کور / د ماشومانو نړۍ / چودري څه وائي ؟ ( د ضيا مندوخېل ليکنه)

چودري څه وائي ؟ ( د ضيا مندوخېل ليکنه)

 
ګرانو لوستونكو، د پنجاب  پخوانۍ وزير اعلى او يو ستر چودري چې  انګېرلې يې ده چې  په راتلونكي كښې  به د پاكستان  وزيراعظم جوړيږي له څه وخت څخه  د وزيراعظم جوړيدنې  خوبونه ويني او ددغو خوبونو له امله ليونۍ ليونۍ خبرې  كوي  خونه چي  ګرمه شي  ماران به ارو مرو سرونه پورته كوي  او سني حالت كښې د پاكستان سياسي ډګر ډير ګرم  دى په ځنګله كښې پراته  ټول  ځناور غواړي  چې  د زمري پوستين  واغوندي خوپه پوستين څوك  زمري  نشي  جوړيدلې  .


د پنجاب پخوانۍ  وزير اعلى وائى  چى  خوښه مو  خپله چى  تاسو د قائد اعظم  پاكستان  غواړى  اوكه د اصف  زرداري او نورو پاكستان  پكار دى  چې  اول چودري صاحب دقائد اعظم دپاكستان په هكله ولس ته څرګنده كړي  چې   هغه څه ډول  پاكستان غوښت اوبله  داچي   چودري  څه  ډول  پاكستان غواړي؟ 


چودري  صاحب بايد  په يادولري  چى  دهيواد په شپيته كلن تاريخ  كښې  چودريانو تر ټولو زياته واكمنۍ كړې ده  او تل يې  د امريت ملاټينګه كړې ده د صوبو  پرحقوقو د لاس ګرځولو حمايت يې  كړيدى  اوپه خپله يې هم پكښې  ستر كردار  ادا كړيدى  پاكستان كښې  يواځي  پنجابيان  نه اوسيږي چى  څه يې خوښه شي هغه دي وشي كه څوك  خوب وويني  چې  زه به پرته د ولس  درائې  څخه په زور  اقتدار نيسم نوسهار دخوب څخه راپاسيدلو سره سم  هڅې  پيل كړي  او دغه خوب  يوځل  هيواد دوې  برخې  كړيدى  د زور  واكمنۍ  او بې ځايه زور هيواد د كړكيچنو حالاتو سره مخامخ كړيدي .


دغه خبره خو يو حقيقت دي  چې پدغه هيواد كښې د پنجاب دواكمنۍ  پرته بل څوك دغه  حق نه لري  چي  د ولس  استازيتوب وكړي د سهيلي پښتونخوا ( بلوچستان)   څخه ټاكل شوى  كس چى په كوم حالت  كښې د وزيراعظم  د چوكۍ څخه پسې  واخستل شو پدغه هرڅوك  ښه خبر دي  چودري  صاحب  بايد څرګنده كړي  چي :


 اّيا دى چي  د كوم پاكستان خبره  كوي  په هغه كښې به  د پښتنو د ملي وحدت او خپل  نوم ځاى  پيداشي؟اّيا د پښتنو پر وسايلو  چي  پنجاب غيږ ټينګه  كړې ده  پښتنو ته بيرته په واك كښې وركړل شي؟  اّيا پښتو  ژبه  به  په پښتو نخوا  كښې  سركارى  او د ښوونې  روزنې ژبه  وګرځول شي ؟ اّيا  د پښتنو په  سيمه كښې  د تپل شوي  بد امنۍ  مخه به ونيول شي ؟  اّيا  په زرګونو  بې  ګناه وژل شوو پښتنو دوينوحساب به وركړل شي؟
 اّيا  د پښتنو په ضد روانې پرو پاګنډې  مخه به  ونيول شي؟  اّيا د بلوڅانو مسئله  به هواره شي؟  اّيا په زرګونو بې  دركه بلوڅ   ځوانان به بيرته خپلو كورونو ته  ستانه شي؟  اّيا دبلوڅ  شتمنيو واك  به  بلوڅانو ته وسپارل  شي؟  اايا دسند هيانو د زړه  پرزغمونو به  مرهم كيښودل شي؟  اّيا بې نومه سرائيكيان به خپل نوم  پيدا كړي؟
 


 كه چرته  ددغو ټولو  پوښتنو ځواب  د چودري  صاحب  سره شته اوحل لاره  ورته معلومه  ده نوپكار ده  چى  له اوس  څخه  يې  څرګند كړي اوكه چرته دغه زكر شوي  پوښتني  ځواب  نه لري  نو چودري  صاحب  ته د قائد اعظم  دپاكستان  نوم اخستلو پرځاى دچودري  امريت نعره  پورته كول  پكار ده په رڼا ورځ ولس  ته دهوكه   وركول يوه لويه تيروتنه ده په پاكستان كښې اّباد قامونه هغه پاكستان ته اړتيا لري  چې  كوم د دوی د ارمانونو  تر جمان وي  په كوم كښې چې  د قامونو حق ساتل كېږي  په كوم كښې د ژبې  او رنګ  پربنسټ د يو بل  څخه توپير نه كيږي  په كوم كښې  چي  په زور واكمنۍ  نه كيږي  په  كوم كښې  چي  پارلمان  واك ولري  په كوم  كښې  چي  عدليه خپلواكه وي په كوم كښې چې  ميډيا ته خپلواكي  وي  په كوم  كښې  چي  هر قوم پرخپلو شتمنيو خپل واك او سيمه  نوم  ولري  د چودري  پاكستان يواځي  تر پنجاب  پورې  محدود ښكاري او دپاكستان د قامونو ټولي  شتمني  د قائد اعظم  دپاكستان  په نوم تر خپل واك لاندې  راوستل   غواړي .


د چودري صاحب اوسنۍ  څرګندونې  داسي ښكاري چې  دى غواړي ويده ماران  راوپاروي  خو دغه  يو حقيقت دى كه چرته چودري  صاحب د خپلوناوړه ارادو څخه  وانه وښت نوپه هره كوڅه  كښې  به ماران  سرونه  راپورته كړي .