کور / سياسي / ناټو ولي ختيځ ته ځان غځوي

ناټو ولي ختيځ ته ځان غځوي

Northern Atlantic Treaty Organization))


هدايت الله هدايت
په  دوهمه نړۍ واله جګړه کې کله چې  دجګړې متفقين په دې بريالي سوه چې د فاشيزم او نازيسم خطره دفعه کړي نو  د سوسياليزم او ليبرالېزم  تر مينځ یې هغه موقتي اتحاد هم له مينځه يو وړ چې  د همدې خطرې په وجه جوړ سوی وو . ددې نه بادد نړۍ  خلک او هيوادونه ددوپوځي بلاکو د نامه سره آشنا سوه . يو یې د شوروي تر مشرۍ لاندي د ختيځ يا وارسا بلاک او بل یې د امريکا تر ملاتړ لاندي د لوېديځ يا ناټو بلاک په نامه و نومېد  .


دناټو يا د شمالي اټلانټيک سازمان تړون (Northern Atlantic Treaty Organization) يو  ځواکمن پوځي تړون دی چې  د جوړښت فلسفه یې دهغه   عکس العمل  په  نتیجه کې را مينځته سوه چې  هغه ته یې د  شوروي اتحاد لخوا  تهدید  وايه    . دغه پيمان دسړې جګړې دلانجو په تنور کې لومړۍ د لوېديځي اروپا او امريکې په ګډون  په کال ۱۹۴۹ د اپريل پر څلورمه د ۱۲هېوادو يعنی آمريكا، كاناډا، انګلستان، فرانسه، ايټاليا، بلژيك، هالنډ، لوګزامبورګ، ډنمارك، ناروې، آېسلنډ او پرتګال  په ګډون د واشنګټن د سياستونواو دغوښتونو د تحقق په خاطر   جوړ سو. په کال ۱۹۵۱ کې ترکيه اويونان هم چې په ظاهره د شوروي د  تهديد څخه وبېرول سوه، ددې سازمان غړيتوب  تر لاسه کړ . راوروسته بيا لوېديځ آلمان او هسپانياهم په راګډ سول . دم در حاله ددې سازمان د غړو شمېره و  ۲۶ هېوادو ته رسيږي .


دناټو پوځي تړون خو په ظاهره د شوروي اتحاد دپوځی ګواښ سره د مقابلې او په اروپا کې د کمونيزم د خپرېدو د مخنيوی په خاطر مينځته راغلی، خو په واقعيت کې په دې سازمان کې امريکا داسي سوی غلی کړی وو چې د دغه تړون دلاري به په اروپا کې هم د خپل هژمونيستي نفوذ او سلطې مزي ټينګوي او هغه به بیا په سيمه کې د خپلوسټراټژيکو ګټو د تأمين په خاطر هم په يوه کارنده   عامل باندي را اړوي .


د شوروي اتحاد او دهغه د کمونيستي بلاک دشو په شو کېدوسره جوخت، د وارسا پوځې تړون چې دشوروي اتحاد لخوا د ناټو سره د مقابلې په خاطر جوړ سوی وو له مينځه وﻻړ او په دې ترتيب د شمالي اټلانټيک سازمان د تړون يا ناټو هغه   پخوانی هدف پيکه سو چې  پر بنيادیې دغه سازمان  را مينځته سوی وو.


د شوروي  تهديد نه بغير چې ددې سازمان د جوړښت اصلي انګېزه وه د ناټو غړي هيوادونو د خپلي اساسنامې پر اساس ځانته نور  مشخص هدفونه او تعهدونه هم منلي دي . د هغو د جملې نه  د غړو ملتونو د خپلواکۍ څخه ساتنه،دبشري ګډ تمدن او ميراث ساتنه،په شمالي اټلانټيک کې و ثبات او هوسايني ته پاملرنه او نور  داسي څه چې ددې هدفونو په سرکې راتلل . ددې  تر څنګ د ناټو غړو هيوادونو دا کوښښ  هم کاوه چې د اقتصادي او ټولنيزو اړيکو او مزو په ټينګولو سره  خپل مينځي لانجې او اختلافونه په سوله ایزه توګه حل کاندي .


