کور / تازه خبرونه / كندهار: ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړول

كندهار: ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړول

په كندهار كي ځانمرګي بريد ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
د كندهار د والي وياند جاويدفيصل د پيښي پخلي كوي او وايي چي ځانمرګي بريد د موټر په ذريعه تر سره سوي خو د پيښي د هدف اوتلفاتو په اړه يي معلومات ورنكړه .
د كندهار د امنيه قومانداني وياند غورځنګ وايي چي ځانمرګي بريد پر بهرنيو ځواكونو تر سره سوي خو هغه هم د تلفاتو په اړه معلومات نه لري .
له بلي خوا په كندهار كي د نړيوال هوايي ډګر د ملي اردو د روغتون ريس ډاكټر سيدعظيم حسني وايي چي د پيښي څخه يي ۱۵ تنه ټپيان وروړي چي په ټپيانو كي يو بهرني سرتير او نور ملكي كسان دي چي په هغوي كي دوه تنه ماشومان هم شامل دي
په سيمه كي يوي امنتي باوري سرچيني چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سي وايي چي په ياده پيښه كي دوه بهرني سرتيري وژل سوي او يو بل ټپي سوي دي .
د پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .
نور وروسته