کور / طنز / پروپاګند

پروپاګند

پستکي خمټ ته ورو په غوږ کې د سیاسی زار په توګه په داسې حال کې چارچاپیره يې ښه څارله ورو وويل:
ته خبر يې ؟
خمټ په هېښتيا او وارختايې وپوښتل:
نه څه خبره ده؟
– بې و زلي او لوږه ډيره شوې ده ان هغه لنډک نه دی
– ( په هېښتیا)هو!
– د هغه خوارکي مخ د ډير شوتل خوړولو نه پړسيدلی دی!
خمټ په هېښتيا سره سترګې ړوني اوغتی کړې و په ګنګوړه ژبه یې و پوښتل:
– شوتلو يې څرنګه مخ پړسولې دی؟
پستکي په حق جانبه بڼه وويل:
– ولې نه دي اوريدلي چې د غوا خیټه د ډيري شوتلو په خوړلو پړسيږي !