کور / تازه خبرونه / ۱۹ تنه وسله وال وژل سوي او نيول سوي دي

۱۹ تنه وسله وال وژل سوي او نيول سوي دي

کورنيو چارو وزارت، په بېلابېلو ولايتونو او بيلابيلو عملياتو کي د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کيدلو خبر وركړ .
د دغه وزارت څخه په يوي خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او اېتلافي ځواکونو په ۸ ګډو چاڼيزو عملياتو کي، چې په هلمند، روزګان، کندهار، بغلان او کاپيسا ولايتونو کي ترسره سوي، ۱۲تنه وسله وال طالبان وژل سوي، دوه تنه ټپيان سوي او پينځه تنه نور نيول سوي دي .
سرچينه زياتوي، چې په يادو عملياتو کي وسلي ، مهمات او چاوديدونكي توكي هم پوليسو ته په لاس ورغلي دي .
په دي اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .