کور / تازه خبرونه / د ايساف قومندان په روغتون کي د اسدالله خالد پوښتنه وکړه

د ايساف قومندان په روغتون کي د اسدالله خالد پوښتنه وکړه

په افغانستان کي د ناټو اوايساف قواوو عمومي قومندان جنرال الن د باګرام هوايي پوځي اډې په پوځي روغتون کي نن د جمعې په ورځ د اسدالله خالد پوښتني ته ورغلی و. جنرال الن د اسدالله خالد د جراح ډاکټر او د پوځي روغتون د طبي کارکوونکو سره د اسدالله خالد په اړه بحث وکړ .
د ايتلافي ځواکونو او ناټو مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته رسېدلې تازه خبرپاڼه کی راغلي چي جنرال الن د ملي امنيت ريس اسدالله خالد د چپرکټ سره څو دقيقې تم سو .

په دې خبرپاڼه کي د جنرال الن له قوله ليکل سوي چي اسدالله خالد د افغانستان د ملي امنيت د ريس په توګه ډيري مهيمي لاسته راوړني لرلې ، جنرال الن پر نوموړي د بريد له امله خواشيني څرګنده کړه .