کور / روغتيا / ګازره او دهغې روغتیا يي ځانګړتیا

ګازره او دهغې روغتیا يي ځانګړتیا

درنو لوستونکو !  کله مې چې د ګازرې د روغتایي ځانګړتیا په اړوند د لیکلو هوډ وکړ سمدستي هغه مهال تر ډېره دمه د کلیوالۍ د ماشومتوب او چرپه ځوانۍ د خیالونو په ټالو کې زنګېدم   خدای حاضر دی چې تېرو یادونو مې په سترګو تروې اوښکې را ډنډې کړې خبره نه غواړم داستاني کړم یواځې دلته غواړم  د هغه با همت انسان یادونه وکړم چې مونږ کلیوالو نر او ښځې هغه د علیشنګي ماما په نوم یادوه . دا هغه انسان وه چې زمونږ کلي عمرزایو ته به يي په خره بار تازه،وچه مېوه او ترکاري راوړله ، او کلیوالو به هغه د غنمو ،وریجو یا جوارو سره په تبادله رانیول .عليشنګي ماما به ډېرې ښکلې تازه نارنجي ،ژېړې او سرې ګازرې مونږ ته راوړلې د کلي ځوانانو به هره ورځ د سبریجاتو په شهزادګې   (ګازرې)خپله خوله خوږوله .


ګازره  هغه نبات دی چې کارونکې برخه يي د خاورې لاندې وده کوي او د هر ډول اقلیم سره پخلاېنه لري. د ګازرې د ېوې ټوټې په ژولو سره انسان کولاې شي سمدلاسه قضاوت وکړي چې په ګازره کې څومره مفیده مواد راټول شوي . د ګازرو مقاوم سورتونه کولاې شو په ژمي کې وکرو . ګازرې د کال په ټولو فصلونو کې د هټۍ والو د تازه سبزیجاتو په منځ کې د خپل ښکلې رنګ په درلودو سره د پېریودونکي سترګې د ځان پلو را کشوي . ګازرې د نورو سبزیجاتو پر تله د ډېر وخت لپاره په پخلنځي د ساتلو وړتیا لري او ژر نه ورستېږي. دهغې څخه په اومه او پاخه ډول کار اخستل کېږي .


ګټوري ځانګړتیاوې :


د ګازرې د نارنجي رنګ څخه کولی شو د هغې په جوړښت کې د نباتي پګمنت  بېتا ــ کاروتن ، چې د A   د ویټامین بنسټ ګڼل کېږي یادونه وکړو .
په ګازره کې د ارګانیزم د ایموني سیستم (دفاعي سیستم) تر ټولو مهم میکروعنصر selenium  په لوړه کچه شتون لري. Selenium د هغه انزایم په هسته کې ځای په ځای شوی عنصر دی ، چې زمونږ د بدن حجرې د مکربونو له راز راز ګواښونو څخه   په امن کې ساتي . ګازره زمونږ په ارګانیزم کې د selenium  کمښت پوره کوي . سلینیوم د بدن د موادو د تبادلې  د سیستم   یو ډېر مهم او ارزښتناک عنصر ګڼل کېږي، چې هره ورځ د یو ګرام  اتیا میلونمه برخه په دې جریان کې کارول کېږي . په خواشینۍ سره باید ووایو چې ددې عنصر کمښت په خاوره او مېوو کې ددې سبب ګرځېدلې چې مونږ هر یو د هغه له کمښت څخه رنځېږو په ځانګرې توګه د استرس په وخت کې دا کمښت ډېر احساسېږي . selenium د زړه د فعالیت ، د وينې د دوران دسیستم ، د سترګو د ښه لید او د جنسي فعالیت په ساتنه او ښه والي کې ډېره مهمه دنده تر سره کوي .
Beta-carotene بېتا کاروتن  ـــ  دا د بدن د ایمون د سیستم ځواکمنه وسیله ګڼل کېږي .


