کور / ترخې خبري / ایا رښتیا زموږ ریس جمهور پلاستیکی دی؟

ایا رښتیا زموږ ریس جمهور پلاستیکی دی؟

ګرانو ملګرو!!! فضل الرحمان اوریا وایی چی دافغانستان ریس جمهور یوپلاستیکی ریس جمهور دي؟

ګرانه اوریا صاحب زما نوم احمدولی سرحدی دی ، دزابل ولایت قلات ښار اوسیدونکی یم او دتیرو ۳ کلونو راپدی خوا له بیلابیلو ازادورسنیو سره کار کوم او په هیڅ یوی دولتی ډلی پوری تړاو نلرم او نه می ترننه پوری ددولت معاش خوړلی نوځکه پرتاسو باندی انتقاد کوم.

اوریا صاحب زه تاسو ته احترام لرم او ستاسو ویناوی هروخت اورم،
ترکومه ځایه چی ما مطالعه کړی ژورنالیزم او دبیان ازادي هیچا ته ددی حق نه ورکوی چي دیوه ملی او یا کوم بل شخصیت سپکاوی وکړی اوپه بد نوم یی یاد کړی، تاسو ځان ته ژورنالیست ، لیکوال او دسیاسی چارو کارپوه هم وایاست بیا هم تاسو دومره سپکاوی کوی، نه پوهیږم چی تاسو بیا دکومی سرچینی لمخی او یا دکوم هیواد په لمسون داسي وينا کوی؟

دکومی ډلی چی تاسو همیش ملګرتیا کوی، ایا هغوی رښتیا هم ددی ملت دودانولو ، ابادی ، پرمختګ دپاره کار کار کوی او که دافغانستان دتجزیه کولو او خرڅولو دپاره ؟

ولسمشر کرزی هغه کس دی چی په افغانستان کی یی دبیان ازادي رامنځته کړي، قومی، ژبنیز تعصب یی لمنځه وړی ، اقتصاد یی له ځمکی څخه اسمان ته بیولی، افغان ملت یی دنړیوالو په منځ راوستلی، افغانان یی له جهالت څخه رڼا ته ګرځولی، ټول هیواد یی دبریښنا او بیارغونی څخه برخمند کړی، دهیواد بیلابیلو وګړو ته یی دکار زمینه برابره کړی، اوداسی نور کارونه چی بیانول یی کلونه وخت اخلی.

اوریا صاحب ! دازموږ او ستاسو په ټولنه کی دود ګرځیدلی چی په یوچاپسی بدی خبری کوی او دهغوی پرمختګ دځان او دوطن دپاره ښه نه بولو،

زه پوهیږم چی پدی دولت کی زیات شمیر فاسد کسان دی خو اصلاحات وخت ته اړتیا لری او افغانستان لااوس ماشوم دی ، چی کله ځوان شی نو په ښه او بد به پوه شی او پکی به زیات شمیر اصلاحات راشی او که زه او ته دومره تخریب کوو چی هیڅ مثبت رول نلری نو بیا ترهغه دکوټي په بیخ کی کښینتل هم ښه ګنم ، هغه یو متل دی : که ته وایی چی ته یی او زه وایم چی زه یم، نه به ته یی او نه به زه. او که ته وایی چی زه یم او زه وایم چی ته یی ، هم به ته یی هم به زه یم.
راځی چی دګران افغانستان دابادولو دپاره کاروکړو!
مننه