کور / خبرتیا او پيغامونه / په افغانستان کې د سولې په هکله … مسوده

په افغانستان کې د سولې په هکله … مسوده

بسم الله الرحمن الرحیم

په افغانستان کې د سولې په هکله له بهرنیو نظامي اډو سره د مخالفت او ملي یوالي جبهې د طرحې مسوده.

لسګونه کاله کېږي، چې زمونږ هېواد د جګړې په اور کې سوځېږي، هغه اور چې پیل یې د ۱۳۵۷ ل کال د ثور میاشتې د اوومې نېټې نظامي کودتاه ته ورګرځي، چې په څو پړاونو کې یې څو ډوله بدلون کړی، ولې کوم څه چې بې تغیره پاتې شوي له پورته ذکر شوي جنګ څخه رازېږېدلي مصیبتونه دي، چې په منځ کې یې افغان ملت کړېږي.

په دغه جګړه کې مهم ټکی داده، چې تل د وخت ستر نظامي قدرتونو په افغانستان کې پر خپلو لاسوهنو او مداخلو سره داسې ښودلې، چې ګواکې هڅه کوي دغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، ولې د بهرنیو ځواکونو د نظامي مداخلو په وجه جګړې نور هم شدت اخیستی او آن تردې چې دافغانستان د قلمرو له دایرې څخه بېرون ته هم غځېدلې ده.

له ذکرشوي خونکار او اوږده جنګ څخه ترلاسه شوې پایلې څرګندوي چې د بهرنیو مداخلې او لاسوهنې کله هم جګړې ته د پای ټکی نشي اېښودلای، بلکه د افغانانو پر ځمکه د بل شوي اور وژنه یوازې د افغانانو په واسطه شونې ده، ولې پورته خبره پدې معنی نه ده چې په قضیه کې د بهرنیو او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو رول رد کړو، د ملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي هېوادونو د همکاری سازمان کولای شي، په دغه لړکې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په یوه ټاکلې نېټه له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ نظامي خروج اعلان کېدای شي، چې په افغانستان کې د سولې د بهیر پیلیزه شي، د افغانستان جګړه د ملي او نړیوالو اړخونو لرونکې ده، ولې د کورنیو سیاسي ځواکونو رول مهم او برخلیک ټاکونکی دی.

دپورته یادې شوې قضیې اړوند یو لړ طرحې هم وړاندې شوي، چې هره یوه یې خپلې ښېګڼې او عیبونه لري، ولې کوم څه چې د یادولو وړ دي هغه دا چې اوسنی حکومت، نور سیاسي حرکتونه او وسله وال مخالفین هېڅ یوه هم د سولې په هکله مناسبه طرحه نده وړاندې کړې او له هغې جملې څخه د حکومت طرحه یوازې د مخالفینو څخه د تسلیمۍ په غوښتلو متمرکزه ده.
په افغانستان کې د بهرنیونظامي اډو سره د مخالفت او ملي یوالي جبهه هم د افغانستان د جګړې د کورنیو او بهرنیو اړخونو په درک سره پدې باوري ده، چې دغه ناورین یوازې د یو بین الافغاني تفاهم او ورسره په څنګ کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سیمې د هېوادونو د رښتینې همکارۍ په پایله کې د حل وړ ده.

د افغانستان د جګړې د حل په موخه له بهرنیو نظامي اډو سره د مخالفت او ملي یوالي جبهه لاندې طرحه وړاندې کوي:

۱ـ په اوسنیو حالاتو کې د جګړې د دوام یوازینی دلیل د افغانستان په هکله د امریکا او دهغوی د متحدینو مبهم او ناڅرګند سیاست دی، امریکا باید له افغانستان څخه د خپل بشپړ نظامي خروج مهال وېش وټاکي او څرګنده کړي، چې امریکا او د هغوی متحدین په افغانستان کې د اوږد مهاله نظامي او استخباراتي حضور نیت نلري.

۲ـ هرکله چې د امریکا له طرفه داسې یو اعلان خپور شي؛ نو د سولې د بهیر د منلو په معنی به وي او وروسته باید دغه بهیر د بین الافغاني خبرو اترو له لارې پیل شي.

۳ـ د افغانانو ترمنځ په مذاکراتو کې باید د ملي خبرو اترو د اصل پر بنیاد، په قضیه کې ټول ښکېل او موثر اړخونه ګډون وکړي.

۴ـ جګړه وړاندې تردې چې، د جګړې په ډګر کې د مرمیو په اورولو سره پیل شي په اذهانو کې د دښمنۍ او کینې څخه پیلېږی او د دغه مشکل د حل په غرض باید په لمړي ګام کې د طرفینو ترمنځ د ډاډ او باور د جوړولو لپاره زمینه برابره شي او یود بل پر وړاندې هر ډول تبلیغات ودرول شي، د وسله والو مخالفینو یو شمېر بندیان باید له بند خونو څخه آزاد او همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان باید له تور لېستونو څخه د مخالفینو د رهبرانو د نومونو په لرې کولو کې جدي کار پیل کړي.

