کور / تازه خبرونه / کندهار والي: NDI دي منابع په سمه توګه وکاروي

کندهار والي: NDI دي منابع په سمه توګه وکاروي

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايې چي په دې ولايت کي د ملي ډيموکراټيک انسټيټوټ NDI څانګه دي خپل امکانات او منابع پر سم ځاى، د سمو اهدافو لپاره د سمو خلکو له لاري ولګوي.
هغه نن ماځيګر په ولايت مقام کي د آنډي ټاموس په نوم د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې د ولايتي شوراګانو او NDI د فعاليتونو ارزولو په موخه د ټاکل سوي ټيم له رئيس سره وکتل او په يادي سوي مورد يې ورسره خبري وکړې.
ددغه ټيم مشر په خپلو خبرو کي وويل کندهار ته يې د سفر هدف داؤ څو دلته د ملي ډيموکراټيک انسټيټوټ له لوري سوي فعاليتونه او د ولايتي شورا يې سره د کارونو ارزونه وکړي.
نوموړي زياته کړه چي دغه انسټيټوټ په خاصه توګه د ولايتي شوراګانو سره کار کوي او هغوى ته د هغوى د قانوني صلاحيتونو او حدودو په اړه معلومات ورکوي څو د خلکو د غوښتنو او اړتيا په رسولو کي لا ښه تره مؤثري ثابتي سي.
آنډي ټاموس همداراز وويل چي د ښځو او ځوانانو د ژوند ښه کول او هغوى ته بېلا بېل فرصتونه برابرول هم د همدې ادارې له کارونو څخه دي او ضروري ده چي په دې برخه کي توجه زياته کړي.

کندهار والي په ننۍ ليدنه کي د NDI د کارونو پر کيفيت او مؤثروالي باندي ټنګار وکړئ او زياته يې کړه ، هغه امکانات چي دغه اداره يې په لاس کي لري بايد د ښو مقاصدو لپاره استفاده سي.
هغه زياته کړه چي ياده سوې اداره دي د خلکو د غوښتنو او د دولت د اړتياوو او پېشنهادونو سره سم ددوى د خپلو اصولو په چوکاټ کي داسي پروګرامونه داير کړي چي په نتيجه کي يې ظرفيتونه وروزل سي او هرچا ته خپل حدود معلوم سي.
والي يادونه وکړه چي د اوس لپاره دې ادارې د خپلو فعاليتونو په باب ولايتي ادارې ته هيڅ ډول معلومات په واک کي نه دي ورکړي او همدا لامل دى چي څوک يې په اړه هيڅ نه پوهېږې او چندان مؤثره نده ثابته سوې.
نوموړي همداراز وړانديز وکړى چي NDI دي د خپلو مسؤليتونو او وظايفو سره سم د عامه پوهاوي په برخه کي توجه زياته کړي او هغو کټګوريو ته چي دوى ورسره زيات سر وکار لري د خپلو دندو په اړه ووايي.