کور / تازه خبرونه / کرزي د امريکا له پوځ څخه غوښتي چي هوايي حملې دي کمي کړي

کرزي د امريکا له پوځ څخه غوښتي چي هوايي حملې دي کمي کړي


د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د امريکا له پوځ څخه غوښتي چي پدغه هيواد کي دي د طالب وسله والو په ضد هوايي بمبارۍ کمي کړي او دا ځکه چي پدغو بمباريو کي زيات شمير ملکي خلک وژل کيږي.
حامد کرزي د امريکا د CBS له تلويزيون سره مرکي کي چي ځيني برخي يي خپري شوي، ويلي افغانان پوهيږي چي په پوځي عملياتو کي کله نا کله اشتباګاني کيږي خو شپږ کاله کيږي چي امريکايي ځواکونه په افغانستان کي حضور لري ، د هوايي حملو په ځاي نوري لاري هم شته. د حامد کرزي بشپړه مرکه به د يکشنبۀ په ورځ خپره شي.