کور / تازه خبرونه / کندهار ته د لويو لارو ماليې د کنټرول پلاوئ ورسيدئ

کندهار ته د لويو لارو ماليې د کنټرول پلاوئ ورسيدئ

پر لويو لارو د ماليې د کنټرول په هدف لوړ رتبه پلاوى کندهار ته راغلى
له پلازميني کابل څخه يو لوړ رتبه پلاوى چي د جمهوري رياست د مشاور وزير په ګډون پکښي د مختلفو وزارتخانو استازي موجودول پدې موخه کندهار ولايت ته راغلى چي د جمهور رئيس د فرمان پر اساس پر لويو لارو د غير قانوني پيسو اخستلو مخه ونيسي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئيس د ٤٥ ګڼه فرمان پر اساس د ټول هيواد په کچه پر لويو لارو، په بيلا بيلو نومونو باندي د پيسو اخستلو مخه بايد ونيول سي او يوازي د ګمرک له لاري ټول اموال محصول کړل سي.

دغه پلاوى چي په امنيتي چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار محمد طاهر صافي يې مشري کول نن کندهار ولايت ته له رارسېدو سره سم د کندها روالي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل او د خپل سفر د هدف په اړه يې معلومات ورته وړاندي کړل.

ښاغلي صافي وويل چي په دې موخه کندهار ولايت ته راغلي چي دلته پر لويو لارو او ښار ته پر داخلېدونکو دروازو باندي د هغو ټکسونو او مالياتو مخه ونيسي چي د جمهور رئيس د وروستي فرمان پر اساس غير قانوني بلل سوي او په ټنګه يې د مخنيوي غوښتنه سوې ده.

نوموړي زياته کړه چي دوى به د څو ورځو لپاره دلته په کندهار کي پاته کيږي او دلته به په سرحدي ولسوالۍ بولدک او ځينو نورو ساحو کي د ګمرک، ښاروالۍ او نورو اړوندو رياستونو د کارونو څخه هم ليدنه کوي.

هغه همداراز وويل چي د نوي فرمان پر اساس به يوازي او يوازي په ګمرک کي پيسې اخستل کيږي او د تاريخي اماکينو او جامع جوماتونو د رغوني لپاره به د يوه ځانګړي بانکي حساب له مخي ماليه راټوليږي.

دغه پلاوى به دلته په کندهار کي د شخړو د حل لپاره هم يوه شل کسيزه کمېټه جوړه کړي چي د مختلفو قومونو مشران او مخور به پکښي برخه لري ترڅو تر ډېره حده پرتې ستونزي د کليوالو او قومي شوراګانو په مرسته حل کړي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له دغه پلاوي سره په ليدنه کي وويل چي د کندهار ولايتي ادارې له وړاندي پر لارو د حق العبور او نورو نومونو څخه په استفاده د ټولو غير قانوني پيسو د اخستلو مخه نيولې او له ټولو تجارتي اموالو يوازي په ګمرک کي محصول اخستل کيږي.

هغه زياته کړه چي په کندهار کي د عمر بن خطاب د جامع جومات د رغولو لپاره د جمهور رئيس په موافقه سره په ګمرک کي ځانګړى بانکي حساب پرانستل سوى چي د کندهاري تجارو له اموالو څخه ورته يو فيصد ورکول کيږي.

نوموړي همداراز وويل چي دداسي پلاوو راتګ د ولايت د حکومتدارۍ د ښه کولو سره مرسته کوې او ولايتي اداره ژمنه ده چي په تمامه معنى ورسره مرسته وکړي او لا نور شفافيت ته لاره هواره سي.

د شخړو د حل په برخه کي د جوړېدونکي شورا په ارتباط کندهار والي وويل چي له وړاندي هم په دې برخه کي کار سوى دى او د ښار د ناحيو په ګډون په ولسواليو کي هم کليوالي او قومي شوراګاني جوړي سوي دي.