کور / تازه خبرونه / شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوی

شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوی

د شمالي وزیرستان په مرکز مېرانشا کې ځايي چارواکو ویلي، چې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په یوه برید کې درې کسان وژل شوي دي.د چارواکو په وینا دغه برید د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا نه ۱۳ کیلومتره لېرې په مبارک شاهي نومي کلی کې شوی.چارواکي وايي، چې برید پر یوه کور شوی، چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي. ویل کېږي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ازبک سړی هم شامل دی. .”.