د سړې جګړې په دوران کې د ناټو د غړو هيوادو ترمينځ دنظر د اختلافوتو د شته والي سره سره دغه سازمان د شوروي  ګواښو نوپه مقابل کې د لوېديځو هيوادو د امنيت ساتلو په خاطر يو ډېر قوي او ارزښتناکه نهاد پاتي  سوی وو .  سره له دې چې امریکا تل د لوېديځ بلاک  دلارښود او حامي په حيث خپل اصلي  نقش لوباوه، خو ځينو هيوادو لکه فرانسې بياداسي غوښتنه هم درلودله چې ددوهمي نړۍ والي جګړې نه را وروسته د اروپا او امريکا تر مينځ په اړيکو کې   باید په يوه ډول  نه بل  لږ شاني تعادل پکښې  را سي .د شوروي اتحاد د له مينځه تلو نه را وروسته اود ختيځ بلاک د نړېدو نه بعد  داسي اټکل کېده چې دناټود  جوړښت فلسفه به هم ترپوښتني لاندي راسي اويا هغه به بلکل لغوه سي .  دا په دې خاطر هم وه چې نور نود ناټو د موجوديت اصلي علت چې د شوروي تهديد  بلل کېدۍ عملاً  له مينځه تللی وو  . خو برعکس ” لويې بازۍ ” لا دوام درلود .  د ختيځ  بلاک يا وارسا د پاشل کېدو نه وروسته ناټو نه يوازي داچي له مینځه  نه ولاړ بلکه  د کال ۱۹۹۱ راهيسي د هغه پوځي پياوړ تيا او د نورو هيوادو په چارو کې لاسوهنه  لانوره هم پراخه   سوه  او حتی و ختيځ ته دناټو د غزېدو مسئله  هم تازه  او عملي  بُعدونه ځانته غوره کړ ه . اوس اوس ناټو دې مرحلې ته ځان رسولی دی چې  ځانته  صلاحيت ورکوي  د خپلواکو هیوادو  پر ځای تصمیم ونيسي او د هغو د ملي موضوعګانو په اړه د هغوی  په غياب کې  پريکړي ور باندي  وکړي .


هغه سوال چې اوس مطرح کيږي هغه دادی  چې دختيځ د بلاک د شلېدونه وروسته د ناټو د بقا او دوام عوامل څه دي ؟


يوه لسيزه مخکې وو چې زبيګنيو برژينسكي  پولينډی الاصله امر يکایی تبعه او په نيويارک کې د کولمبيا د پوهنتون پخوانۍ استاد چې د جيمي کارټر د جمهوري رياست په زمانه کې د سپیني ماڼۍ امنيتي مشاور وو په  خپل ”  د شطرنج لويه تخته، دامريکا برتري او دهغه و  جغرافيايي استراتژۍ ته اړتيا” نومي  کتاب کې  چې په ۱۹۹۷ کې یې خپورکړ،  په دغه کتاب کې ليکلي وه  چې :  « ډېر مهم ماموريت دا دی چې  بايد ډاډمن  او سو  هيڅ يو دولت يا د څو  دولتونو مجموعه دي  داسي طاقت پيدا نکړي چې و کولای سي امريکا دي د اروپاـ آسيا څخه وباسي  او يا داچې دهغه د حکميت قطعي نقش  دي ور کم کړي » . په دې کتاب کې بريژنسکي د «اروپا- آسيا» پر سیمه باندي داسي  تأکيد ځکه کړی دی چې دغه سيمه د پېړيو را هيسي   د نړۍ وال قدرت مرکز وو او په حقيقت کې   هغه پراخي سيمي یې  احتوا کولې چې د جميعت او ثروت له لحاظه  د ختيځ آلمان د پولو څخه را شروع سوې  بيا د پولينډ، روسیې، مرکزي او جنوبي آسيا د چين او آرام اوقیانوس کې یې خاتمه پيدا کوله ، هغه سيمي چې د مينځني ختيځ او هند د سيمو يوه برخه ده .


