولس غوښتنو ته
    درناوي کوي، ولس هر ځه رڼه او سپين غواړې خو په تاسف سره چی کرزې صاحب په دغه اووه
    کلونو کی لدغي ازموينې ځخه ناکام راتوې دي٠ د کرزې صاحب لپاره صرف د هغۀ د اقتصادې
    مافيائی ټيم، د مخدره توکو د مافياټيم او دسياسی سبوتاژونو ټيم ګټی د بل هر ځه ځخه
    دپام او غور وړ دي٠ خو پدې هم لازمه ده چی پوه وي چی ددغی انتحاری بريد لمړنې
    قربانيان به همدوي وي دا ځکه چی پدغه اووه کلونوکی دافغان باتوره ولس سره کرزې
    اودغو دريګونو ډلو سترې جفاګانې کړېدي او دغه مظلوم خو باتوره ولس نور دداسی بی
    مسووليته او بی کفايته ځيرو زغم نلرې، او نه دا هغه پخوانې وختونه دي چی ځه يو کس
    او يا يووه ډله وائی هغه به منل کيږې، اوس ښه والي پدې کی دي چی د افغان مجاهد ولس
    او نورو نړيوالو راتلونکې ښيګڼې او خطرونه سره شريک شويدي٠
    دنړې ټول ولسونه ويښ
    دي اوهر څه ځاري چی ځوک ځه کوې افغان ولس هم ددغې نړې يو برخه جوړه وي خو دغه مظلوم
    ولس چی کوم زغم ددغو سياسی سوداګرو مقابل ګاللی دي هغي د لويو ملی ګټو په پام کی
    نيولو لپاره دي ,   نه د ځو په ګوتو شمار واکدارنوپخاطر.  که چيرته
    دغه مجاهد ولس پدې پوه شې چی بيا هم پدغه ٢١ پيړې کی د دوي ملی ګټی د ځو تنو د شخصی
    ګټو قربانې کيږې نو بيا هغه ځه کوې چی زمونږ د هيواد تاريخ ورباندې ګوا دي٠ په ډيرې
    خواشينې سره چی ددغه ځان وژنکې سياسی بريد لمړنې قربانيان معلوم دي بيا هم ټوله لوې
    قربانی ولس ته ورپه غاړه ده لکه ځنګه چی دغه تير اووه کاله افغان ولس د لويو ملی
    ګټو دساتلو او درناوې لپاره رنګا رنګ ستونزی او ناخوالې ګاللی دي٠
    اوس زه پدې
    باوريم چی دولس دصبر کاسه مخ په ډکيدو ده دا ځکه چی دټولو هيوادوالو تمه راتلونکو
    ټوټاکنو ته وه،  دا هيله اوس هم لرې چی ٢٠٠٩ ميلادې کال په ټولټاکنو کی به
    ځانونو ته په ښه فکر سم برخليک د رائي ودپاڼو په بنسټ ټاکې ، که دا هيلې چيرته د
    کرزې صاحب  دبی مسوليتی او په قدرت  مينتوب له کبله سبوتاژ شې نو 
    افغان ولس ته نه جبران کيدونکی پائيلی لرې پدې چی افغان ولس ته ورستی د زغم ټکې
    همدا دي٠
    بل اړخته  نړيواله ټولنه ده چی هغوي هم پدي تمه دي چی په
    افغانستان کی په راتلونکو ټولټاکنوکی يووه  مسووليت منونکې اداره رامنځ ته شې
    تر ځو هغوي خپل اوږد مهاله ستراتيژيکی دريځونه ورسره شريک کړې، ځکه چی په دغه اوسني
