کور / تازه خبرونه / دمومند اجنسۍ طالبانو جرګه ونه منله

دمومند اجنسۍ طالبانو جرګه ونه منله

دساپي قبيلې د مشرانو لومړۍ جرګې نن ( سه شنبه د زمري ٩ د جولاى ٣١ ) د مومند ايجنسۍد غازي اباد په سيمه کې له ځايي وسلوالو طالبانو سره د حاجې صيب ترنګزي په جومات کې وليدل.

دا جومات چې د دريو ورځو راهيسې د طا لبانو په ولکه کې دى ځايي طا لبانو دجومات لوحې په سره رنګ رنګولي او دې جومات ته يې د سرۀ جومات نو م ورکړى دى.


د١٥ کسيزه جرګې د هر غړي په خوله هم يوه خبره وه چې طا لبانو په جومات قبضه نه ده کړې، خو دې خبرې ته رسنيو رنګ ورکړى او د دوى په وينا د طالبانو دغه کار په ميډيا کې د طالبانو په ضد د پروپاګنډ په ډول خپور شوى دى.


جرګه چې زياتره غړي يې د سيمې مشران وو،يو غړى يې د باجوړ ايجنسۍ يو مذهبي عالم مولانا ګل داد خان وو چې په قبايلي سيمو کې د وسلوالو طالبانو په منځ کې د خپلې (( جهادې جذبې )) لپاره ډير شهرت لري.


د جرگې مشرانو د ځايي وسلوالو طالبانو د مشر عمر خالد څخه وغوښتل چې هغه دې له خپلو ملګرو سره دجومات څخه ووځي او څه وخت چې د دوى په وينا د دوى د اخيستل شوي ګام څخه د قبضه نوم ختم شي، نو دوى دې يو ځل بيا دجومات کنټرول واخلي.


د جرگې يو مشر ملک زرين وويل دوى طا لبانو ته دا سوال کوي چې دوى دې دجومات څخه ووځې او چې څه وخت تير شي نو بيا دې دجومات کنټرول په خپل لاس کې واخلي.


خو د جرګې دغه غوښتنه د وسلوالو طالبانو مشر عمر خالد په دې دليل رد کړه چې گواکې د دوى گام د اسلام خلاف نه دى نو ځکه دوى د جرگې غوښتنه نه شي منلي.


نوموړي زياته کړې که حکومت د دوى خلا ف عمليات پيل کړي نو دوى به يې د پوره طاقت سره ځواب ورکړي.


نوموړي وويل چې دوى به د خپل د فاع لپاره ځان وژونکي بريدنه هم کوي. عمر خالد زياته کړه د دوى هر ملګرى يو ځان مرګى بريد کونکى دى.


نوموړي وويل دوى دجومات د نيولو پريکړه د حکومت لخوا په سره جومات ( اسلام اباد کې ) د عملياتو وروسته وکړه.


نوموړي وويل د گام يې د دغې پيښې د ښکار شوي کورونو سره د خواخوږۍ په توګه پورته کړى دى.


ځايي خلکو کې د وسلوالو طالبانو لخوا د اخيستى شوى گام په اړه مختلفې رايې لرلې، ځينې د طالبانو د دغې کارسره ملګرتيا کوله، ولې ځينې يې خلاف هم وو.