کور / سياسي / افغانستان ته سوله څنګه راتلای شی؟

افغانستان ته سوله څنګه راتلای شی؟

په افغانستان کی د سولی په ټینګښت کی د پاکستان، ایران، روسیه، چین او هندوستان هیوادونو رول ډیر مهم بریښی چی په لاندی ډول د دوی په کردارو یو څه رڼا اچوم.
سره له دی چی پاکستان په دی ویره کی دی چی په افغانستان کی سوله او بیا پرمختګ دوی ته به په لنډ مهال کی یوڅه اقتصادی تاوان ورسوی او ددوی د بی کیفیته توکو مارکیت او بازار به مات شی او ځینی سیاسی ناندری به وپاریږی خو بیا هم نن چی له خپل لمنه اور اخیستی دغی حقیقت ته غاړه ایښی او په افغانستان کی سوله ورته ضروری ښکاری خو لکه څنګه چی خپل اعتماد یی د افغانانو په مقابل کی له لاسه ورکړی نو بیا ډیری د دوی دغه هلو ځلو ته هم د شک په سترګه ګوری له بله پلوه د بلوچستان آزادی غوښتونکی او پښتونستان له ویری ځان یو څه په خطر کی وینی، دوی د بنیادګرانو په نوم ټولګی روزی او کوښښ کوی چی دوی قدرت ته ورسیږی تر څو ددوی له لاری په حکومت کی برلاسی اوسی.
ایران هم په خپل وار د وران کاریو دریځ ته له هر اړخه پراختیا ورکوی، هغه هم لکه پاکستان نه غواړی چی افغانستان په خپلو پښو ودریږی، هغوی ته به د بازارونو او مارکیټونو د صادراتو د کمیدو تر څنګ ځینی حقوقی خبری راپورته شی د آمو د سیند رغیدل به دوی ته غټ زیان وی او دسلما د بریښنا بند چی د ۶۲ میګاواټو بریښنا د تولیدلو توان لری په ځلونو ځلونو یی کار شروع شوی خو بیا هم ددغه هیواد او ددوی د مزدورو افغانی چارواکو له خوا بیرته په یو ډول نه یو ډول سره درول شوی او حتی انجینیران او کارکوونکی یی وژل شوی دی.
چین هم زمونږ د هیواد په ورانولو کی بی غرضه پاتی نه دی، دوی د یوغوریانو بیلتون غوښتونکی او اسلامی بنیادګرانو له ویری او د دوی له هری مخالفی ډلی سره وخت په وخت د وسلو مرستی کړی او بیا دی ته متوجه دی که چیری یوه دیموکراته او باثباته افغان حکومت رامنځته شی نو ځان ته په افغانستان کی د زیرمو په کیندنو کی د غټی برخی غوښتونکی هم دی، لکه اوس مهال چی د آمو د تیلو د زیرمی یوه برخه او د مس عینک کان یی تر لاسه کړی دی.

روسیه چی له اوله په افغانستان کی غربی فعالیتونو مخالفت کاوواو حفیظ الله امین د وخت جمهور ریس یی چی د امریکی سره یو څه لیوالتیا په ښودلو له منځه یوړه نه غواړی چی له خپل نورو سیالانو وروسته پاتی شی، په افغانستان کی اداری تشی یا خلا دوی ته دا چانس برابر کړی چی یو ځل بیا خپل لاس پوڅی ګوډاګیان (خلق، پرچم او شمالی ټلوالی) لا ځواکمن او د اوسنی حکومتی نظام په مقابل کی قوی کړی او هم لکه د ۲۰۱۱ز کال په شان د طالبانو په ځپلو کی له دوی خاصتا شمالی ټلوالی سره هر راز نظامی او اقتصادی مرستی وکړی، روسیه دا ویره هم لری که چیری د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته نړیوالو له افغانستان څخه خپلی ښپی سپکی کړی او دا هیواد یو ځل بیا د طالبانو تر ولکی راشی نو دوی به په قفقاز او په نورو منځنی اسیا هیوادونو کی د اسلام پالو د خطری سره مخامخ شی.
د هند هیواد لاس وهنه که په مستقیمه ډول زمونږ د هیواد په ناورین کی نه ښکاری خو د پاکستان سره ددی هیواد ښکر جنګول په یو ډول دی جنګ کی شرکت کول دی، اوس هم که چیری د پاکستان وعدی سرچپه شی او کړی وعدو خلاف عمل وکړی نو لیری نه ده چی هند د افغانستان د داخلی جنګونو په پارولو کی لویه ونډه واخلی ترڅو د پاکستان له اغیزی مخنیوی وکړی له بله پلوه د هند هیواد اوسنی د مرستو او پانګی اچونی د ګراف جګوالی د پاکستان سره د دښمنی په لحاظ لیدل کیږی ځکه هند غواړی چی په هر ډول کیږی خپل شتون او اغیزه نسبت پاکستان ته په افغانستان کی زیاته او حتمی کړی، چی بیلګه یی د سلما بند رغول دی چی څومره هم دوی ته مالی او ځانی زیان رسیږی بیا هم د خپل پروژی په مخ ته وړلو کی لا ټینګیږی.

