کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بې شكه چې دهلمنديانو فاتحه روا ده

بې شكه چې دهلمنديانو فاتحه روا ده

 دښاغلې انورخان صيب د انگيرني ، قضاوت او معلوماتو په اړه غواړم څه ووايم : :


 


  زه نه غواړم په دې خبرو سره د اوسني حكومت دچارواكو ملاتړ وكړم خو دا حق لرم چې ديوه وياړلي او پر وطن مين قوم دسپكاوي په وړاندي خپل غوڅ دريځ  غوره ، حقايق څرگند اوانورخان صيب پوه كړم  .


گرانه دكندهار پر ولايتي شواردبريد په څير هره ورڅ په دغه هيواد كې لسگونه پيښي  او مرگ ژوبلي رامنځ ته كيږئ  چې له بده بخته  ډېرې  قربانيان يې ولسي  او بي دفاع  افغانان وي ، ديادو بريدونو موخه  يوه خو بڼئ يې بيلي وي ،  موخه يې افغان ( پښتون ) وژنه او بڼي يې ځكه بيلي دي چې  دبهرنيانو او گاونډيانو په  لاسونو تر سره كيږئ ، موږ كه ديوه  ريس غم اخستي يو نو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې  ددغه هيواد ماشومان ، ځوانان او ښځي  هم انسانان او افغانان دي اوددې  حق لري چي  ياد شي كوم  چې هره ورځ په ډله يزه توگه دبهرنيانو په ړوندو بمباريو كې وژل كيږئ  چې ترټولووروستۍ بيلگه  يې دخوست د گوربزو ولسوالي پريوه كور عمليات  ووچې  ماشومان او  ښځي پكي شهيدان شول ،


 راځم خپلي اصلي خبرې ته ! ښاغلي انور خان  !  تاسو دافغانستان څخه  ډېر لرې په يوه اروپا يې هيواد كې ميشت ياست  او دحقايقوله پلوه مو قضاوت  دعيني واقعوتونو په اساس ډېر كمزوري او نا سم دي ، ځكه وايي (ځمكه هغه سوزي چې اور پرې بل وي  ) زه لا تر اوسه پر دې هم نه يم خبر چې د كندهار دپوهني ريس څوك او دكوم  ځاي وو، خودومره ضرورو پوهيږم چې افغان وو او ديوې پيښي قرباني شو،  تا سو  په خپله ليكنه كې  فاشست كلمه كارولي وه  چې معني او مفهوم يي ډير بد دي خو بيا مو توضع نه وه  وركړي ، او لوستونكي ته پوښتنه پيداكيږئ  چې دا فاشست يې دكندهار دپوهني له ريس سره څه ، په هر حال  تاسو گيله كړي  چې د پوهني دريس پوښتنه ونه شوه ؟ زه پوشتنه كوم چي دلته په دي برگ غوبل كې دچا پوښتنه شوي چې د يوه ريس به وه شي خو دا چې تاسو واياست چي دهغه فاتحه نه ده اخستل شوي نو دا خبره مو هم  بيخي ناسمه ده ځكه دفاتحي خبرونه او اعلانونه ترډيره نړيوالي رسنۍ نه راخلي چې تاسوو پرې  په كوپن هاگن كې خبر شي ،  كني دنوموړي فاتحه په كندهار كابل او حتا دبلخ ولايت دپوهني رياست دچارواكو له خوا واخستل شوه ،  او بله تاسو يوازي دهلمند ديوه ريس يادونه كړي   خو په ليكنه كې مو دهلمنديانو سره هيڅ خواخوږي نه تر ستوگو كيږئ  ، هغه  ځكه چي هلمند اوس دجګړي په يوه لوي ډگر او دهلمنديانو لپاره  په لوي ناورين اوښتي  او هرورځ ترې دلسگونو هلمنديانو ورڼو دمرگ ژوبلي خبرونه رارسيږئ ، زه وايم چې تاسو ته ديوه افغان او هلمندي په صفت دا مسوليت هم راجع كيږئ چې دهغوي پر مرگ ژوبل او پر بده ورځ  يوه څه وليكي .


 


 تاسو په خپلو خبرو كې يوبل لوي تېرې دا كړي چې ديوه قوم څو كسان ( وزيران) مو بې كفايته نومولي ،زه دوزيرانو دكفايت او نه  كفايت خبره نه كوم خو يادونه كوم چې   دولسمشر حامد كرزي په اوسنۍ كابينه كې  هم ځني  (البته ټول نه )  داسي كسان شته چې دخپلي، وړتيا ، صداقت  او پوشت كار له امله دغو ځاينو ته رسيدلي ، زه يې نوم نه اخلم خو دومره وايم چې  په وزير كيدو سره يې دپخواني وزير څه كم پنځوس تنه سلاكاران چې زرگونه زره ډالر معاش يې مفت اخست  پر كور كينول .


 زه  هيله لرم چې دخپلې ليكنې ناسم والي به درته څرگند شوي وي او زه اميدواره يم چې بيا به داسي ناوړه تېروتنې  ونه كړئ .


مننه