جاوید تنویر
بشپړ متنپېښور کي چاودني ۷ ماشومان شهیدان تر ۷۰ زیات کسان زخمیان کړل
د لراوبر اداره
په پېښور کې په یوه دیني مدرسه کې د قرآن کریم د تدریس پر مهال چاودنه شوې،چې له امله ۷ طالبان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپيان دي. امنیتي چارواکو ویلي،چې دغه چاودنه د پېښور ښار په زرګر اباد سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې رامنځ ته شوې او ممکن د تلفاتو شمیر […]
بشپړ متنپکتیا پولیسو د هدفي وژنو د ډلي دوه غړي ووژل او یو یې ژوندی ونیوئ
د لراوبر اداره
پکتيا کې د هدفي وژونو د يوې ترهګریزې شبکې دوه غړي وژل شوي او يو ژوندی نيول شوی،د پکتيا د امنيه قومندان وايي دا ډله نن ګرديز ښار کې يو پوليس شهيد کړ، چې له هغې وروسته د پوليسو په تعقيب د تېښتې پر مهال يې دوه تنه ووژل شول او يو يې ژوندی ونيول […]
بشپړ متنکندهار والي حیات الله حیات د فساد په تور څارنوالۍ ته ور وپیژندل سو
د لراوبر اداره
د کندهار والي حيات الله حيات له لسو نورو ولايتي چارواکو سره يوځاى د کرونا په بوديجه کې د اختلاس له امله څارنوالۍ ته معرفي شو. دغه څرګندونې يوې حکومتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته تاييد کړې. والي حیات الله حیات تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بشپړ متند سړک غاړي ماینونو د مساپرو موټرونه الوځولي دي
د لراوبر اداره
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په کوټه عشرو سیمه کې د سړک غاړې چاودنو د ملکي وګړو دوه موټرونه الوځولي دي چې له کبله یې ۱۰ تنه شهیدان او ۸ نور ټپیان دي. صدیق الله افغان
بشپړ متنجګړه روانه ده خو د هلمند مرکزي ایمرجنسي روغتون د نورو زخمیانو د درملني اسانتیا نلري
د لراوبر اداره
یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نهلري. په هلمند کې د ایمرجنسي پروګرام هماهنګ کوونکي مارکو پونتین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په هلمند ولایت کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی. هغه زیاته کړه: […]
بشپړ متنامنیتي پلاوي له جنرل سکاټ میلر سره فراه ته سفر وکړ
د لراوبر اداره
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال سکاټ ميلر او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، مالي او اداري معين سترپاسوال محمد ایوب سالنګي د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د فراه عمومي امنيتي وضعيت او د سيمه ييزې حکومتوالۍ ارزونې په موخه فراه ولايت ته تللي.
بشپړ متنله پاکستانه کنړ ته په راتوغول سویو توغندیو مرګ ژوبله اوښتې
د لراوبر اداره
پر کونړ ولایت پاکستاني ځواکونو راکیټونه توغولي چې ۵ ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د کنړ ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، پاکستاني ځواکونو ددې ولایت په مروره ولسوالۍ ۱۶ توغوندي توغولي، یو ماشوم شهید او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.
بشپړ متنګلبدین حکمتیار د پاکستاني چارواکو سره د لیدؤ دپاره اسلام اباد ته روان سو
د لراوبر اداره
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن له کابل څخه اسلام اباد ته رهي سو. د حزب رسنیز دفتر وايي چې د ګوند مشر یې، ګلبدين حکمتيار نن په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته روان شو. د حزب مطبوعاتي دفتر په وینا چې هغه به د پاکستان ولسمشر، لومړي وزير او نورو چارواکو […]
بشپړ متن