له بله پلوه دننه په هیواد کی زمونږ په هیواد مین پخوانی جنګسالاران د خپل پایښت لپاره له هغو تورنو کسانو سره چی د افغانانو په وینو لاسونه یی ککړ دی یو ځل بیا په ډیره بی سترګی سره د مجاهدینو د شورا په نوم د ډلګیو په جوړلو لګیا دی، زه تورن صیب او محمدی صیب یادوم، د پاکستان او ايران په اشارو داساسي قانون اوانتخاباتودقانون خلاف تر وخت دمخه پرخپل سر دخپلي خوښي کانديد لپاره چي اوس ئي نوم دبادار دهدايت له مخې نه شی يادولای تبليغ کوي او هم روزل شوی مزدورو کسانو څخه دجهادي شوراپه نوم ډله جوړوي تورن صیب ناری او سوری یی آسمان ته خیژی چی مجاهد ته رایه ورکړی، په خدای می دی قسم وی یو باتور مجاهد چی فی سبیل الله جهاد کړی، لاسونه یی د ولس په وینو رنګ نه دی او نه ولس او بیت المال یی لوټلی، نه بنګله او نه د یخو او ګرمو موټر لری که ځان کاندید کړی نو کله به هم تورن صیب ورپسی ونه دریږی خو په دی ټول پوهیږو چی ددی څخه یی مطلب څوک دی. په ځای ددی چی تورن صیب یو ابتکار یی کړای وای، د ملی یووالی ترنامه یو پروګرام یی جوړ کړای وای او ټول افغان ولس یی په یووالی رابللی وای نو د مجاهد او غیرمجاهد په نوم بیا افغانستان سره ویشی او د جنګونو لپاره لاره هواروی. دوی کله هم دی هیواد او دی مظلوم ولس ته د خدمت جوګه نه دی او نه هم دا هوډ لری ترڅو دی ځوریدلی او کړیدلی ولس ته خدمت وکړی، داسی شوراګانی مو ډیری وازمویلی او د هری یوی پایله د بدبختیو او ناروینونو ډکه وه، اوس چی یو نسبی حکومت رامنځته شوی ولی خپل اردو او پولیس نه تقویه کوی چی نوی ډلی ټپلی رامنځته کوی؟
امرالله صالح، عبدالله عبدالله، محقق، عطا نور، او په ښکته کچه قوماندانان لکه الماس ،امان الله ګذر او جنرال جرات او دوی پوری نورو تړلو داړه مارانو د ډلو او شخصی نظامی ګروپونو په جوړلو کی مصروفه دی، دوی د کاپیسا، پروان او کابل ځینی برخو کی خلک هڅوی چی ګواکی د ۲۰۱۴ز کال څخه وروسته بیا طالبان حکومت نیسی او دوی باید له دغی ټلوالی سره یوځای شی، همدا ډول د ځینو سرچینو د خبر په اساس د هلمند د موسی کلا خلکو ته د امان الله ګذر قوماندان بیا د مسلح کیدو بلنه ورکړی، خو دا هغه ازمویل شوی خلک دی چی کله هم دی ولس ته د خدمت کولو هوډ نه لری، په دری ژبه کی یو متل دی چی وایی (ازموده را ازموده خطا است) نو دوی چی په ژبنی، سمتی او توکمنی مرض اخته او ددی کمپاین چلوونکی دی څنګه به وکړای شی چی دی هیواد او دی ولس ته وفاداره اوسی؟
په آخره کی ټول افغان ولس ته می دا پیغام دی هیڅکله ددی مکارو او خونخوارو په خبرو ونه غولیږی هغه کس غوره کړی ترڅو دا هیواد او دغه مظلوم ولس له ډوبلو وژغوری ددوی لاسونه نور لنډ کړی او خپل ماشومان د یو رڼی سبا په لور تعلیم او تربیه کړی.
والسلام