د بريژنسکي له نظره د آسيا او روپا د سيمو کنټرول د مرکزي آسيا د کنټرول سره مستقيمه او حياتي  اړيکه لري . همدارنګه د بريژنسکي  په اند د آسيا او اروپا سيمي چې روسيه او چين یې دوه ډېر مهم هيوادونه دي ، لا تر اوسه یې  د ځبرځواکۍ و کچي ته ندي رسېدلي خو  د هغوی هر يوه قدرت په دې سيمه کې د امريکا و ” ګټو” ته  لوی تهديد پېښولای سي  او تر ټولو جدي خطر بريښي . بريژنسکي اوكراين، آذربايجان ، ايران، قزاقستان او ازبكستان ددې سيمي راتلونکې قوتونه ګڼي چې  بايد د امريکا لخواتر کنټرول لاندي را وستل سي  او دا هم په دې خاطر چې دغه هيوادونه اوس د يوې داسي مانع په توګه  نقش لوبوي چې د شمال د نفتو او ګازي  منابعو ښارګونه د هغوی په واک کې کښېوتۍ دی . دغه هيوادونه تل د روسیې،  لوېديځي اروپااو امريکا د رقابت سره  لاس او ګرېوان وه ، په دې ډول هر هغه  هيواد چې پر نوموړو هيوادوباندي خپله سلطه  وساتي نو ددې سيمو پر نفتي منابعو به یې هم خپل کنټرول ساتلی وي .


ياده دي وي چې د نړۍ د نفوسوپه سلو کې ۷۵ برخه د«اروپا- آسيا» په سيمه کې اوسيږي او دنړۍ د ټول عايد په سلو کې شپېته په همدې ناحيه کې مرکزيت پيدا کړی دی . ددې نه علاوه د ټولي نړۍ  د انرژۍ د ذخېرې د څلوروبرخو څخه درې برخي یې د روسيې، چين او مينځني ختيځ په سيمو کې  خوندي دي . داسي اټکل کيږي چې په راتلونکې دو لسيزو کې به د نړۍ د انرژۍ مصرف و يوې نوي کچي ته را لوړسي چې دغه مصرف به همدغه مغزني  منابع چې د همدې آسيا په ختيځ کې پرتې دي تأمينوي .


په داسي يوه ځانګړی او طلايې موقعيت کې چې  ختيځ یې و لوېديځ ته لري، ودې سيمي ته د ناټو او  امريکارا  غزېدل  او په هغو کې  د ناټو د نفوذ پراختيا  د هغه حياتي اوارزښتناکه اهميت په خاطر دی  چې دغه سيمو  د خپل سرشاره طبيعي زېرمو او بې حسابه نفتي منابعو په درلودلو سره تر لاسه کړی دی  . ناټو داخبره نه پټوي چې په راتلونکي کلو کې به مرکزي آسيا او قفقاز  د پام وړ ژئوپولیټیکی پرمختګ ولري ځکه نو ناټو ځانته دا حق ورکوي چې په سيمه کې  د ځان حضور  د انرژي   منابعو د امنيت د تضمين دپاره يو ضروري اقدام وګڼي .  ناټو تلاښ کوي په هره بهانه چې وي  ددغو منابعو د زبېښلو او ساتلو وظيفه    پر غاړه واخلي او په سيمه کې خپل پوځي شتون دائيمي کړي . دلوېديځي نړۍ او د ناټو د غړو هېوادو راتلونکې  بس پر همدې  منابعو  باندي  تړلې ده . دغه  ټکی هم د توجه او پاملرني  وړ دی  چې ناټو د امريکا په ښوونه تلاښ کوي چې د روسیې  لاس  هم دهغو مځکو څخه را لنډ کړي چې  لا تر اوسه یې د بيا لاندي کولو  خيال  لري، اويا دا چې لا اقل د پخواني شوروي   آزاد سوي جمهوريتونه داسي احساس وکړي چې د خپلو همسایه ګانو د احتمالي  تهدید څخه یې ځانونه    خوندي کړي  دي  .


