کور / راپور / ته دي ژبه دپښتوسره اشناكړه

ته دي ژبه دپښتوسره اشناكړه

دجنوبي پښتونخوادپښين په ډګري كالج كي دفكرنوادبي ټولني  اودرې مياشتنۍ حسنىٰ مجلې پښين له اړخه دوه ورځنى (۲۹ او۳۰ سپتمبر۲۰۱۲ ء)ادبي سمينارونماځل سو ،دا سمينارڅلوربرخي درلودې.


لومړۍ ورځ دفكرنوادبي ټولني پښين ۲۷ كلن راپوردټولني مشر عبدالهادي كاتب وړاندي كړو ،دپروفېسرصاحبزاده حميدالله دعلمي اوادبي شخصيت په اړه په سپتمبر۱۹۸۵ ء كال دټولني لخواسمينار،دپروفېسررازمحمدراز دكتابونو او دټولني دجنرل سيكرټري عصمت الله زهير لخوا دجبران خليل جبران ژباړي په كتابي بڼه خپرول ،د دوه مياشتنۍ پلوشه مجلې او وروسته مسلسل دحسنىٰ مجلې خپرولو يادونه وكړه .


دفكرنوادبي ټولني جنرل سيكرټري عصمت الله زهير غونډي ته وويل دابه دتاريخ جبر وي چي ووايم داكبربګټي يې كورودان چي په سركاري مكتبونوكي يې پښتو د درس اوتدريس ژبه وګرځوله او وروسته بيرته بنديځ ورباندي ولګول سو لاكن موږ په كلكه دوخت له حكومته دا غوښتنه كوو چي پښتودي ژرترژره د درس اوتدريس ژبه وګرځول سي او دبنديځ دا ناروا حكم دي بيرته واخيستل سي .


غونډي ته نوموړي ليكوال اوڅېړونكي نجيب الله هوتكي ،پروفېسررازمحمدراز،پروفېسردروېش دراني ،ډاكټرعبدالروف رفيقي ،مقدس خان معصوم ،عمرګل عسكر ،ډاكټرنصيب الله سيماب ،عبدالجباركاكړ،عبيدالله عابد او عيسىٰ روښان هم خپلي ويناوي واورولې.


دغونډي په دويمه برخه كي پربېلو موضوعاتو مقالې واورول سوې هم په داماښام دپروفېسررازمحمدرازلخوا ميلمنوته ميلمستياوركول سوه .


دغونډي په دريمه برخه كي دنوموړي شاعر اوكالم ليكوال عمرګل عسكر دشعري ټولګي (په دايره كي كاينات) مخ لوڅى وسو چي ورباندي ډاكټرعبدالباقي دراني ،فيض محمدشهزاد،بركت شاه كاكړ،عبدالجباركاكړ،پروفېسررازمحمدراز،پروفېسردروېش دراني ،ډاكټرلياقت تابان،صادق ژړك،مقدس خان معصوم،عمرګل عسكر،واصل حسنياراوډاكټرعبدالروف رفيقي خپلي ليكني واورولې.


دغونډي په وروستۍ برخه ديوې يادګارمشاعرې لپاره ځانګړې سوې وه چي نوموړو شاعرانو شفيق العالم معذوريار،نرالباري مل،ذاكرزيارتوال ،ګران اغاالفت يار،حاجي اواب صاحب،امان الله پروانه ،نصيب الله زاهد،حبيب الله قلم مل ،حاجي الله محمدسايل،احمدجان ګران ،حيات لاروى ،عبدالقيوم مينه وال،رحمت الله رحمت،عطامحمدبيباني،حميدالدين خټك ،نظرمحمدمجروح،يوسف ساحل ،بشيراحمدبشارت،عبدالستارراهياب ،واصل حسنيار،عصمت الله الهامي ،عبدالصمدشبنم،ستورى شيرانى،نجيب الله هوتكي،فيض محمدشهزاد ،پروفېسررازمحمدراز او نوروخپل شعرونه واورول اودغونډي په وروستۍ برخه دجادوګرږغ څښتن ځوان سندرغاړي شفيع ايثار غونډي ته دنوموړو شاعرانو كلامونه واورول سول چي د غونډي برخوالو يې زياته ستاينه وكړه .



ته دي ژبه دپښتوسره اشناكړه غونډي پريكړليكونه


۱ .پښتوژبه دي سركاري ،تعليمي ،دفتري اوعدالتي ژبه وګرځول سي .


۲ .دپښتوژبي خپروني په راديو او ټيلي وژن كي بايد زيات وخت ولري او په پښتني سيمه كي د اوريدلو او كتلو لپاره يې زمينه برابره سي .


۳ .دفرهنګي اړيكو لپاره دكندهاراو سهېلي پښتونخوا لپاره بايد په ادبي حواله يو كډدريځ غوره سي :


۴ .دپوهنتون په كچه باندي يوله بل سره يعني دكندهار پوهنتون دادبياتو څانګه اودبلوچستان پوهنتون كوټي پښتوڅانګه په دولتي سطح باندي يوياداښت لاسليك كړي.


۵ .دپښين كتابتون دي دعام اولس پرمخ پرانستل سي .


۶ .په پښتني سيمه كي دامن لپاره جدي ګامونه واخيستل سي .


۷ . دلروبروطن دليكوالو ،پوهانو او فرهنګيانو لپاره دي دتګ راتګ مشكلات ختم كړل سي .


۸ . پښتودي دخيبرپښتونخواپه څېررپه سهېلي پښتونخواكي هم دمكتب اوكالج ژبه وګرځول سي .


۹ .موږبايد خپلي لوحې اوساين پورډونه په پښتووليكو.


۱۰ . پښتانه ترهګرنه دي داترهګري پرموږ له پرديوتپل سوې ده په حيث دپښتانه موږپرخپله خاوره هرډول ترهګري په كلكه غندو.


۱۱ .موږپه خپلوسيموكي دمكتبونوسوځل يوه ګناه ګڼوددې بايدنور لاس واخيستل سي .


 


دغونډي برخوالو دلاس په پورته كولو سره ددې پريكړليكونو سره خوښي څرګنده كړه !