کور / تازه خبرونه / ډاکټران: اسدالله خالد دې امریکا ته ولیږدول شي

ډاکټران: اسدالله خالد دې امریکا ته ولیږدول شي

منبع: ازاۍ راډیو
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ډاکترانو ورته پیشنهاد کړی چې د ملي امنیت رئیس د لازمې درملنې لپاره متحده ایالاتو ته انتقال کړي.

د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وايي، تر دې دمه ولسمشر کرزي په دې اړه چې د ملي امنیت رئیس د لازمې درملنې لپاره بهر ته واستوي او که څنګه، پریکړه نه ده کړې.

ایمل فیضي له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، چې د اسد الله خالد روغتیايي حالت له خطر بهر دی خو د بګرام د روغتون ډاکترانو ولسمشر کرزي ته ویلي ښه به وي، چې د بهر په کوم پرمختللي روغتون کې د نوموړې علاج وشي.

له دې وړاندې د فرانسې خبري اژانس د یوه افغان مقام په حواله چې نوم يې نه دی یاد شوی ویلي وو چې اسد الله خالد له بې هوشۍ څخه بهر شوی ،خلک پیژني خو تر دې دمه خبرې نشي کولی .

د ملي امنیت رئیس چې تیره پنجشنبه په کابل کې په یوې ځان وژونکې حمله کې ټپي شو ،دا مهال د بګرام په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ولسمشر کرزي په خپله وروستۍ خبري غونډه کې پر اسد الله خالد د شوې حملې په اړه وویل چې برید کونکی له پاکستان څخه راغلی وو او شوې حمله په کوټه کې پلان شوې وه.

د جمهوري ریاست ویاند وايي افغان حکومت په دې اړه کافي شواهد او اسناد راټول کړي او ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزۍ دا موضوع په انقره کې له خپل پاکستاني سیال سره په کتنه کې مطرح کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ولسمشران راتلونکې چهار شنبه د ترکې په انقره کې سره وویني.

د نوموړي په وینا افغان حکومت دا فکر نه کوي چې دا پیښه به د کابل او اسلام اباد تر منځ پر اړیکو او د افغانستان د سولې په پروسه باندې منفي تاثیر وکړي.