کور / سياسي / د امريکا نظامي قراردادونه او بډي ( د هاري ليکنه )

د امريکا نظامي قراردادونه او بډي ( د هاري ليکنه )

د مارچ پر ٢٧ ،٢٠٠٨ د نيويارک ټايمز ورځپاڼي  يواوږد  تحقيقاتي رپورټ  د امريکا د هغو کوښښونو په باره کي  خپور کړ چي هدف يې د افغان ملي اردو او پوليسو مسلح، تجهز او تقويه کول دي.  د همدې مقصد لپاره  دمتحده ايالاتو د دفاع وزارت  د افغانستان د پوځ  لپاره  له يوه ٢٢ کلن امريکايي ځوان  چي جنايي سابقه  هم لري داسي وسلې رانيسي چي  د چين د خلکو په جمهوريت کي په کال ١٩٦٦ کي جوړي سوي دي.  مانا داچي  ماوو تسه دونگ د خپلو سياسي حريفانو د ځپلو په غرض فرهنگي انقلاب  نوى شروع کړى وو.  ددې کمپنۍ دوهم مرستيال مدير يو ځوان  پخوانى کيسه مال او  چاپي والا دى.  د بش په دوران کي،  همدغو څو امريکايي ځوانانو  د امريکا د دفاع وزارت څخه د ٣٠٠ ميلونو ډالرو  په ارزښت شتمن او خوښور  قراردادونه تر لاسه کړي دي.   د ” اې يي واى” کمپنۍ مرکز د ميامي بيچ په ښارکي دى.


د نيويارک ټايمز  همدا رپوټ  د هغو نورو تحقيقاتي رپوټونو دوام  او سلسله ده  چي  د عراق او افغانستان د جنگونو  په قراردادونو کي دننه په امريکا کي  د يوه پراخ خورد و برد او بډو اخيستلو د زياتېدو خبردارى  ورکوي.  د بش په دوران کي، دامريکا د دفاع وزارت  په بېشماره  چاغو او څه ناڅه مرموزو  قرار دادونو کي   ځيني شخصي کمپنياني ښايسته زياتي  مالي گټي اخلي.  د فلوريډا د ميامي بيچ يوې  بې نومي اونښاني کمپنۍ  د امريکا له  دفاع وزارت څخه  پرله پسې  داو طلبۍ گټلې.    اې يي واى ديو څو تنو امريکايي ځوانانو لپاره  د ثروت دلاسته راوړلو د پيسو جوړولو مشين وو. 


د کمپنۍ مشر ٢٢ کلن ځوان د پوليسو سره د کورنۍ جنگونو،  تشدد، د جعلي لايسنس د درلودولو، او د خپلو ښځو ملګرو سره د ناوړه چال چلند او وهولو او  ډبولو دوسيې هم لري.   همدې کمپنۍ په عراق کي د امريکايي قومندانانو په مينځ  کي هم بد شهرت لاره.  هلته هم د بدو معاملو او ورستو  توپکو او مردکو  د خرڅولو سابقه لري.   دې کمپنۍ  زياتره وسلې  په پخواني کمونستي هيوادونو کي رانيولې.  اې يي واى د افغانستان او عراق پوځونو ته  داسي  وسلې هم استولي دي چي  د امريکا دبهرنيو چارو وزارت متروکي بللي وې  او د هغوى تباه کول يې غوښتل.


ددې کمپنۍ په ډيلېوريو او کارنامو کي  په ميلونهاوو هغه  مرمۍ هم  شاملي دي چي  ٤٠ کاله پخوا په چين کي جوړي سوي وې.  دميلونهاوو  ډالرو وسلې په البانيا کي  رانيول سوي دي.  پدې قرار دادونو کي تقريبا ٥٢ نوع مهمات شامل وه.   اې يي واى  کمپنۍ په  بلغاريا، چک جمهوريت، هنگري، قزاقستان، مانتينگرو، رومانيا، او سلواکيا  کي وسلې رانيولې.  د البانيې وسلې د ١٩٦٠ او ١٩٧٠ د کلونو هغه مهمات  او وسلې وې چي چين د البانيې حکومت ته ورکړي وې.  د وسلو يو ماهر وايي ددغو وسلو لږترلږه ٩٠ فيصده تر څلويښتو کلونو  زړې وې.   مات کرېټونه، څيري بستې،  بدرنگه او بد شکله مهمات د افغانستان د پوځ د تقويه کولو په منظور رانيول سوي او  بيا د افغان ملي پوليسواو اردو ته ډېلېوري سوي دي.


