کور / طنز / د نارنج ګل دوکه باز خراباتيان

د نارنج ګل دوکه باز خراباتيان

طنزيه ليکنه


نړۍ اونيزه 


د نارنج ګل د مېلې هغه خراباتيان اکثره دوکه باز ختلي چې ناظمانو ته جاېزې اعلانوي، په دوى کې د عادي شاعرانو او خلکو نه واخله بيا تر دولتي چارواکو پورې راځي.


موږ ته ترې سږکال څو ښاغلو شاعرانو او ناظمانو سر ټکولى:



  • يو ناظم چې د نوم اخيستو نه يې ډډه کوله وويل، چې تېر کال يې يو ملګري د څو زرو روپو غږ د ده لپاره وکړ، خو وايي تر اوسه يې نه دي ورکړي او کېداى شي چې ګرېوان تر ګرېوان يې ورسره ونېسي. موږ يې دعوه روغه ګڼو او په ملګري يې غږ کوو چې د دې لالا پېسې ورکړي او که د دې تيارسئ حالت نه وروسته يې هم په جېب ګوتې ونه وهلې، نو …
  • يو بل نوى ناظم خوارکي تېر کال (١٣٨٧) ښه نظم واورولو، خو نه ورته چا لاسونه ووهل او نه يې چا نظم ته غوږ ايښوده، دى وايي د نارنج ګل ګډونوال ولې يو بام او دوه هوا چلوي؟ يا دې ټولو ته يو ډول داد ورکوي او يا دې د مور او مېرې سلوک بند کړي. دې ورور ته  تسلي ورکوو چې د بيا لپاره به د نارنج ګل ګډونوال داسې نه کوي، خو ډېر زور د نارنج ګل په ګډونوالو ځکه نه شو راوړى چې هغه خواران ټول په کرايه راوړل کېږي او چې چا راوړي وي، نو هغو ته لاسونه وهي. موږ دې نوي ناظم ته هم چل ښايو، چې که د بيا لپاره نظم راوړي، نو يوه ډله بازاريان دې هم په کرايه راولي.
  • يو سوچه نوکي ناظم نظم تېر کال له يوې مخې د طالبانو او القاعدې خلاف و او په همغه نظم باندې ورته د سالارزي په نامه د يوه شرکت خاوند د پنځه سوه ډالرو غږ وکړ او يو بل ورته نقدې په يوه پاکټ کې بندې ورکړې، خو تاند په دې دواړو باندې د عرض کولو په نيت… ادارې ته راغى، هغه عرض وکړ چې هغه د شرکت خاوند يې په پېسو منکر شوى، وايي درې جوړه څپلۍ يې پسې زړې کړې، خو هغه جېبونه داسې کلک ګنډلي چې يوه روپۍ ترې نه راوځي، نوموړي په يوه بله عرضپاڼه کې د يوه رياست د رئيس نوم ليکلى او وايي: هغه ورته يو سپين پاکټ ورکړى و، په هغه کې شپږ پاکستاني زرګون  بند وو، مګر کله چې يې ترې د څه اخېستو په موخه  يو زرګون دوکاندار ته ونيو، نو هغه زرګون دره وال ((ناچله)) ثابت شو او نوموړى نوکى ناظم يې له ښه شېبه وهلو وروسته په دې تور يو نږدې ماموريت ته حواله کړ، چې دره وال زرګون يې تېرول. د دې سوچه نوکي ناظم عرض  دې خداى واخلي، ځکه موږ د پوليسو ځواک نلرو، خو د نورو په څېر د دې ناظم په قرضدارو هم غږ کوو چې پېسې يې ورکړي.
  • سراجي صېب خو تاسې ټول پېژنئ، د نارنج ګل مېلې او په ټوله کې د ننګرهار هغه خوږ غږى بلبل ګڼل شوى چې د تېرو ډېرو کلونو راهيسې پرې د نارنج ګل مېله رنګينه ده، نوموړي سره تېرکال ((١٣٨٧)) يوه کس دوکه کړې، داسې ويل کېږي چې کله سراجي له دريځ ښکته شو، نو هغه کس جذبې لکه د خپسې ونيو او بې له دې چې ځان سره مشوره وکړي، په يوه ساه يې اعلان وکړ چې دى به د سراجي صېب د شعرونو ټولګه په خپل لګښت چاپوي او هم به بازار ته يوه انځوريزه سي ډي د سراجي صېب د ترانو رااوباسي. لکه چې ليدل کېږي دغه کس هم د نورو خراباتيانو په څېر په خپلو وعدو کې پاتې راغلى، نه خو تر اوسه د سراجي صېب کتاب چا وليد او نه يې هم د ترانو د انځوريزې سي ډي پته په بازار کې لګي. د دې خبرې د سپينولو لپاره د سراجي سره په لين کې شو، هغه وويل: د هغه اعلان وروسته يې بيا هغه کس نه دى ليدلى.