کور / تازه خبرونه / بلجيم : جهاني او د هغه دجهان څېړنغونډه روانه ده

بلجيم : جهاني او د هغه دجهان څېړنغونډه روانه ده

په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير په هاند او هڅو د هيواد د وتلي تاريخپوه ، څېړونکي، ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني د ژوند او کار په اړه څېړنغونډه پرون چي پرون پيل سوې وه ، لومړۍ برخه يې تېره شپه ۲ بجې پای ته ورسېده  چي پکي د هيواد ليکوالو او پوهانو د ښاغلي جهاني په اړه څېړنيزې مقالې او علمي ويناوي واورولې او د بيلابيلو ټولنو او اشخاصو لخوا رالېږل سوي پيغامونه واورول سول .




همدا ډول د غونډي د يو شمېر برخه والو لخوا د Jahani Online.com په نوم ويبپاڼه د ښاغلي جهاني د ژوند ، شعرونو او اثارو  د وړاندي کولو په موخه په رسمي ډول پرانستل سوه .





دوهمه برخه يې چي له بېلابېلو هيوادونو څخه راغلي ليکوال ، پوهان ، شاعران او د پښتو ادب مينه وال برخه پکښي لري ، نن ماپښين دوه بجې پيل کيږي چي د مشاعرې تر څنګ به تر ډيره ټنګ ټکور او جشني برخه وي .
د دې دوه ورځنۍ څېړنغونډي تفصيلي راپور له عکسونو او ويډيو سره يو ځای وروسته له لراوبره پرليکه کيږي .