    بی کفايته او بی ظرفيته اداره هيځ ځوک اعتبار نشی کولاې چی سحر يو ځه وائی او ماښام
    بل ځه، راځی چی دغه خبره صادقانه وکړو چی دا مونږ او تاسی خپله افغانان دي ته چمتو
    يو چی د کرزې صاحب دحکومت سره د يو من جوارو سودا وکړو ؟ زما په اند دټولو ځواب
    به  نه  وي٠
    دلته يو ټکې د پام وړ دي چی که چيرته  زمونږ د بی
    مسووليتی له کبله کوم سيمه يز قوت نړيوالوته پيدا شې اودا ډاډ اوتظمين ورکړو چی
    لدغی سيمي ځخه هغوي ته په راتلونکی کی نور کوم خطر نشته ، بيازما په اند نړيوال هم
    زمونږ د غمه ډير ندي مړه ځکه چی مونږ خپله هر ځه دسليقو او شخصی ګټو قربان
    کړو،  پدې کی هغوې مونږ سره ځه مرسته کوائی شې٠
    د کرزې صاحب ادارۀ نورۀ د
    افغانانو او نړيوالو داعتبار وړ نده او نه کوم پرمختګ لرې چی يا افغانان او يا
    نړيوال ورته سترګې په لار شې٠
    دناورينه د وتلودحل لارې چارې  :-
    ١ د
    افغانستان ټول وګړې چی په هيواد کی دي او که هيواده بهر لازمه ده چی د خپلو خلکو
    دبرخليک ټاکلو په اړه خپل ملی، اسلامی او افغانی مسووليت درک کړي، ټول خپلمنځی
    اختلافات دملی لويو ګټو لپاره تر پښو لاندې کړې٠
    ٢ ټولی سياسی، ټولنيزي ، فرهنګې
    ډلې او خپلواکۀ ځيرې اړينه ده چی د يووي ملی طرحۀ لاندې سره راټول شې تر ځو نړيوالو
    او افغانانوته ددغه  ناورين نه د وتلو لارې چارې په شريکه په کوته کړې ٠
    ٣
    ټولې ملی خپلواکه ځيرې اړينه ده چی ددغه ناورين  په هکله خپل سالم دريځ په ډير
    روښانه ډول څرګند کړې، او دهغه احتمالی خطرونه ټولو هيوادوالو او نړيوالو ته ښکاره
    کړې٠
    ٤ په هيواد دننه او بهر اړينه ده دسالم فشار اچولو قوې ګروپونه جوړ شې تر
    ځو دافغانستان په دولت او بهرنې نړې زور واچوې چی راتلونکې ټولټاکنې رڼی او بی پرې
    وي٠
    ٥ دټاکنو دخپلواک کميسيون مشرتابه اړينه ده چی نوئي شې او دټاکنو ټول
    مرکزونه د ملګرو ملتونو او اروپائی ټولنې د ځارګرو تر ځار لاندې ټاکنې ترسره
    کړې٠
    ٦ که چيرته کرزې صاحب واقعا”غواړې چی دغه فرمان پلې شې او بی پرې ټاکنې وشې
    نو لازمه ده چی له خپلې دندې دغه اوس استفا وکړې او يا هم د نوم اندې ځخه تير
    شې٠
    ٧ که چيرته دافغانستان دولت دي ته چمتو نوي چی  ټانکې رڼی اوبی پرې وشې
    نو بيا د جمهورې رياست ټول نوم اندې لازمه ده په يوغږ د ټاکنو ځخه داحتجاج پډول
    بايکاټ وکړې٠
    د يو سوکاله او اباد افغانستان په هيله !

