کور / راپور / په ننګرهار پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې کمپاین

په ننګرهار پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې کمپاین

د ویښ افغان اصلاحې تحریک د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۵ نیټه۱۳۹۱ لمریز کال په همیشه بهار ولایت د ننګرهار اسلامي پوهنتون په انګړ کې د چاپیریال ساتنې او پاکونې کمپین وکړ، په کمپین کې سلګونو محصلینو، لسګونو استاذانو، د پوهنځیو رئیسانو، د پوهنتون علمې مرستیال، ادارې مرستیال، د محصلینو چارو مرستیال، د لیلیې مدیرانو او ناظمانو، د پوهنتون عمومې رئیس، او د ویښ افغان لسګونه غړو ګډون کړی وو. د کمپین د مشرۍ چارې ښاغلي ډاکټر شفیع الله پرمخ وړلې، او د مطبوعاتو څخه د ننګرهار راډیو تلویزیون، همیشه بهار او ننګرهارکلید راډیو ژونالستانو او خبریالانو برخه اخیستي وه، کمپین د ماسپښين په دوه بجو د پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر محمد صابر مومند له لوري د کمپین د ارزښت په اړوند په یوه ارزښتناکه وینا پيل شو. مومند صیب وویل چې زه نن ډیر خوښ یم چې با احساسه محصلین او د ویښ افغان هڅانده غړې له موږ سره اوږه په اوږه په دې اشر کې داؤطلبانه ګډون کوي، دا زموږ ملې او اسلامې وجیبه ده چې خپل چاپیریال پاک وساتو، دغه کمپین د ماسپښین وخت محصلینو د دې لپاره غوره کړ چې د هغوئ په سهارنۍ درسونو مهال کې ځنډ را نه شي، که له یوې خوا نظافت د ایمان یوه برخه ده، نو له بلې خو بیا اشر د افغانانو د لوړ فرهنګ ښکارندوی ده. هغه ملتونه متمدنه او با فرهنګه ګڼل کیږي چې خپل چاپیریال پاک ساتي او د چاپیریال سالمه ساتنه خپله دنده بولي. او مومند صیب زیاته کړه چې پټه دي نه وي چې د جلال آباد ښاروالۍ له موږ سره د دوو واسطو همکاري کړې چې تر څو راټول شوې خځلې او ناپاکۍ انتقال کړي او د ویښ افغان ټولنې د پلاستیکونو او دست کشو مرسته کړې موږ له دوئ څخه منندوي یو.
بیا ښاغلې ډاکټر زرعلي معروف (په جلال اباد کې د ویښ افغان د ټولنير اصلاحې تحریک د څانګې مشر) د چاپیریال ساتنې اهمیت د طبابت له نظره په سرلیک لنډې خبرې وکړې.
د کمپین د کنترول او د موادو د ویش چارې دلاور رضا، عبدالحنان صوفي زوی، محمد افسر نصرت، صفی الله فاني، اسماعیل هوتک، محمد یوسف ذاکر پر مخ بوتللي.
کمپین مومند صیب د یوې ونې په چونه کولو پیل کړ چې په خپلو لاسو یې برش واخیست او ونه یې چونه کړه، تر هغه وروسته ډاکټر شفیع الله او بیا ډاکټر زرعلی معروف او نظيف الله ځیرک په دوام د برش څخه استفاده وکړه، پټه دې نه وي چې د ویښ افغان فعاله غړو هر یو دلاور رضا او عبدالحنان صوفی زوی د پوهنتون ډیری ونې د کمپین د پیل نه مخکې چونه کړې وې.
او بیا د پلاستیکونو ویش پیل شو چې ګډونوالو یو یو پلاستیک او یوه یوه دستکشه تر لاسه کړه، د ډیر تعجب ځاې دا ؤ چې ۱۰۰۰ پلاستیکونه د سترګو په رپ کې ختم شول او ځینې ګډونوالو ته ونه رسیدل؛ دا د دې خبرې ښکارندوي ده چې د اشر فرهنګ تر اوسه په افغانانو کې شتون لري، او بیا ټول ګډونوال په ۱۰ ګروپونو وویشل شول چې مختلفو ځایو ته به ځي؛ چې په لاندې ډول ول:
د پوهنتون د ریاست ګروپ؛ چې مشرې یې خپله مومند صیب کوله چې د ویښ افغان غړي هم په دې ګروپ کې شامل ول
د تدریسي مرستیال ګروپ؛ چې مشرې یې دوکتور دل آقا وقار کوله
د انجینرۍ بلاک ګروپ؛ چې مشرې یې د انجینرۍ پوهنځي رئیس کوله
د ساینس ګروپ؛ چې مشرې یې د ساینس پوهنځي مرستیال کوله
د حقوقو بلاک ګروپ؛ چې مشري یې د حقوقو پوهنځي مرستیال کوله
د اقتصاد ګروپ
د شرعیاتو ګروپ
د ادبیاتو او وترنرۍ ګروپ
د زراعت ګروپ
د لیلیې ګروپ؛ چې مشرې یې د لیلیې عمومې مدیر کوله
ټول ګروپونه ټاکل شوي ځایو ته په حرکت شول او کمپین په حقیقې بڼه پیل شو؛ عجیبه او حیرانوونکې خو دا وه چې رئیسانو، مدیرانو، استاذانو، محصلینو، ملازمینو او د ویښ افغان غړو به یو د بل نه زیات زیار ویستلو چې تر څو دغه نیک ګام لا پسې ګړندی او په چاپیریال کې یوه خځله هم پری نه ږدي، او بله دا چې موږ وکتل چې ډیری محصلینو چې عمومې رئیس، رئیسان، مدیران او استاذان د بلاکونو نه وکتل چې پلستیکونه یې په لاسونو کې دي او اوږه په اوږه کار کوي نو خپل کارونه یې پریښودل او د کمپین په ټاکل شوو ګروپونو کې به شامیلیدل چې همدا لامل و چې د اونۍ کار په دوه ساعتونو کې سرته ورسید، چې یو وخت موږ کتل چې یو نفر پلاستیک نیولی دی او بل په کې خځلې اچوي چې دا د اتفاق یوه لویه نښه وه، خو دا مالومه خبره ده چې په ورته کارونو کې چې مشران ونډه واخلي نو کشران تشویقیږي چې دغه موږ په دغه کمپین کې ولیده او داسي بریښیده چې اوس افغانان د وینې تویولو پر ځاې خولې تویوی چې دا د تیرو ۳ لسیزو د ناخوالو نه وروسته ډیره ستره لاسته راوړنه ده.
