کور / تازه خبرونه / د خوست پر والي ځانمرګي بريد ۱ مړ ۷ ټپيان کړل

د خوست پر والي ځانمرګي بريد ۱ مړ ۷ ټپيان کړل

دخوست والي ارسلاجمال لراوبروېبپاڼې ته ووې چې دغه بريدتېرماښام دپنځوبجوپه شاوخواكې دخوست ولايت دكاروان سراى په سيمه كې چې خوست ښارته نېږدې څلوركيلومتره واټن لري ددۀ پرموټرترسره شو،خوپه موټركې دى نه ؤ.


دنوموړي په ويناپه دې بريدكې ددۀ دوه تنه ساتونكي اودولايتي شورايوتن غړى ظابتخان مجاهدپكې ژوبل شوي خومجاهدپه روغتون كې ساه وركړه اودنورو روغتيايي حالت ښه دي .
دعيني شاهدانوپه ويناپدې پېښه كې پرياده شوې مرګ ژوبله برسيره پنځه تنه ملكي وكړي هم ټپيان شوي .


دخوست پروالي دغه بريدپه داسې مهال كې شوى چې نوموړى دځاځيميدان اوباك ولسوته داوو ښوونځيودنويوودانيودبنسټ اېښودنې دمراسموله ترسره كولووروسته راستوشوى اوخپل ځاى ته لاره  ؤ .
جمال وويل چې بريد کوونکي په سراچه موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي وواودغه موټربم يې ددۀ له موټرسره (چې دى پكې نه ؤ)ټكركړاو په پايله كې يوه درنه چاودنه رامنځته شوه .
تراوسه ددې بريد کوونکي هويت نه دى معلوم  اونه يې هم چاپړه پرغاړه اخيستې ده .
 دا دريم ځانمرګى بريد دى ،  چې په ارسلا جمال ترسره كيږي اونوموړى ترې روغ وځي .