کور / تازه خبرونه / طالبانو پر اسدالله خالد د بريد مسوليت پر غاړه واخيست

طالبانو پر اسدالله خالد د بريد مسوليت پر غاړه واخيست

وسله والو طالبانو په كابل كي د ملي امنيت پر لوي ريس اسدالله خالد باندي د بريد مسوليت په غاړه واخيست .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي ددوي يوه ملګري نن په كابل كي د پټ څاري ملي اداري پر ريس اسدالله خالد باندي ځانمرګي بريد كړي ، د مجاهد په خبره چي بريد د حافظ محمد له لخوا تر سره سوي چي د ملي امنيت د ريس اسدالله خالد په ګډون يي ګڼو نورو كسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده .
پر اسدالله خالد باندي بريد ځينو معتبرو سرچينو تايد كړي او ويلي چي هغه په پيښه كي ټپي سوي او دامهال د ملي امنيت په روغتون كي تر درملني لاندي دي .