۵ـ په لمړي پیل کې باید یوه ناپېلې ډله (د سولې او منځګړیتوب ډلې) په نوم چې د ښکېلو اړخونو د ډاډ او منلو وړ وي، د جبهې له خوا وړاندیز شي. پدې هکله باید د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او دملګروملتونو سازمان منځګړیتوب وکړي او د سوله کونکو کسانو لېست طرفینو ته واستوي، ترڅو د ټولو د اعتماد وړ یوه ډله وټاکل شي.

۶ـ په یوه ولایت کې دې یوه ځانګړې سیمه د امن تر سرلیک لاندې چې د طرفینو لپاره د منلو وړ وي و ټاکل شي، د امن په سیمه کې د هر ډول نظامي عملیات منع شي او هېڅ کوم فرد په وسله وال ډول نوموړې سیمې ته نه ننوزي، د نوموړې سیمې امنیت دې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځواکونو ته وسپارل شي او د ناپېلو افرادو له جملې څخه دې یوه ډله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مرستندوی ټیم په مرسته د امن په ساحه کې د امنیت د څارونکې ډلې په توګه ځای پرځای شي، د طرفینو تر منځ دې خبرې اترې په همدغه سیمه کې پیل شي او په عین وخت کې دې ښکېل اړخونه په ټول هېواد کې خپل تهاجمي او محاربوي فعالیتونه ودروي او بهرني ځواکونه دي له ښارونو څخه د باندې په خپلو مؤقتي اډوکې ځای پرځای شي او همدارنګه د طرفینو د توافق په صورت کې له هېواده بهر هم مذاکرات ترسره کېدای شي.

۷ـ په خبرو اترو کې شامل مؤثر اړخونه دې داسې یو جوړښت رامنځ ته کړي، ترڅو په افغانستان کې د اکثریت خلکو د خوښې وړ د یو حکومت د رامنځ ته کېدلو زمینه برابره کړي، داچې دغه کار کېدای شي د حکومتي چارو د ځنډ سبب شي د طرفینو د توافق په صورت کې د هېواد د حکومتي چارو د مخته وړلو لپاره د اهل کار او لاېقه کسانو څخه جوړې یوې ادارې ته اړتیا شته، چې د دوه کلونو لپاره د انتقالي حکومت په عنوان وظیفه ترسره کړي او په همدغه موده کې د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره زمینه برابره کړي.

۸ـ د سولې په خبرو اترو کې دې په ټولو جنجال پارونکو مسایلو بحث ترسره شي، ولې باید چې هرتغیرد اسلام د مبین دین د ارزښتونو او تعالیمو پربنیاد او د بشرحقوقو د نړیوالې اسلامي اعلامیې د موادو سره په توافق ترسره شي.

۹ـ په هېواد کې د راتلونکي نظام په هکله د پرېکړې کولو لپاره کچیری د موجوده اساسي قانون د تعدیل او بدلون اړتیا احساس شي باید په یوه لویه ملي جرګه کې ورباندې پرېکړه وشي او د لویې جرګې د تدویر په میکانیزم دې طرفین سره توافق وکړي.

۱۰ـ که نړیواله ټولنه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې په هکله اندېښنې ولري، کېدای شي داسې یوه طرحه جوړه کړي، چې پربنیاد یې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ترچترلاندې (پرته له ګاونډیو هېوادونو) د اسلامي هېوادونو څخه یو محدود شمېر سوله ساتونکي ځواکونه د یوې ټاکلې مودې لپاره په افغانستان کې ځای پرځای شي، تر څو د سولې بهیر یقیني کړي.

۱۱ـ له شک پرته د وسله والو مخالفینو په صفوفو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون یوه حساسه مسله ده، د ملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان باید خپلو هېوادونو یا نورو هېوادونو ته د نوموړو جنګیالیو د بېرته ورګرځېدلو په موخه دیوې مصؤنې او باوري پروسې لپاره د ځانګړو شراېطو تابیاوکړي او کوم کسان چې په افغانستان کې د پاتې کېدلو لېواله وي، باید په قانوني توګه پدغه هېواد کې استوګن شي او په راتلونکي کې د افغانستان یا نورو هېوادونو لپاره ستونزې ونه زېږوي.

۱۲ـ نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د هر ډول لاسوهنې مخالفت او مخنیوی وکړي، د دغه کار لپاره اړینه ده، ترڅو په نړیواله کچه د داسې تدابیرو تابیا وشي چې پربنیاد یې په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنه تعریف او پر وړاندې یې موانع ایجاد شي اوهر هغه هېواد چې په افغانستان کې مداخله او لاسوهنه کوي باید د نړیوالې ټولنې تر تعزیراتو لاندې ونیول شي.

یادونه: دغه طرحه وروستنۍ نده او مونږ د هېواد له ټولونظرلرونکو شخصیتونو، سیاسي ډلو او سازمانونو څخه احترامانه غوښتنه کوو، ترڅو د پورته طرحې اړوند خپل نظریات په لاندې آدرس له مونږ سره شریک او راواستوئ.