  6. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.

    هر جوک دی برشاغلی کرزی صاحب او یاد افغانستان بر ملی شخصیتونو ناوری او بی کیفایته لیکنی کوی. دا ملی خاینان او وطن بروشه دی.

    یووار کردو وطن بروشو ناری کری جی کرزی صاحب خبله موده 3 میاشتی اوزده کره او ناری سوی جی اساسی قانون یی مرعات نه کی……….!

    خواوس بیا جی کرزی صاحب داساسی قانون مرعات کی نواوس هم دملی خاینانو ناری دی.
    کرانو افغانانو تاسی خبله فکروکی جی دغو تلو کاندیدانو برخبل وخت اوزمان امتحان ورکری دی جی به هغه کی دوی ناکامه او مختوری راوتلی دی.

    جی دوی یوویزارت نه سوای ایداره کولای نودوی به تول ملک جنکه ایداره کی؟
    کرانو افغانانو: که جیری تاسی بدی باور یاست جی ملی خاینان به افغانستان ودان کی . نودابه ستاسی لویه خطا وی.

    رحمابابا وای: دراحمان ویل به حلته به شه درشی
    جی یوه دیوال ته مو مخ او بل ته مو شا سی.

    دملی خاینانو او دبردیو هیوادو دجاسوسانو دمختوری او ناکامی به هیله.

  7. سلامونه ګرانو وروڼو!

    زه خپله په دی نظر یم چی د نن ورځی د مشکلاتو لامل جناب کرزی صاحب نه بلکی د افغانستان شرایط دی. تا سو وګوری چی افغانستان داسی یو ملک نه وو چی په ملیاردو افغانی عاید یی درلودی او ډیر ښه امنیت یی درلودی او نن کرزی صاحب هغه خراب کړی. د افغانستان تاریخ مطالعه کړی، د افغانستان د همسایګانو مداخله په افغانستان کی مطالعه کړی او بیا وروسته تصمیم و نیسی چی ایا د نننی ناخوالو مسؤل جناب کرزی صاحب دی او که د افغانستان شرایط ددی ټولو ناخوالو مسؤله دی. موږ باید احساسآ د ا قبوله کړو چی کرزی صاحب د افغانستان بنسټونو ته ډیر ستر او نه هیریدونکی خدمتونه وکړل چی مثالونه یی په افغانستان کی د زده کړی رواجول، به زرګونو محصلین د درس لپاره خارجی ممالکو ته لیږل، د صحی خدمتونو کیفیت تر یو اندازی پوری لوړول، خو دا چی افغانستان ډیر خرابه او جوړیدل یی پراخی حوصلی ته ضرورت لری نو پر افغانانو باندی لازمه ده چی پوره حوصله ولری او ډیر په دقت او وروسته تر پوره څیړنی تصمیم و نیسی او قضاوت وکړی، صرف خپل فردی مسؤلیتونه ترسره کړی، خپل اولاد ته نیکه لاره وروښی او با مسلکه یی وروزی، خپله کوښښ وکړی زده کړی وکړی او یو مسلک د ځان لپاره انتخاب کړی چی دا ډیره لویه ونډه لری د یو مملکت په پرمختګ او بیا جوړولو کی. یو مملکت هیڅ وخت هم رئیس جمهور نه دی جوړ کړی . د یوه مملکت د خلکو ونډه دیره مهیمه ده.

    خلک کولای شی د دوی فردی مسؤلیتونو په واسطه یو مملکت جوړ کړی خو که رء‌‌یس جمهور هر څومره فعال هم وی که ده خلکو همکاری وجود و نه لری او خلک بی کفایته وی هیڅ امکان نه لری یو مملکت دی باثباته وی. د یو مملکت ثبات د خلکو په ښه کفایت او ښه بامسلکو خلکو پوری اړه لری، د یو مملکت جوړیدل د خلکو په ذهنیت پوری ډیر تعلق لری چی خلک باید په معنوی ارزښتونو باندی پوه وی.

    خو موږ نن په جامعه کی د معنوی پوهی خاوندان ډیر کم لرو، د کوڅی او سړک خدمتګاران مو ډیر کم دی او پر نشت باندی حساب دی. ګرانو وړونو ستاسو د احساساتو څخه یوه نړی مننه خو داسی تصمیم باید ونیسو چی تر تاوان یی ګټه ډیره وی. بلکی داسی تصمیم و نه نیسو لکه د ډاکټر صاحب نجیب الله په وخت کی چی له هغه څخه مو واک واخستی او ټوپک سالارانو ته مو ورکړی چی وروسته بیا ټولو افغانانو پښیمانی کوله او تر نن ورځی پوری هغه ناخوالی دی چی د حل لاره ورته نه پیدا کیږی..

  8. you must write small comments