کور / راپور / د تفاهم دنهضت د اروپآيي شورا کلنۍ غونډه

د تفاهم دنهضت د اروپآيي شورا کلنۍ غونډه

د تفاهم د نهضت د اروپایی شورای کلنی غونډه د اکتوبر په ۲۰ نیټه د آلمان د ګوترسلو په ښار کی جوړه شوه .

په دغه عمومی غونډه کی د تفاهم د نهضت د اروپایی هیوادونو غړو آستازو برخه اخستی وه .

غونډه د تفاهم د نهضت د کلنی کار اوفعالیت د راپور په وړاندی کولو سره پیل شوه چی وروسته بیا د هر ګډون کونکی لخوا د افغانستان او نړی په روانو حالاتو باندی هراړخیزی خبری اتری وشوی .

د تفاهم د نهضت مشرتابه ډله له پیل څخه تر اوسه دورانی بڼه لری او په دغه غونډه کی هم ترا راتلونکی عمومی غونډی پوری د دغه نهضت موقت دورانی مشرتابه د ګډونوالو غړو له ډلی څخه وټاکل شو چی تر راتلونکی عمومی غونډی پوری د نهضت تفاهم کړنلاره او ستراتیژیکی چاری سمبال او پر مخ بوځی .

دغه غونډه د ماسپښین په ۲ بجو پیل او د شپی تر لسو بجو پوری دوام وکړ.

د تفاهم نهضت په اروپا کی د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند له هغو غړو څخه جوړ حرکت دی چی له څه دپاسه لسو کلونو راپدی خوا هڅه کوی چی د وطن ، سیمی او نړی ، د روانو شرایطو او غوښتنو پر اساس د افغانستان خلق دموکراتیک واحد ګوند بیرته احیا او په افغانستان او بهر کی خپلو سیاسی دموکراتیکو هڅو ته د افغانستان د سولی ، بیاراغونی ، اجتماعی , اقتصادی پرمختګ لپاره دوام ورکړی .