و ختيځ ته  د امريکا او ناټو د غزېدلو پروسه  په داسي وخت کې زور اخلي  چې ډېر څېړونکي  په دې باور دي چې ناټو د خپل پايښت د پاره اوس و يوه دائمي تقابل ته اړتيا لري تر څو خپلي  نخشې ورباندي پلي کړي . دا په دې خاطر هم ده  چې د شوروي اتحاد د له مينځه تلو سره دغه تقابل  له مينځه ولاړ  او ناټو د پرون له نظره يو بې معنی مفهوم ځانته نيولی دی . په واقعيت کې دغي موضوع  د ناټو غړي او په خاص ډول امريکا و دې ته اړ ایستلي دي تر څو د يوه نوي دښمن و جوړولو ته د ّ تحريکّ سياست غوره کړي   او پر هغه باندي  خپل پخواني حريفان  و چخوي . ناټو ته  تل دا  پوښتنه  مطرح  وه چې د يوه دښمن په نشته والي کې نسي کولای خپل هدفونه او نخشې پلي او د ځان موجوديت او يو والي و ساتي .  په دې اړه   ناټو د خپل غزېدو   په هکله تل دغه دليل  راووړ چې  د اروپا د امنيت  په وړاندي  يو  تهديد موجود دی،  او بايد دغه تهديد هم دفعه  سي او هم یې ورسره په لومړۍ مرحله کې د قدرت موازنه  وساتل سي . ددې تهديد څخه  هدف روسيه ، چين، د ډله ایزو وسلو خپرېدل ، ټروريزم او د سياسي اسلام خوځښت يادېدی  چې ناټو تل د خپلو کړو د توجيی په خاطر رشتيا يا درواغ پر هغه باندي استنادکړی دی   .


ډېر څېړونکې و ختيځ ته د ناټو را کشېدل  پر بد شګون نيسي .  هغوی   په دې باور دي چې د پورتنيو نيتو په خاطر ودې سيمي ته دامريکا د اوسنۍ ادارې او ناټو را غزېدل به  بې له شکه روسيه يو ځل بيا وداسي څه ته و هڅوي چې خپل پخواني تحرکات او لاسوهني به  بيا را شروع او علني کړي .  دغه هيواد چې اوس هم يو عظيم پوځي او ذروي ځواک دی او مقابل لوري ته لوی تخريبي پوټنشيل  لري د خپل ځان د امنيت  او په سيمه کې د خپلو ګټو دساتلو او د هغوی ددفاع  د پاره به آرام کښېنني . هغه به بيا هم د سړې جګړې په څير ځانته هم  د دفاع اوهم د تعرض  حق ورکړي  اویو ځل   بیا به ځان را ميدان  ته کړي . دا وېره سته چې روسيه به  د ناټو د غزېدو  د مخنيوی لپاره  خپل د اټومي ظرفيت ننداره و مقابل لوري ته ور وښيئ   .  داسي لا هم  ويل کيږي چې دغه غزېدنه به د ناټو هغه ظاهري ادعا چې ګواکي دا پيمان صرف يو دفاعي پيمان دی او هدف يې يوازي دسولي پراختيا ده  خپله راتلونکي به  ديوې لویی سوالیې سره مخامخ کړي .  په داسي يوه حالت کې به مسلماً روسیه  د ناټو سره د ذروي وسلو د کمښت پر سر د خبرو اترو شرطونه لا نورهم پېچلي کړي  او په پای کې به  ودې سيمي ته د ناټو غزېدنه  چې په خپل ذات کې يوه کړکېچنه او بې ثباته سيمه ده يوا ځي به د امريکا او اروپا تعهدونه  غټ وښيئ  او  په نتيجه کې به دا د امريکا دپاره يوه بله ماجراجویې وګرزي چې و نړۍ وال  سولي او امنيت ته به لويه او جدي خطره پېښه کړي  .


خو هغه استراتژي او نخشې چې امريکا او ناټو یې غواړي په دې يا هغه بهانه په دې سيمه کې پلي کړي   دادی اوس زموږ د وطن افغانستان څخه  هم تيريږي  .زموږ وطن یو ځل بیا دا دی د نړۍ والي او سيمه ايزي لوبو په ميدان کې را کښېوتۍ دی . خوکومه پوښتنه چې اوس را پورته کيږي هغه داده  چې آيا پر سيمه باندي د سلطې دغه شانې لوبه به  يوازي  دسړې جګړې يوه ننداره پاتې سي او که  دغه ننداره به په نړۍ وال  او سيمه ایزه کچه  و تودو جګړو ته لاره هواره او نوي جبهې   به ورته پرانيزي .


ددې سره سره په مرکزي آسيا او د قفقاز په سيمه کې د غرب ګټي د سولي او ثبات په تأمين کې هم پرتې دي ځکه چې داسي يوه وضع د چين، ايران، پاکستان  … د استيلا خطر له مينځه وړي ځکه نو ناټو د خپلو غړو د ګټو د تأمين او تضمين په خاطر او همدا رنګه د پورتنيو هيوادو د نفوذ د کمولو لپاره د مرکزي آسيا او قفقاز د جمهوریتونو سره د نيژدې اړيکو غوښتونکی هم دی . ناټو د سیاسی اسلام سره هم غواړي ډغري ووهي او په سيمه کې هغه مهار کړي . اوس اوس  د سياسي اسلام خطره د شوروي د وخت د کمونيزم  د خطرې سره پرتله کيږي .


