د لغمان اوسېدونکي د قطر پر پرېکړي نیوکي لري

Aziz Rahman Hazim | مارچ 8th, 2020


د لغمان سلګونو اوسېدونکو او د سولي ولسي حرکت غړو د یوه لاریون پر مهال په قطر کي د سولي پر هوکړه نیوکي کړي دي. د لاریونوالو په وینا، ټولي پرېکړه د پټو پردو شا ته سوي او د ولس نظر نه دی په کښي اخستل سوی. لاریونوالو غوښتنه وکړه چي، د جګړې ښکېل اړخونه […]

بشپړ متن

چارواکي: کندهار کي ۶ طالب وسلوال ماين چاودنه کي وژل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 8th, 2020


د کندهار چارواکي وايي، چي په ډنډ او ارغنداب ولسواليو کي شپږ طالب وسلوال د خپل ماين په چاودنه کي وژل سوي دي. د کندهار امنيه قومنداني وايي، چي د ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کي وسلوالو طالبانو يو ماين ښخاوه چي ورباندي چاودېدلی او څلور وسلوال پکي وژل سوي دي. د امنيې قومندانۍ په […]

بشپړ متن

د لوګر د ولايتي شورا رئيس په وسلوال بريد کي وژل سوی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 8th, 2020


د لوګر ولايتي شورا رئيس ناصر غيرت نن په کابل کي د خپلو دوو تنو ساتونکو سره يو ځای د يو وسلوال بريد په ترڅ کي وژل سوی دی. ناصر غيرت  نن د کابل په کارته نو سیمه کي د یوه وسلوال برید هدف وګرځیده. غیرت په لومړی سر کي سخت ټپی وو او وروسته […]

بشپړ متن

ارګ: د طالبانو بيا واک ته رسېدل ناممکنه فرضيه ده

Aziz Rahman Hazim | مارچ 8th, 2020


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چي افغانستان ته د طالبانو راتګ يوه ناممکنه فرضيه ده او دا ډله به بيا پر افغانستان حکومت ونه کړي. د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، د افغانستان اوسنۍ نظام دومره پياوړی دی، چي د طالبانو ګواښونه يې له منځه نه سي وړلای. د هغه په خبره: “هغه ګواښونه چې د طالبانو […]

بشپړ متن

سعودي چارواکو د شاهي کورنۍ درې مهم غړي نيولي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 8th, 2020


سعودي چارواکو ددغه هيواد د شاهي کورنۍ درې مهم غړي د نامالومو دلايلو له کبله نيولي دي. په نيول سويو کسانو کي د سعودي پاچا شاه سلمان کشر ورور شهزاده احمد بن سلمان، د سعودي پخوانی داخله وزیر او نائب ولي عهد محمد بن نايف او د هغه د تره زوی شهزاده نواف بن نايف […]

بشپړ متن

خيبر پښتونخوا کي سختو اورښتونو مرګژوبله اړولې ده

Aziz Rahman Hazim | مارچ 7th, 2020


د خيبر پښتونخوا به ګڼو سیمو کي له دريو ورځو سختو بارانونو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند بايللی دی او ۲۲ کسان ژوبل سوي دي. چارواکي وايي چي په وژل سويو ټولو ۱۱ کسانو کي اته ماشومان او دری ښځې شاملې دي. د بارانونو تونده څپه په سوات، دېر او تېمر ګره کي راغلې […]

بشپړ متن

پکتیا کي د نیالګیو کښېنولو ولسي اشر پیل سو

Aziz Rahman Hazim | مارچ 7th, 2020


د ملي بسیا بڼ ولسي اشر  میله د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کي پیل سوه، چي په ملي اتڼ او د ولس په بې‌سارې مینې او هڅونې بدرګه سوه. د ملي بسیا بڼ ولسي اشر د لومړۍ کاري ورځې پایله کي په څمکنیو ولسوالي کي ۱۳ د چهارمغزو بڼونه مستحقو بڼوالو ته په وړیا […]

بشپړ متن

امريکايي استخبارات: طالبان د سولي ماتولو پلان لري

Aziz Rahman Hazim | مارچ 7th, 2020


اين بي سي ټلويزوني چينل د لوړپوړو امريکايي استخباراتي مامورينو له قوله ويلي، چي طالبان هڅه کوي چي د سولي د تړون ژمني ماتي کړي او د افغان حکومت پر وړاندي جګړې ته زور ورکړي. دغه دريو استخباراتي مامورينو اين بي سي ټلوېزون ته ويلي، چي طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره تړون لاسليک […]

بشپړ متن

کرونا وايرس: هرات کي درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 7th, 2020


د عامي روغتيا وزارت وايي، چي په هرات کي د کرونا درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي. د ياد وزارت په اعلاميه کي ويل سوي، چي د تازه شکمنو پېښو له جملې څخه د کرونا وايرس درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي. له دې وړاندي په ټول هيواد کي د کرونا يوه پېښه […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024