کور / تازه خبرونه / ۱۷پوهنيزو موسسو او ښوونځيو ته ودانۍ جوړي سويدي

۱۷پوهنيزو موسسو او ښوونځيو ته ودانۍ جوړي سويدي

په ميدان وردګو ولايت کې دپوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ ، دولايت والي عبدالمجيدخان خوګياڼي، دولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او دامنيتي مسولينو لخوا په دې ولايت کې ( ۱۷) تعليمي موسسو او ښوونځيو دودانيو جوړيدو چارې دڅه باندې دوه نیم میلونو امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته رسما وسپارل شوې.
دپوهنې وزیر فاروق وردګ په دې ولایت کې ديادو(۱۷) بابو تعلیمي موسسو او ښوونځيو ودانیو ګټې اخیستنې دپوهنې په برخه کې بې ساری پرمختګ او لویه لاسته راوړنه وبلله او په دغه برخه کې یې دولایتي مسولینو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې دیادو پروژو په ښه تطبیق کې یې خپل مسولیت ادا کړې دی.
دولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي هم په خپل وار دباکیفیته پوهنې په برخه کې دښوونځيو ودانیو جوړول یو اړین کار وبللو او دښاغلي وزیر یې غوښتنه وکړه چې ددې ولایت دپاتې (۲۰۰) ښوونځيو ودانۍ جوړول هم په راتلوونکو پلانونو کې ونیسي او هم به راتلوونکي کال کې یو شمېر نوي ښوونځي ایجاد او ځینې ښوونځي لیسو کچې ته لوړ کړي، چې دا دولس اساسي غوښتنه ده.
دپوهنې ریس فضل الرحمن طارق په ویناء چې اوسمهال پدې ولایت کې (۱۵۰۲۳۰) تنه زده کوونکي په (۴۱۸) تعلیمي موسسې کې (۴۵۱۷) ښوونکو لخوا زده کړې پرمخ بایي چې تراوسه هم (۲۰۰) ښوونځي ودانۍ نلري او دشنه اسمان لاندې ورته دزده کړې چارې پرمخ بیول کیږي.
دپوهنې ریاست ویاند سلیم خان صالح په ویناء چې دغه (۱۷) ښونځي ددې ولایت په بهسودینو،چک،دایمیرداد،نرخ،سیداباد او مرکز میدانښآر کې په ۱۳۸۸،۱۳۸۹ او۱۳۹۰ کلونو کې پيل شوي وو چې سږکال یې چارې بشپړې او نن رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، ددغو ښونځیو دلګښت چارې د وزارت دبودجې،دترکیې اسلامي هېواد او دامریکا دپرمختایي ادارې(USAID) لخوا ورکول شوې دی چې دغه ښونځي ټول (۱۱۰) خونې او لازم وړ اسانتیاوي لري چې ددغه ښوونځیو جوړیدو سره به ( ۵۵۰۰) تنه زده کوونکي دزده کړې دښه چاپیریال څخه برخمن شول.
دیادونې وړ ده چې تیرکال هم په دې ولایت کې په ډله ایز ډول (۴۰) ښوونځیوودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وی.