د کرونا د خپرېدو له وېري په ايران کي د جمعې لمونځ لغوه سو

Aziz Rahman Hazim | فبروري 29th, 2020


وروسته له هغه چي په ايران کي د کرونا وايرس پېښي ډېري سوي دغه هيواد تېره ورځ د جمعې لمونځ لغوه کړ او له خلګو يې غوښتي چي د ګڼي ګوڼي له ځايونو څخه ډډه وکړي. د جمعې پر لمانځه پر بندیز سربیره د روغتیا وزارت خلگو ته په عامه مراسمو لکه ودونو او فاتحو […]

بشپړ متن

پمپيو: ايران مو تر نظر لاندی دی، ترڅو د افغان سولي پروسه ګډه وډه نه کړي

Aziz Rahman Hazim | فبروري 29th, 2020


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، چي پر ايران باندي ټينګ نظر ساتي ترڅو د افغان سولي پروسه ګډه وډه نه کړي. پومپيو چي د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته پوښتني ځوابولې وويل، پر ايران ډېر نظر ساتي او د هغوی کړه وړه يې تر څار لاندي دي، […]

بشپړ متن

نن په قطر کي دامريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي هوکړه کېږي

Aziz Rahman Hazim | فبروري 29th, 2020


قطر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړه ليک د امضاء کولو لپاره تياری نيولی او نن به ددغه هيواد په پلازمېنه دوحه کي د ګڼو هيوادونو د لوړپوړو چارواکو په وړاندي دا هوکړه لاسليک سي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چي ددوی له خوا به د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو دا […]

بشپړ متن

پېښور هايکورټ له حکومت څخه د احسان الله احسان د تېښتي وضاحت غوښتی دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 27th, 2020


د پېښور هايکورټ  يا ستري محکمې له حکومت څخه غوښتي چي په ۱۵ ورځو کي د طالبانو د وياند احسان الله احسان له بند څخه د تښتېدلو په هکله تفصيلات وړاندي کړي. هايکورټ دا ګام وروسته له هغه پورته کړ، چي يادي محکمې ته په ارمي پبلک سکول کي د وژل سوي يوه ماشوم پلار […]

بشپړ متن

کرکيټ بورډ پر شهزاد محمدي بنديز ليري کړی دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 27th, 2020


د افغانستان د کرکيټ بورډ وايي، چي پر محمد شهزاد باندي د لوبو لګېدلی بنديز يې ختم کړی او اوس هغه کولای سي چي په لوبو کي ګډون وکړي. پر محمد شهزاد اووه مياشتي وړاندي له دې امله بنديز ولګېدی، چي د کرکيټ بورډ له اجازې پرته يې له افغانستان څخه بهر سفر کړی او […]

بشپړ متن

د کرونا وايرس د خپرېدو له وېري سعودي عربستان پر عمره کونکو موقت بنديز لګولی دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 27th, 2020


سعودي عربستان وروسته له هغه د عمره کونکو پر مخ خپلي پولي تړلي چي د کرونا وايرس د خپرېدو اندېښنې ډېري سوي دي. سعودي عربستان وايي، چي دا ګام يې د خپلو اتباعو، عمره کونکو، سيلانيانو او په دغه هيواد کي د ميشتو کسانو د خونديتوب په خاطر پورته کړی دی. د سعودي د بهرنيو […]

بشپړ متن

چارسده کي پوليسو ظاهرالله په تشدد وژلی، په غبرګون کي یې خلګو مظاهره کړې

Aziz Rahman Hazim | فبروري 27th, 2020


د خيبر پښتونخوا په چارسده کي تېره ورځ د ظاهرالله د وژني پرضد احتجاج وسو او ګډونوالو  د هغه لپاره د انصاف غوښتنه کول. ظاهرالله پنځه ورځي مخکي پوليسو نيولی وو او وروسته يې مړی په داسي حال کي وموندل سو، چي لاسونه او پښې يې تړل سوي وه. احتجاج کونکو د پوليسو پرضد شعارونه […]

بشپړ متن

پاکستان کي د کرونا وايرس له امله تعليمي ادارې بندي سوي دي

Aziz Rahman Hazim | فبروري 27th, 2020


په پاکستان کي د کرونا وايرس د تاييد وروسته په سند او بلوچستان کي تعليمي ادارې تړل سوي دي. راپورونه وايي، چي په پاکستان کي د کرونا دوې مثبتي پېښي تاييد سوي دي او په اخته کسان يې تازه له ايران څخه دغه هيواد ته راغلي وه. د کرونا وايرس مثبتي پېښي يوه په کراچي […]

بشپړ متن

په غور کي د کرونا په وايرس شکمن اخته کس له روغتون څخه تښتېدلی دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 25th, 2020


د غور ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د کرونا په وایرس اخته يو شکمن کس له روغتون څخه تښتېدلی دی. د هشت صبح ورځپاڼي په خبره، چارواکي وايي چي دغه شکمن ناروغ چي ۳۵ کاله عمر يې درلود د غور په مرکزي روغتون کي کرنتين سوی وو، خو نوموړی نن غرمه مهال […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024