کور / راپور / جمهوريت مسلکي لېسې دښوونکي ورځ ولمانځله

جمهوريت مسلکي لېسې دښوونکي ورځ ولمانځله

د جمهوریت مسلکي لیسې زده کوونکو، ښوونکو د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معین په ګډون د ښوونکي ورځ ولمانځله.


 په پیل کې د دې لیسې مدیرې اغلې مریم ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او ټولو ښوونکو ته یې د هغوی د ورځې مبارکې وویله.


دې وویل چې په لیسه کې یې ډېر پرمختګونه راغلي، همدارنګه یې د المان هېواد څخه مننه وکړه چې د دوی له لیسې سره مرسته کوي.


ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي اصف ننګ ټولو ښوونکو ته د هغوی د ورځې مبارکې ورکړه، او د ښوونکو د مقام او ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې شاباسی ووایه چې د ښوونکو ورځ لمانځي.



نوموړي همدارنګه د لیسې له ادارې وغوښتل چې په راتلونکې نژدې وختونه کې دا لیسه باید د افغانستان په کچه یوه نمونه او پرمختللې لیسه وي.


ښاغلي ننګ همدرانګه وویل چې د لیسې پاکۍ، نظم، ډسپلین او پرمختګ چارو تا باید ډېر پام وشي او تر څنګ یې له المان هېواده مننه وکړه چې د لیسې سره مرستې کوي.


د ښوونکو د ورځې د لمانځنې په دې پروګرام کې د لیسې د زده کوونکو له خوا په پښتو، دری، الماني او انګلیسې ژبو ترانې وړاندې شوې او همدارنګه تمثیلي پارچې وړاندې شوې چې د ښوونکو د احترام پیغام یې درلود.


د دې تر څنګ د سپورت ګروپونه هم وښودل شول.


د ټول افغانستان د بېلا بېلو سیمو او ولایتونو خاصي او ځانګړې جامې د یوې کلچرل فیشن شو په ډول د نجونو زده کوونکو له خوا وښودل شوې او تر څنګ یې د ملي یووالې ترانې وویلې.


د پروګرام په یوه بله برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین له خوا ټولو ښوونکو ته ستاینلیکونه ورکول شوه.


د یادونې وړ ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت په هڅو لیسې ته د پاکو اوبو د نل د راتګ چارې هم بشپړې شوې چې په تېرو وختونو کې د ستونزو له امله بندې شوې شوې وې.