کور / راپور / شيخ زاهدپوهنتون ته عمومي کتابتون جوړيږی

شيخ زاهدپوهنتون ته عمومي کتابتون جوړيږی

دشيخ زايدپوهنتون دعمومي کتابتون دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه

دتلې دمياشتې په ٣٠نېټه چې داکتوبر دمياشتې له ٢١نېټې سره سمون خوري ، دنشه يي توکو پرضد دمبارزې دوزارت دGPIدڅانګې په مالي ملاتړ سره دڅه دپاسه دولسو ميليونو افغانيو په مالي ارزښت دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا ديولړځانګړو مراسمو په ترڅ کې دشيخ زايدپوهنتون دعمومي کتابتون دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه ،په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو ،دخوست والي ترڅنګ په کې دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري ،دنشه يي توکو پرضد دمبارزې رئيس ميرناګل تڼيوال ،دولايتي شورا مرستيال سيدکريم خان خاکسار ،دسولې دولايتي کمېټې مشر مولوى حنيف شاه حسيني ،دپوهنتون استادانو ،ديني علماوو ،قومي مخورو مشرانو او درسنيو استازو ګډون کړى وو.

مراسم دمفتي حبيب الرحمن خوستي لخوا دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمدرسول باوري دمراسمو برخوالوته دښه راغلاست ترڅنګ وويل چې په دغه پوهنتون کې دکتابتون دبنسټ دډبرې اېښودل دياد علمي مرکز دعلمي ودې اوپرمختګ لپاره ترټولو غوره ګام دى چې دولايتي ادارې د ځانګړې توجه اوملاتړ په اساس پورته کيږي ،نوموړي زياتوله چې ددغه کتابتون دودانۍ په جوړيدو سره به دمحصلينو لپاره دمطالعې اوڅيړنې لپاره يو مناسب چاپيريال رامنځته شي او محصلين به وکولى شي په بېلابېلو علمي ډګرونو کې خپله معنوي پانګه نوره هم بډايه کړي همداشان نوموړي له کتابتون پرته هرپوهنتون نيمګړى وبللو اوپه علمي مرکزونو کې يې دکتابتونونو موجوديت يوه اساسي اړتيا په ګوته کړه. ،ښاغلي رسول باوري له خوست ولايتي ادارې مننه وکړه چې هميشه دپوهنتون پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه لري ډاډ يې څرګند کړ چې ددغه علمي مرکز دپرمختګ اومعياري کيدولپاره به نورهم خپل تلاشونه زيات کړي.

دنشه يي توکو پرضد دمبارزې رئيس ښاغلي ميرنا ګل تڼيوال بياپه خپلو خبرو کې وويل چې داړوند وزارت هغه امتيازي بودجه چې هرکال خوست ولايت ته ورکول کيږي ،دخوست ولايت مقام په ځانګړې لارښوونې يې دعلمي مرکزونو جوړيدو اوپياوړتيا ته ځانګړې کړې ده ،نوموړي زياتوله چې همدا اوس دمخدره موادو پرضد دمبارزې دوزارت لخوا خوست ولايت ته ورکړل شوې بودجې څخه په دغه ولايت کې دځوان نسل دښې روزنې په خاطريوشمير اساسي پروژې ترکارلاندې دي چې له پلان سره سم به دولايت مقام په لارښوونه دخلکو لومړيتوبونو اوغوښتنوته په کتوسره دنورو پروژو کارونه هم پيل کړي.

نوموړي ددې يادونه هم وکړه چې اوس مهال په خوست ولايت کې دنشه يي توکو کرکيله دعامه پوهاوي ،ښې حکومتدارۍ او دولسونوپه نيغه همکارۍ سره صفر شوې ده ،له ولسونويې وغوښتل چې په دې برخه کې نورهم تلاش وکړي ترڅو ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دمخدره توکو کرکيله ،قاچاق اوتوليد په بشپړه توګه له منځ څخه لاړ شي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې شيخ زايدپوهنتون په ملي کچه دملت جوړونې ،هېوادجوړونې ،فکري رغونې اوپوهنيز پرمختيا لپاره ترټولو ستر علمي اوفکري مرکز ياد کړ او ويې وويل چې په دغه ستراساسي اوعلمي مرکز کې به ددغه کتابتون دودانۍ په جوړيدو سره ډير مثبت پرمختګونه رامنځته ،دمعنوي پانګې دبډاينې اوفکري رغونې لړۍ نوره هم چټکه شي ،خوست والي وويل چې يوکال وړاندې يې دولايت مقام په اداري غونډه کې دشيخ زايدپوهنتون دکتابتون دودانۍ پروژه تصويب او دمخدره موادو پرضد دمبارزې وزارت لخوا خوست ولايت ته ورکړل شوې امتيازي بودجه يې ددغه پروژې لپاره منظوره کړه ،دنوموړي په خبره دولايت مقام ټول تلاش دادى چې ددغه امتيازي بودجې څخه ترډيره بريده دځوانانو دروزنې اوفکري رغونې لپاره داساسي مرکزونو په جوړيدو کې ګټه پورته کړي چې په دې سره به له يوې خوا علمي پرمختګونه چټک شي اودبلې خوا په هېواد کې دمعنوي سرمايې دبډاينې بنسټونه زيات اوپياوړي شي.