د پلاستیکونو د ډکیدلو نه وروسته به هر ګډون کوونکي پلاستیکونه درې ټاکل شوو ځایو ته وړل، چې کله ټول پلاستیکونه ټاکل شوي ځایو ته راټول شول داسې بریښیده چې په تیرو لسو کلونو تر اوسه د پوهنتون ښاروالۍ هیڅ خځلې انتقال کړي نه وي او نه یې د چاپیریال ساتنه کړي وي.
ټول ګروپونه ټاکل شوې ځاې ته تر کار وروسته راټول شول، مومند صیب وویل: الله تعالی دې ټولو ګډونوالو سره ښه وکړي او الله تعالی دې تاسو ټولو ته اجرونه درکړي. زما هیله داده چې موږ یو ځل په میاشت کې دغه اشر ته ادامه ورکړو تر څو زموږ چاپیریال ژوند ته جوړ شي او ننګرهار پوهنتون ټولو افغانانو ته یوه ښه بیلګه اووسي، او دا د هر چا دنده او مسولیت دی چې د خپل چاپیریال په پاک ساتلو کې هلې ځلې وکړي. او نه باید یواځې کښینو چې ټول کارونه راته دولت وکړي. راځې چې خپل چاپیریال پاک وساتو، ترڅو نورو ته وښایو چې مونږ هم د هغو خلکو په کتار کې راځو چې لوړ فرهنګ لري.
او بیا د حقوقو او سیاسي علومو یو محصل هجرت الله وویل: چې د جلال آباد ښاروالی سره باید خبره وشي تر څو د پوهنتون هر بلاک سره یو یو د خځلو بیلرونه ولګول شي تر څو محصلین خځلې او ناپاکه شیان په کې واچوي.
د پوهنتون رئیس مومند صیب وویل: ستاسو نظر د ستایلو وړ دی، په دې هکله به زه د ښاروالۍ مسئولینو سره خبري وکړم.
یو بل د وترنرۍ پوهنځي محصل وویل: چې باید د ناولې اوبو لپاره ویلې وویستل شي او لښتي پاک کړاې شي تر څو د تشنابونو او باران اوبه په منظمه توګه پکې روانې شي ځکه اوس ناولې اوبه د بلاکونو او تدریسي خونو مخې ته په میاشتو میاشتو ولاړي وي چې دا چاپیریال ته زیات ضرر رسوي.
مومند صیب وویل:په دې اړوند به مسئولو کسانو سره کاته وکړي تر څو دغه مشکل حل او محصلین د مختلفو مرضونو څخه په امان شي.
یو بل د ساینس پوهنځي محصل اختر محمد وویل: د اوبو ډګۍ تر اوسه پورې پاکه شوې نه ده، او نه تر اوسه پورې کیمیاوي موادو په ذریعه اوبه تصفیه شوي دي، چې دا د ډیرو نارغیو لامل کیداې شي.
مومند صیب وویل: دا کار به سر له سبا مسئولو کسانو ته وسپارو چې ترو څو د اوبو ډګۍ په مکمله توګه پاکه کړي.
او به پاې کې د ویښ افغان اصلاحې تحریک غړو د پوهنتون رئیس مومند صیب سره یوه لنډه ناسته وکړه، چې د کمپین مثبت او منفی اړخونو باندې خبرې وشوې، مومند صیب د کمپین ښه ارزونه وکړه او د منفې اړخ څخه یې یو د موادو کمښت وښود چې پلاستیکونه او دست کشې باید په اینده کمپینونو کې زیاتې راوړل شي تر څو ټولو ګډونوالو ته ورسیږي.
اداري مرستیال د رئیس صیب نه غوښتنه وکړه چې باید موږ ۵۰ بیلچې په آینده کې ولرو، ډاکټر زرعلي معروف وویل: چې د ورانۍ کسان خو زموږ په هیواد کې ډیر دي که څوک ودانې او ښه تاندې هڅې کوي چې تر څو دا وران ویجاړ ټاټوبی بیا راجوړ کړي آیا دغه کسان باید تشویق نه شي؟ د رئیس صیب نه یې غوښته وکړه چې تر څو دلاور رضا، عبدالحنان صوفي زوي، صفي الله فاني، اسماعیل هوتک او د دوئ په څیر نور کسان په معنوي امتیاز ستاینلیکونو باندې ونازول شي چې تر څو نور کسان هم تشویق شي، مومند صیب ژمنه وکړه چې په دې اړوند به هیڅ ډوله دریغ ونه کړي. ناسته د محمد یوسف ذاکر په دعایه پاې ته ورسیدله.