کور / رسنۍ / په کندهار کي د ګرداب په نامه ورځپاڼه پيل سوه

په کندهار کي د ګرداب په نامه ورځپاڼه پيل سوه

ولې ګرداب؟
کندهار که له يوې خوا سياسي او تاريخي ارښت لري، له بلې خوا پکې د تېرو لسو کلو په ترڅ کې د راغلو بدلونونو له کبله تل د نړۍ د رسنيو سرټکی پاتې شوی دی.
کندهار شاو خوا يو ميليون نفوس لري. له پاکستان سره اوږده پوله لري. د طالبانو مهم مرکز پاتې شوی او داسې نورې ډېرې ځانګړتياوې شته چې هېواد په سوېل کې دغه مهم ولايت يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو ته ورپېژندلی دی.
خو ددغه مهم ولايت په مطبوعاتي ډګر کې لا هم لويه تشه تر سترګو کېږي. دلته د معلوماتو قوي خلا موجوده ده او اکثره پرمختګونه د خلکو له سترګو څخه پټ پاتې کېږي.
د کندهار جغرافيايي موقعيت داسې دی، چې هم له اقتصادي او هم له سياسي او امنيتي اړخه، مهم دی له همدې کبله په کور دننه او د باندې افغانان هم غواړي چې د خپل دغه مهم ولايت له حالاتو، ورځينو پېښو، پرمختګونو، او ان د کوڅې او بازار له خبرونو څخه خبر شي..
ګرداب د کندهار لومړنۍ خپلواکه ورځپاڼه ده، چې له طلوع افغان وروسته د کندهار د مطبوعاتو په ډګر کې په کار پيل کوي. ۱۹ کاله مخکې په ۱۳۹۰ کال کې د کندهار يوه پياوړي عالم او ليکوال ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک په ۱۳۰۰ هجري لمريځ کال کې طلوع افغان چاپ کړه.
له طلوع افغان وروسته بيا وخت ناوخته ځينې مجلې او اونيزې راووتلې خو د ځينو ستونزو له کبله به يوه په بله پسې بندېدې چې له همدې کبله هېڅکله دلته موجوده معلوماتي تشه ډکه نه شوه.
اوسنۍ معلوماتي تشې ته په پام سره مو وپتېله چې ګرداب ورځپاڼه خپره کړو، او له دغې لارې څخه د کندهار، او ګاونډيو ولايتونو او بالاخره ټول هېواد پېښو ته خبري انعکاس ورکړو.
په افغانستان کې د مطبوعاتو پر وړاندې بېلابېلې ستونزې پرتې دي، چې سړی ترې سترګې نه شي پټولای. افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادنو په کتار کې دی، چې د خبريالانو لپاره پکې کار اسانه نه دی. په افغانستان کې خبريالي داسې ده لکه د جګړې په لومړۍ کرښه کې چې وي.
دلته تر اوسه پورې د روانې شخړې هېڅ لوري د خبريالانو ژوند ته هغسې پام نه دی کړی چې اړين وي. په تېرو څو کلونو کې ډېر خبريالان وژل شوي او ټپيان شوي دي. د هغو کسانو شمېره خو خورا ډېره ده، چې د دولت او مخالفينو له لوري په پرله پسې ډول هره ورځ ګواښل کېږي. په دې لړ کې يو شمېر نامعلوم کسان هم د بېلا بېلو دلايلو په خاطر له خبريالانو سره تاوتريخوالی او بد چلند کوي.
د لومړي لاس معلوماتو ته نه لاسرسی بله هغه ستونزه ده چې افغان خبريالان ورسره له ډېرې مودې راهيسې مخامخ دي. دلته ټول اړخونه ان هغه معلومات هم پټوي، چې هېڅ ډول سياسي او امنيتي اندېښنه ورسره مله نه وي او يوازې د پرمختيايي خبرونو په توګه يې خلک اورېدل ، ليدل او لوستل غواړي.
خبريالانو ته د معلوماتو د ورکړې سرچينې ډېرې محدودې دي، په تېره بيا کندهار کې، چې د جګړې پر لومړۍ کرښه پروت ولایت دی.
دلته بله ستونزه دا ده چې هېڅ اداره کره ارقام نه لري او پلمه يې دا ده، چې د نا امنيو له کبله نه شي کولای لري پرتو سيمو ته ولاړ شي او نوې سروې ګانې وکړي.
بې له شکه چې دغه ټولې ستونزې به د ګرداب پر وړاندې هم پرتې وي، خو ګرداب له يوه پياوړي هوډ سره خپرېږي. ګرداب به هڅه وکړي چې د افغانستان د اساسي قانون ، رسنيو قانون او نورو پلي کېدونکو قوانينو په رڼا کې د سيمې حالات او دغلته کېدونکې پېښې او پرمختګونه راوسپړي او تر خلکو يې ورسوي.
ګرداب به د بيان له ازادۍ څخه په ګټه د خلکو غږ تر دولته ورسوي او هڅه به کوي پخپلو راپورو کې د خلکو هغه ستونزې رابرسېره کړي، چې تر اوسه پورې د رسنيو او دولت له سترګو پټې پاتې دي. اداره