ښاغلي نعيمي په خپلو څرګندونو کې خوست ولايت کې دبيارغونې بهير ګړندى وبللو مګر دپروژو دکفيت په اړه يې وويل چې اوس هم دپروژو په کيفيت کې ستونزې موجودې دي دډيرو پروژو قراردادونه په مرکزي ادارو کې ترسره کيږي چې داساسي بيارغونې په وړاندې يې جدي ستونزې اوننګونې رامنځته کړېدې ،دنوموړي په خبره يوشمير کسان چې له مرکزي ادارو سره دفساد پربنسټ ولاړې اړيکې لري له وزارتونو دپروژو قراردادونه ترلاسه کوي اوبيايې دخپلو شخصي ناروا ګټودخوندي ساتلوپه خاطرپه څو لاسونو باندې پلوري چې دغه کار په لويه کچه داساسي بيارغونې مخه ډب کړې ده ،خوست والي دپروژو په پلي کيدو کې غفلت اوپه څو لاسونو باندې دقراردادونو پلورل سترخيانت يادکړ اوهغه کسان يې چې په داسې خيانت کې ښکيل دي دخوست دپرمختګ او ولسونو څرګنده دښمنان وبلل نوموړي په دې اړه وويل چې دغه ډول کسان يواځې خپلې شخصي ناروا ګټې پالي اوهيڅ وخت دعامه ګټو دخونديتوب فکر نه کوي.

همداشان ښاغلي نعيمي وويل چې دډيرو هغه پروژو په اړه يې دقيق معلومات راټول کړي چې دقانون خلاف په خراب څرنګوالي سره پلې شوې ،نوموړي وويل چاچې په دې برخه کې غفلت کړى او دولسونو ګټوته يې زيان رسولى ترڅيړنو وروسته به له سختو قانوني مجازاتو سره مخامخ شي .

همدا راز خوست والي دپوهنتون ادارې ته دهرډول همکارۍ دډاډ ورکولو ترڅنګ دنده وسپارله ترڅو دهېواد دځوانانوپه روزنه کې اساسي فعاليتونه ترسره کړي او دهېواد ټول ځوانان په ملي مفکوره ،احساس او وطن دوستۍ سره وروزي ترڅو په راتلونکې کې خپل هېواد اوملت ته دخدمت جوګه شي اوهم ددې هېواد ،ولس اوتاريخ لپاره ستروياړونه راخپل کړي ،دپوهنتون له ادارې يې وغوښتل چې په پوهنتون کې دسياسي فعاليتونو او تبليغاتو دمخنيوي لپاره جدي ګامونه اوچت کړي ،همدارنګه خوست والي دلوړو زده کړو دوزارت او نړيوالومرستندويه ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې دشيخ زايدپوهنتون سره په ټولو برخو کې هراخيزه مرستې وکړي ترڅو دهېوادپه کچه دغه ستر علمي مرکز نور هم پياوړى اومعياري شي.

خوست والي په خپلو وروستيو خبرو کې وويل چې دشيخ زايدپوهنتون دکتابتون لپاره دغه ودانۍ دمخدره موادو پرضد دمبارزې دوزارت دامتيازي بودجې څخه د دولس ميليونه ،شپږ اتيا زره او دوه سوه څلور(١٢٠٨٦٢٠٤) افغانيو په ارزښت جوړيږي ،چې دغه ودانۍ به يو لوى سالون ،دکنفرانسونو خونه ،دوې دفترخونې ،داى ټي دفتر او نورې ضروې الحاقيه ودانۍ ولري چې په لسو مياشتو کې به ېې دجوړيدو چارې بشپړې شي چې تربشپړيدو وروسته به دمحصلينو دمطالعاتو اوڅيړنو لپاره يو غوره اومناسب چاپيريال رامنځته شي ،خوست والي ددغه پروژې مسوولينوله مسوولينو وغوښتل چې دغه پروژه په ښه اومعياري څرنګوالي سره بشپړه کړي اودپوهنتون ادارې اونورو اړونده اداروته يې دنده وسپارله چې ددغه پروژې کارونه ترجدي نظارت لاندې وساتي ترڅو يې په ټاکلي وخت او ښه څرنګوالي سره بشپړکړي.

دمراسمو په وروستيو شېبو کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ،دپوهنتون درئيس پوهندوى محمد رسول باوري ،دنشه يي توکو پرضد دمبارزې درئيس ميرناګل تڼيوال او ورسره مسوولينو لخوا دياد پوهنتون دکتابتون دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه مراسم په هېوادکې دنورو علمي پرمختګونو برياوو اوبدلونونو لپاره په دعا سره پاى ته ورسيدل.