کور / راپور / پکتیا – د مچلغو بند چاری رسمآ پیل شوې

پکتیا – د مچلغو بند چاری رسمآ پیل شوې


( پنجشنبه د تلې ۱۳ مه ) د مچلغو بند  جوړیدل چی د لوی پکتیا د خلکو یواځینۍ غوښتنه او آرمان وو بلاخره د جوړونی چاری یی له ډیرو ننګوونو او ستونزو سره سره پیل شوی .
مچلغو هغه بند دی چی شاوخوا ۱۶۰۰۰ زره هکتاره ځمکه به یی په جوړیدو خړوبیږی او دغه اوبه  به په دوه کانالونو کی چی یو یی ۱۳ کیلومتره او بل یی ۸ کیلومتره وی لیږدول کیږی.


د غه بند د ځمکو خړوبیدو سربیره بريښنا هم تولیدوی ، یاده بریښنا به ۶ میګاولټه وی چی دبند اړوندو سیمو او همدا رنګه د احمد ابا او سیدکرم ولسوالۍ سیمو ته به بریښنا ورکوی
د یادی پروژی پرانیستی ته د اوبو او بریښنا وزیر اسمعیل خان  هم راغلی وو او یادی ( ګلف ) کمپنۍ نه یی غوښتنه وکړه تر څو د یاد بند کارونه چټک کړی.


سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د بنسټ ایښودنی پرمهال ټولو خواوو ته ډاډ ورکړ چی ددی بند جوړیدو امنیت په برخه کی هیڅ ډول ستونزه نشته
همدرد وویل دوی دی بند ته ۲۳۲ تنه پولیس استخدام کړی چی د بند د پروژی هر اړخیزه ساتنه به کوی.


د سیمی خلک ددی بند له پروژی خورا خوښ ښکاری او وایی چی یواځینۍ آرمان مو همدا د بند پروژی پیل کیدل وو او د یادی پروژی د ښه کیفیت غوښتنه یی وکړه.
د یادونی وړ ده چی د مچلغو بند قرارداد له یوی افغانی د  ګلف په نوم  کمپنۍ سره لاسلیک شوی  چی ټوله لګښت به یی له ۳۰ میلیونه امریکایی ډالرو څخه زیات وي.