کور / تازه خبرونه / د عالي دارالمعلمين څخه يو شمير محصلين فارغ شول

د عالي دارالمعلمين څخه يو شمير محصلين فارغ شول

ميدان:دميدان وردگ ولایت مطبوعاتي دفتر څخه لروبر ته په راستول شوي خبر پاڼه کې څرگنده شوې چې د ميدان وردګو ولايت کې دعالي دارلمعلمين او کرنې انستيتوت څخه ( ۹۱۸) محصلين فارغ شول همدغو زده کوونکو دفراغت په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې دپوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ، دولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي، دولایتي بیارغاونې ریس ښاغلي مظفر، دامنیې قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي،دملي امنیت ریس سالارزی، دولایت دیوشمېر ادارو مسولینو او یادو زده کوونکو او د زده کونکو کورنیو برخه اخیستې وه.غونډې ته د ولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي وویل ( دانسانیت لومړي معیارونه په پوهنه او زده کړه ولاړ دي چې دهمدغه زده کړې پراساس کولای شو دخپل هېواد ریښتني خدمت وکړو نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې هرڅه لرو خو هغه څه چې نلرو هغه تعلیم دی چې ځوانان باید دغې تشې ته زیاته پاملرنه وکړي، نوموړي له فارغو زده کوونکو وغوښتل چې په دغو زده کړو کیفایت ونکړي او تل هڅه وکړي چې زده کړې ترلاسه کړئ. ښاغلي والي له وزیر نه غوښتنه وکړه چې دباکیفیته پوهنې لپاره دی دمسلکي ښوونکو جلبولو،دپوهنې ودانیو او وسایلو کې مرسته وکړي.دپوهنې وزیر فاروق وردګ ژمنه وکړه چې ددې ولایت پوهنې بهیر ته به پاملرنه کوي خو پدې شرط چې میشت ولسونه ورسره دښوونځیو په فعالولو کې مرسته وکړي، نوموړي وویل ښوونځي او مدرسې دولسونو شمتني ده او باید دغې شتمنۍ په ساتلو کې ولس خپل مسولیت ادا کړي. نوموړي دې ولایت ته دسفر موخه د(۱۷) ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل،دعالي دارالمعلمین او کرنې انستیتوت څخه دفارغو کسانو په لمانځن غونډه کې ګډون ، په دې ولایت کې دسنبلې ۳ نیټې غمیزې او ځانمرګي قربانیانو سره غم شریکي او بالاخره په دې ولایت کې دپوهنې دبهیر څخه کتنه او شته ستونزو له منځه وړل دي.دولایتي شورا ریس حاجي شیرشاه بازون هم په خپل وار سره ددې ولایت دپوهنې په بهیر خبرې وکړي او دپوهنې له وزیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د نژدې(۲۰۰) ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول په پلان کې ونیسي ترڅو یادې ستونزې حل او د زده کوونکو لپاره دکار مناسب چاپیریال برابر شي.د دغو محصلینو څخه یې (۷۹۵) تنه دعالي دارالمعلمین او ( ۱۲۳ ) تنه دکرنې انستیتوت څخه فارغ شول چې دپروګرام په پای کې په ممتازو زده کوونکو باندې برې لیکونو او ډالۍ وویشل شوې