دنيويارک ټايمز رپوټ وايي: امريکايي قومندانانو له ډېر وخت راهيسي، د اې يي واى د وسلو د کيفيت او سلامت په اړه شکايتونه کړيدي.  هغوى وايي:  دوى پوهېدل چي ددغي کمپنۍ مهمات او وسلې  د منل سويو کيفي معيارونو څخه ډېري راکښته  وې.  څو قومندانانو ويلي دي چي که چيري د متحده ايالاتو د فاع په وزارت کي  د قرار دادونو په ور کولو کي څه غور او پام سوى واى، دا رسوايي به نه واى پېښه سوې. څنگه  کېداى سي چي  يوه ډله بې تجربې ځوانان چي په پېخر جنايي دوسيې هم لري د امريکا د دفاع وزارت څخه د ٣٠٠ ميلونو په ارزښت قراردادونه تر لاسه کړي؟


افغانان هم د زړو امريکايي مهماتو او وسلو څخه شکايت لري.  يو افغان افسر وايي امريکايان  موږ ته د جنگ لپاره ورستې وسلې رااستوي.  زياتره وسلې کوره او خرابي وې.  زړې وسلې خپل زور، دقت، او  قابليت له لاسه ورکوي.    ريشتيا خبره داده چي دافغانستان  ٧٠٠٠٠ کسيزه پوځ پدې ډول وسلو مسلح کول په هيواد کي د امنيت، سولي، او  ثبات  د راوستلو سره مرسته نکوي.   نه هم   د مرکزي حکومت د نفوذ  د خورېدولپاره ګټه لري.   بلکي په پوځ کي روحيه لا کمزورې کېږي.    افغانستان ته دا وسلې  پداسي وخت کي ورکول کېږي چي د متحده ايالاتو حکومت  ادعا لري چي غواړي د افغانستان ملي پوځ او پوليس تربيه، جوړ او تمويل کړي.  د افغانستان لپاره يوه داسي اردو جوړه کړي چي نه يوازي  په داخل کي امنيت، سوله، او  د قانون حاکميت وساتي، بلکي دخارجي مداخلو مخه هم ونيسي. 


شک نسته چي د پرله پسې جنگونو له کبله  د امريکا نظام تر سخت فشار لاندي دى، او  پداسي شرايطو کي د هر شي امکان سته.  په جنگي شرايطو کي ادارې فساد او بډي ډېرېږي.  .  يو لوى او ستر پوځ چي په ادارې فساد اخته  سي،د هغه لپاره د دوو اږدو او قيمتي جنگونو گټل ډېره گرانه کېږي.    په عين زمان کي، په ددو جبهو کي جنگېدل د اقتصادي تاوانونو تر څنگ اخلاقي او جنايي بد عواقب هم لري.  د عراق او افغانستان څخه  د راستانه سويو امريکايي عسکر و په مينځ کي  قتل، جنګ، او جنايي دوسيې ډېر سوي دي.


اوس نو،که چيري د افغانستان  ٧٠٠٠٠ کسيزه پوځ د جوړولو کار په همدې سرعت او انداز  روان وي، افغانستان به تر بلي پېړۍ پوري هم د ملي پوځ او  پوليسو خاوند نسي.   په زړو او  ورستو وسلو، په خسيسه او کمه  بودجه،  په همدې غلط سياست او پاليسۍ د افغانستان دملي اردو د جوړولو کار نه سمېږي.  که چيري د بش د پاليسيو سره مطابق کارونه جاري وي،  د افغانستان ملي پوځ به  په کلونو کلونو پدې و نه توانېږي چي  په يوازي سر او پرتله له خارجي عسکرو له هدايت او ملاتړ څخه د وطن دفاع وکړي. بلخوا، د امريکا خارجي پاليسي هم له يوه حکومت څخه تر بلي ادارې پوري  بدلېږي.   لس کاله د امريکا د خارجي پاليسۍ د بدلون لپاره کافي زيات وخت دى.  د متحده ايالاتو په خارجي سياست کي، مدام نوي ايتلافونه جوړېږي او زاړه يا بيخي هېرېږي او يا پيکه کېږي.  نوي ملگري او يا دښمنان پيدا او يا خلقېږي.  نوي ستراتيژۍ وړاندي کېږي،او نوي سيمي او هيوادونه خاص اهميت پيداکوي.


حقيقت دادى چي يوازي د ډېرو عسکرو  درلودل دافغانستان  دوامداره او مزمنه امنيتي ستونزه نسي حلولاى.  يوازى په وسلو او پيسو ملي اردو نه جوړېږي.   بلکي دملي پوځ جوړول يو ملي ارمان، ملي حکومت، او ملي اقتصاد ته اړتيالري.  په بل عبارت، ښه او باکفايته حکومت ته ضرورت لري.  يو داسي مرکزي حکومت چي امنيت ټينگ کړي؛ ماليات راغونډ کړي؛ عدالت تامين کړي؛ اقتصاد ته وده ورکړي، او په خارج اوداخل کي د افغان ولس کرامت، ملي حاکميت، عزت او برم خوندي کړي.  داسي يو حکومت چي د جنگسالارانو سره ډغري ووهي؛  محلي مليشاوي بې وسلې کړې؛ جگړه ماران  او ډانگيان مات او زبون کړي. او لنډه دا چي داسي يوه اداره  چي د مرکزي حکومت سياسي او اخلاقي نفوذ په ټول هيواد کي خور او تحکيم کړي.