هغه د بدن مخاطي غشا ځواکمنوي ، د باکتریاو او واېروسونو په وړاندې هغې ته غېر قابل نفوذ وړتیا ورکوي ، د جېنونو لپاره د transcriptional فاکتور په شان  چې د حجرې په هسته کې قرار لري    کارول کېږي .
ګازره  د رېتینول (ویټامین A ) له پلوه خورا بوډایه ترکاري شمېرل کېږي . په ګازره کې د ويټامین A اندازه ددې ويټامین د یو غټ کپسول په اندازه اټکلولای شو. نو له همدې وجې کولای شو ووایو چې د ګازرې ويټامین د کاروتن په بڼه ډېر ګټور دی ځکه چې هغه په ښه او مکمل ډول د بدن لخوا جذبېږي. او له بله خوا ډېری وخت د ويټامین A د تابلېتونو کارونه  په ځانګړي توګه د حاملګې په وخت کې د ایمبریون  پر وده منفي اثرات شیندي له همدي وجې حامله ميرمنې باید د تابلېتونو پرځای د ګازرو له خوراک څخه ګټه واخلي .



د ګازرو روغتیايي ګټې :


د ازادو رادیکالونو اړیکې تامینوي او د زیانمنوو نکو اغېزه مخنیوی کوي
د ټول بدن کې مخاطي غشا ځواکمنوي
په بدن کې د موادو د تبادلې بهیر فعالوي
حجرې او نسجونه ځوان ساتي او دهغو د زړېدو څخه مخنیوی کوي
د وېښتو او نوکانو په وده کې مرسته کوي
د بدن  پوستکي ته ښه بڼه ورکوي
د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي
د سترګو لید ښه کوي او د شب کوري درملنه کوي
زړه او د ویني  د دوران سیستم تقویه کوي
په نارینه کې د سپرم جوړولو او د جنسي رغبت وړتیا زیاتوي .


 یادونه:


ګازره خپل ګټور مواد په ځانګړي ډول  کاروتین او سلنیوم په اسانۍ سره بدن ته نه ورکوي نو لازمه ده چې ګازرې واېشول شي او  وروسته د کوچو یا نباتي غوړ سره ګډ شي څکه چې کاروتین په غوړیو کې د انحلال وړتیا لري او غېر لدې نشي کولای چې د کلمو څخه وینې او له هغو څخه زمونږ د بدن حجرو ته لار پېدا کړي. له همدې وجې زه (لیکوو نکی) ګرانو لوستونکو ته مشوره ورکوم چې ګازرې د حلوا  او یا مربا په بڼه وکاروي .
د ګازرو سلاد او یا رنده شوې ګازرې باید د غوړیو(زېتون ،کونځلو …) او یا د غوړلرونکو موادو لکه پېروی(sour cream) او خام پنېر سره ګډ او بیا وخوړل شي .
ددې لپاره چې د ګازرو بېتا ـ کاروتین په وېټامن A بدل شي زمونږ ارګانیزم په پوره اندازه ويټامن E ، اوسپنې ،جست او د تیروئید هارمون thyroid hormone ته اړتیا لري نو له همدې وجې ګازرې باید په پورته موادو سمبال موادو سره یوځای وکارول شي
 


پاملرنه :
په ډېره اندازه د ګازرو کارول په ماشومانو کې یو ډول انرژي رامنځ ته کوي نو له همدې وجې ماشومانو ته مور او پلار باید په ټاکلې اندازه ګازرې ورکړي .


د ویټامین A ورځنۍ کارونه :
ماشومان 1ــ10 کالو عمر ــــ  0.5-0.7 ملي ګرامه
ځوانان او مشران ـــ   1 ملي ګرام
حاملداره ښځه ـــ     1.25 ملي ګرامه
شېدې ورکونکې مېرمن ـــ 1.5 ملي ګرامه


ژباړه او لیکنه : د طبعي علومو ماستر  انجینر عبدالخالق ساپی


ماخذ :
http://zdravclub.ru