کور / راپور / داود اعظمي د اروپا د غوره ځوان مشرتابه جايزه وګټله

داود اعظمي د اروپا د غوره ځوان مشرتابه جايزه وګټله

 داود اعظمي تر څلوېښت کښته څلوېښت  40UNDER40 په نامه د ټولي اروپا په کچه د تکړه ځوان مشر جايزه وګټله.
په دې ليست کي د اروپا د څه باندي پنځه سوه ميليونه وګړو څخه يوازي هغه څلوېښت مبتکر او نوښتګر ځوانان نارينه او ښځی راغلي دي، چي د مشرتابه په کچه پريکړو کي ونډه واخلي او د پرتو ستونزو د هوارولو لپاره له نوښتونو ډکي حل لاري وړاندي کړي.
دغه پروګرام د پاريس مېشتي “EuropaNova”  او“Friends of Europe” په نامه د اروپا د دوو مخکښو نا دولتي، علمي او څېړنيزو ادارو لخوا پر مخ بېول کيږي.
په اروپا کي د ځوان مشر په توګه د ټاکل کيدو په لار کي د استعداد ، پوهي او لاس ته راوړنو تر څنګ لاندي معيارونه هم په پام کي نيول سويدي :


• د دېرشو او څلوېښتو کلونو په منځ کي عمر لرل.
• د بې سارو لاسته راوړنو او لېډرشيف يا مشرتابه کافي تجربه.
• نړيوال لرليد درلودل او د هيوادونو تر منځ اړيکو په ښه کولو کي ونډه.
• د خپل مسلک تر ټولو لوړو پوړو ته د رسېدو استعداد.
• د بې ساري ونډي له لاري په عمومي توګه د ټولني خدمت.
• په ولس کي ښه او نېک شهرت، ځان پېژندنه او د زدکړي شوق.
• د انګريزي تر څنګ په لږ تر لږه يوې بلي اروپايي ژبي د خبرو توان او پوهه.


داود اعظمي يوازنی مسلمان دی چي په دغه ليست کي يې نوم راغلی دی.نوموړي د دغه ارزښتمني جايزې تر ګټلو وروسته لراوبر ويبپاڼي ته وويل :
دوکتور محمد داود اعظمي“د اوسنۍ نړۍ په هره برخه کي يو شمېر ستونزي سته ، په يوه ځای کي دغه ستونزي يوه بڼه لري، په بل ځای کي خلک د اقتصادي ستونزو له کبله ځوريږي، په ځينو ځايونو کي  امنيتي ستونزي وي خو د افغانستان په ګډون ډيرو ځايونو کي دغه ډول ټولو ستونزو د خلکو ژوند تريخ کړی دی.
زما هڅه تر اوسه همدا وه او تر دې وروسته به نور هم کوښښونه ډېروم، چي د دغو ستونزو په هوارولو  يا لږولو کي تر خپله وسه کار وکړم، چي له امله يې نړۍ په يوه ښه ځای واوړي او خلک خپل ژوند په سوله او خوشالي کي تېر کړي. ”
 
داود اعظمي تر دې وړاندي هم د نړۍ او سيمي په کچه يو شمېر معتبرې جایزې ګټلي دي.
په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم (World Economic Forum) 


په ۲۰۱۱م کال کې د زرګونو کاندیدانو له ډلې څخه د نړۍ پر کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو (Young Global Leaders (YGL  سيالي هم داود اعظمي ګټلې وه،. دنړیوال اقتصادي فورم مشرتابه داود اعظمي ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره يې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.


دی په بي بي سي کي تر ټولو کشر نفر و چي په ۲۰۰۹م کال کې يې د بي بي سي تر ټولو لوړه جايزه (Global Reith Award for Outstanding Contribution) وګټله.


داود اعظمي ديارلس کاله کيږي چې د بي بي سي د نړېوال سروېس (BBC World Service) له بيلو څانګو سره په لندن کې د مشر پروډيوسر په توګه کار کوي. نوموړی په ۲۰۱۰ – ۲۰۱۱کلونو کي په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر و.


ده په بيلو پوهنتونونو کي درس هم ورکړی دی. نوموړی په ۲۰۰۶  او ۲۰۰۹ کلونو کې په یوه امريکايي پوهنتون کې ميلمه استاد (Visiting Scholar) و. ددې ترڅنګ نوموړي په لندن کيپه وېسټ مينسټر پوهنتون (University of Westminster) کي  هم د ميلمه استاد (Visiting Lecturer) په توګه درس ورکاوه.
 
ښاغلي اعظمي د يو شمېر څېړنيزو او علمي راډيويي پروګرامونو  د جوړولو ترڅنګ په بيلو ژبو ډېري مقالې هم ليکلي دي.


ده همداراز د نړۍ په بيلو هيوادونو کي يې په علمي غونډو او کنفرانسونو کي د افغانستان او نړۍ د کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه تر سلو ډيري مقالې او ويناوي اورولي دي.
 
داود اعظمي د ډاکټرۍ ترڅنګ په بيلو څانګو لکه سياست، اقتصاد، نړيوالي اړيکي، ډيپلوماسي، ټولنپوهنه او ادبیاتو، ژورناليزم، حقوق او ساينس کي درې لېسانس(Bachelor)  او درې دماسټرۍ (Master’s)  ډګرۍ لري.
نوموړي د دينونو تقابلي مطالعه او ديني زدکړي هم کړي اوپه دې لړکي يې تفسير،احاديث، عقايد، او فقه لوستې ده. 



ښاغلی اعظمي د خپلو ژورنالستيکي او څېړنيزو فعاليتونو ترڅنګ په پنځو ژبو خبرې کوي او په درې ژبو شعر او نثر ليکي. نوموړی انځورونه هم جوړوي او خطاطي هم کوي.


د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه ښاغلي دوکتور داود اعظمي ته چي په نړۍ کي يې د لراوبر افغانستان او اسلامي نړۍ شمله هسکه کړه ، ددغه برياليتوب له امله د مبارکۍ سره يو ځای په ټوله نړۍ کي د لراوبر افغان وطن ځوانانو ته ددغي بريا له امله مبارکي وړاندي کوي .

دا راپور خوښ کړئ او ويې لېږئ