کور / طنز / ددرواغو کچه

ددرواغو کچه

طنز

عين الدین خان  خپله عريضه چې په هغه کې ليکل شوی وه : «زه غواړم زما سره چې دوه کلنه د کار  سابقه لرم او تر اوسه د درو وزارتونو څخه منفک شوی يم موافقه وکړې…»رييس ته  وړاندي کړه.
 رييس عين الدین او د هغه  عریضه سر تر پا یه تر نظر تير کړه او دا چې اړتیا يې لرله ، هغه  ورته د کار سړی ښکاره شو  نو په مشکوکه توګه يې ترې وپوښتل:
– ولی درې واري منفک شوی يې؟
 – صايب درواغ مې ويل!
– آيا په دې  زمانه کې  هم په درواغو څوک منفک کيږي؟
عين الدين د هو پر ځای سر وښوراوه
رييس ترې وپوښتل:
تا څه ویل چې درواغ وه؟
عين الدين په عاجزې ځواب ورکړ :
صيب ما په ژوند کې یوه  خبره  هم رښتیا نه ده کړې

رييس په ډاډمنه لهجه ترې وپوښتل:
 ته چې داسي پوخ درواغجن يې نو ولې نه يې وزیر شوی؟
موږ نوی  اهل  کارکارمند ته اړتیا لر و او هرومروتا نيسو خو زه دا خبره ردوم چې په درواغ ویلو څوک منفک شي  کوم رښتیا- مښتیا به دي ویلی وي  .
نه صیب زه  ستا  په سر قسم خورم زه بد سړی نه یم  چې سر مې په ویلو غوړو کې ونیسې لا رښتیا نه وایم
رییس بیا ترې وپوښتل:
-افغان يې؟
–   نه صیب !
رییس بیا  وپوښتل:
لوستی يې ؟
– بلی صیب!
-رشوت دی خوښ دی ؟
– نه صیب!
رييس په ډاډمنه او صادقانه  بڼه ورته وويل:
زما  درواغ ويونکي خلک ډير خوښيږي!
 رییس زیاته کړه  : خو زه دي بیخي سربداله کړم
هغه کومه درواغ خبره وه چې ته په هغه منفک شوې ؟
-یانه وایم صیب!
-ووایه !
– نه وایم
– ووایه!
– هغه  خبره دا وه چې مایو ورځ  رییس ته ویل :زه تر تا ډیر درواغ وایم
هغه زه دستی  منفک کړم
یاني  ته تر رییس لا  ډیر درواغجن یې
هغه له حیا لکه کازي چې په بډو اخیستلو نیول شوی وی سور شو او ځواب يې ورکړ
بلی صیب!
رییس په غوسه ورته  وویل:
چابک له دوتره  وځه زه نه غواړم زما ځای ونیسې

هغه شونډه په غاښ له دوتره  ووت