خو د ناټو رهبرانو چې کومه غونډه یې همدا  تیر نوامبر  د ليتوانيا  پايتخت ريګا کې وکړه نو ډېرو ډيپلو ماټانو اعلان وکړ چې د ناټو په شاوخوا کې د سکنډنياوي هيوادو څخه نيولې بيا تر آسيا پوري د یوې اشتراکې شبکې امريکایی طرحي ماتي خوړلې ده . ځينو لا د لوديځي اروپا هيوادونو د فرانسې او آلمان تر مشرۍ لاندي د امنیتي ګواښو نو سره د چلند پر لارو چارو باندي د امريکا سره  پرخپلو اختلافو  باندی تأکيد وکړ .واشنګټن په دې باور دی چې د سپټمبر د يولسمي حملوتراژيدي وښودله چې کېدای سي ګواښونه او امنيتي تهديدونه د نړۍ د هر ځايه څخه سر را پورته کړي . دبوش اداره په دې بهانه سره  د ناټو څخه  وغوښتله څو د امنيت و ټېنګېدو او د ټرور سره د مبارزې د لېوالو  هېوادو غونډه  را وبولی تر څو  ددغي داعيې تر پردې لاندي  و ختيځ ته خپله غزېدنه پراخه  او هرې خواته لمن وغوړوي .


په سيمه کې د ناټو تر چتر لاندي د امريکا غزېدنه د جدي ناخوالواو تاو تريخوالی خبر ورکوي ، دا کار هم د ناټو په دننه کې اوهم د سيمي د ځواکمنو هيوادو تر مینځ د نويو زد وبنديو او ناندريو پيلنامه ګرځېدلای سي .دلته اوس و هر هيواد ته د خپل ملي حاکميت ، خپلواکۍ او ځمکنی بشپړتيا څخه ددفاع مسئله پرته ده، د هغه د ګټو او هغه هم د ملي ګټو مسئله پرته ده .  د هيڅ يو هيواد ولس به دومره ځان خوار او ذليل نکړي چې خپله ټوله  ملي هستي او هيواد دي  د کاذبي غربي ډیموکراسۍ او فرهنګ تر نامه لاندی د پردو هيوادو د امنيت د ساتني په خاطر دي خپل امنيت تباه کړي او هغه دي بیا د هغو و لاسپوڅو ته   پرېږدي  چې هغه دي بيا پر ځان باندي حاکم هم کړي  . په امريکا کې د بوش اداره د خپلو نيتو د پلي کولو  دپاره د ريا او تزوير، د شر او فتنې د سياست نه کار اخلي  او د ناټو په رامخته کېدو سره   په شر پسې روان دی  . تر هغه چې  دغه لوبه او   غزېدنه روانه وي د جدي سیمه ایزه ټکر او د هغه د پراختيا خطر به موجود وی .  امريکا  بس د همداسي يوې ماجراجویی  په لټه کې دی او خپله بقا په هغه کې ويني . خو تاريخ شاهد دی چې  د چور او وېش  ډيپلوماسۍ  په هره بڼه چې وي نسي کولای د تل لپاره يو هيواد   يا هيوادونه لاندي او پر ولسونو   باندي  خپل شيطاني حاکميت تحميل کړي  .


د ۲۰۰۷ م کال  ، د فبروري مياشت
اخځونه :
۱ ـ دلوموند ډيپلو ماټيک خپرونه  ـ   د پاريس چاپ
۲ ـ آسيای ميانه و افغانستان در کنار آتش   ـ   د عبدالحميد مبارز ليکنه  
۳ ـ شطرنج بزرګ   ـ  زیبګنیو بريژنسکي
۴ ـ بازی بزرگ ـ نوشته پیټر ها پکرک ـ  ترجمه محمد اسحق توخی
۵ ـ د مهر خپرونه د ايران چاپ
۶ ـ د کريسچن ساينس مونیټور  خپرونه
۷ ـ د بي بي سي  راډيویی خپرونه 
۸ ـ د کيهان جریده ـ د لندن چاپ
۹ ـ دويکي پيډيا پاڼه