کور / تازه خبرونه / هلمند : ديشو ولسوالي د دولت لاسته ورغله

هلمند : ديشو ولسوالي د دولت لاسته ورغله

نوموړې ولسوالي چې له گاونډي هيواد پاكستان سره په گډه پوله پرته ده د تيروشپږورځنيوچاڼيزوعملياتوپه ترڅ كې چې د ملي اردواوسرحدي پوليسولخوا ترسره شول په پايله كې ياده اولسوالي د حکومت تر حاکميت لاندي راغله او اولسوال ورڅخه پر شا تمبول سوي دي .ددې ولسوالى څخه د نږدې ليدنې په موخه د يكشنبې په ورځ د هلمند والي الحاج محمد نعيم اويوشميرامنيتي مسؤلينوپه ملتيا دې ولسوالى ته سفرترسره اوله نږدې يې ددې ولسوالى له اوسيدونكوسره د ليدنې په ترڅ كې خبرې اترې وكړې.
نوموړي ددې ولسوالى خلكوته وويل چې په نږدې راتلونكي كې به په دې ولسوالى كې ملكي اوامنيتي ادارې فعاله اوپه هره برخه كې به خلكوته د دولتي خدمتونود وړاندې كولولړى پيل شي.
د هغه په وينا چې د ديشوولسوالى لپاره د ولسوال،امنيه قوماندان په گډون د نورومامورينوتشكيل له وړاندې جوړشوى اوپه نږدې راتلونكي كې ددې ولسوالى د ودانى په جوړيدوسره دې ولسوالى ته وليږدول شي چې ترڅنگ به يې يوځل بيا د زده كوونكوپرمخ ښوونځي خلاص،روغتيايي خدمتونه اونورې چارې پيل شي.
د ياودنې وړده چې په نوموړې ولسوالى كې د ترسره شويوعملياتوپه ترڅ كې يوشميرځمكني ماينونه هم د امنيتي ځواكونولخوا كشف اوله منځه وړل شوي دي.