په هر صورت، ټول نظامي عمليات او اقدامات موقتي وي.  هره نظامي ستراتيژي بايد يو ستراتيژيک سياسي هدف ولري.   د افغانستان د حکومت مهمه او مزمنه کمزوري نظامي نه بلکي  دحکومت اساسي کمزوري سياسي اواخلاقي ده.  که چيري افغانان پر خپل حکومت باندي باور او اعتماد ونکړي، د افغانستان د اوسني  شډل او بې کفايته حکومت د ټينگولو لپاره به د متحده ايالاتو او ناټو ټولي هلي ځلي بالاخره ناکامي سي.   عادي افغانان د امريکا په ملاتړ د افغانستان  داوسني حکومت څخه هيځ ښه خاطره نلري.  افغانان گوري چي په ميلونهاوو ډالره حيف وميل کېږي.  د ادارې فساد په انډيکس کي، د کرزي حکومت په ١٩٧ ملکونو کي ١٧٢ مقام لري . افغانان د کرزي حکومت ته په قهر دي، او هغو ته هم په قهر دي کوم چي همدا حکومت يې پر دوى تحميل کړى دى.


بلخوا، غربي نړۍ د افغانستان لپاره دغير نظامي مرستو په رسولو کي ١٠ بيلونه ډالره شاته راغلې ده، او متحده ايالات چي دنورو مرستنيدو ملکونو په تناسب زيات کمک کوي، ددغه لس بيلونه ډالرو د نه ورکولو د سم نيم مسوليت په غاړه لري.  دغه راز، نړيوال بانک، داسيا د انکشاف بانک، او نورو بين المللي مرستنيديو موسسو خپلي ژمني ندي پوره کړي .    د افغانستان سره د نړيوالو موسساتو مرستي د نورو هيوادو په تناسب ډېري لږ، خسيسي، او نامنظمي دي.  د کال ٢٠٠١ راپدې خوا، بين المللي ټولني د هر افغان پرسر يا “پرکپيټا” ٥٧ ډالره ورکړي دي؛ حال دا چي په باسنيا کي يې پرکپيټا  ٦٧٩ ډالره او شرقي تيمور کي يې ٢٣٣ ډالره  ورکړي دي.   له همدې لږو پيسو څخه قريب ٤٠ فيصده د خارجي مامورينو او اينجيوګانو  د ريسانو او کارکونکو په معاشونو  او د کمپينو په گټو کي بېرته له افغانستان کي څخه خارجي ملکونو ته ورستنې  سوي دي.  په تېرو  شپږو کلونو کي،  د افغانستان سره قريب ١٥ بيلونه ډالره  مرسته سوې ده.  اينجوګاني د خارجي مرستو د زبېښلو په مرکزونو بدلي سوي دي.  گران موټران، قيمتي کورونه، لوکس دفترونه، او  د ژوندانه گران  لگښتونه  د انيجيوګانو مصارف زيات کړي دي.  حال دا چي  د افغانستان بياودانولو کي بايدخپله افغانان بايد پکار واچول سي، څو هم بومي اقتصاد تقويه سي او هم د بېکارانود  زياتېدونکي لښکر د راايسارولو لپاره   تيارى ونيول سي.


ټولوته څرگنده ده چي د کرزي حکومت پخپله اراده په کابل کي حکومت نه کوي.  د کرزي حکومت  د امريکا په  نظامي قدرت او پيسو چلېږي.  امريکا د کرزي حکومت په افغانستان کي ساتلى دى.  کنې  دا حکومت يوه ورځ هم پخپل قوت او مشروعيت حکومت نه سي کولاى.  بنا، د افغانستان د حکومت او سياسي جريان په ټاکلو او يا خرابولو کي امريکا اساسي نقش لري.   امريکا همدا نظام پر افغانستان باندي تحميل کړى، او امريکا به  يې اصلاح کوي.  په بل عبارت، دا دمتحده ايالاتو اخلاقي مسوليت دى چي د افغانستان د حکومت په اصلاح کولو کي پوره ونډه واخلي. په بل صورت کي به متحده ايالاتو خپل اخلاقي وظيفه نوي اجرا


کړي.  له بده مرغه،   د ٢٠٠١ راپدې خوا،د افغانستان په متعلق د بش پاليسۍ زياتره  زيانمه، غلطه، او ناکامه ده.  ددې پاليسۍ بدلول پکار دي. والسلام.