کور / تازه خبرونه / ولسمشر حامد کرزی په ناڅاپي سفر کندهار ته ورسېدئ

ولسمشر حامد کرزی په ناڅاپي سفر کندهار ته ورسېدئ


ولسمشر حامد کرزی نن سهارپه يوه ناببره سفر کندهار ته راورسېدئ ، د نوموړي د سفر جزيات تر دې شېبې نه دي روښانه سوي ، ولسمشر کندهار ته په داسي حال کي سفر کوي چي دده پر ورور احمد ولي کرزي په نړيوالو رسنيو کي رپورټونه خپاره سوي چي امريکايانو له حامدکرزي غوښتي چي خپل ورور له کندهاره ليري کړي کنه دوی به يې د مخدره موادو د قاچاق او طالبانوته د وسلو او پيسو په ورکولو تورن کړي او بندي به يې کړي .



بله خوا امريکا او ناټو په دې وروستيو کي د مارجې تر عملياتو وروسته په کندهار کي د عملياتو په اړه پلانونه جوړوي ، دا چي کرزی به د کندهار دسفر پر مهال کومو موضوعګانو ته لومړيتوب ورکړي وروسته به روښانه سي .