کور / تازه خبرونه / USAID د کاري ځواک د پیاوړتیا لپاره مرستې پیل کړې

USAID د کاري ځواک د پیاوړتیا لپاره مرستې پیل کړې

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا یوايس ایډ د افغانستان د کاري ځواک پیاوړتیا پروګرام له لارې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د پنخو خصوصي سکتورونو سره د مالي مرستو تړونونه لاسلیک کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو معين محمد اصف ننګ د دغه تړونونه د لاسلیک په اړه د جوړې شوې خبرې ناستې پر مهال وویل چې دغه بلا عوضه یا خارج د بودیجې مرسته ۸۶۵۰۰۰ امریکايي ډالره ده چې کریېټیو اسوشیېټ انټرنېشتل له لارې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له خوا ورکول کیږي.

ښاغلي ننګ وویل چې دغه مرستې په خصوصي سکتور کې فعالو پنځو ادارو، د رفاه بشري سازمان ته د کارموندنې او شغلي خدماتو، سمارټ انټرنېشنل ته د مالي مدیریت، د بشر د حقونو تعلیمي موسسې یا مهر ته د ساختمان او همدارنګه کاردان د لوړو زده کړو موسسې ته په دوو برخو شغلي خدمات، او معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ په برخو کې ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې مرستو په مټ به ۲۹۰۰ زده کسان د لسو میاشتو په اوږدو کې وروزل شي. چې ۲۵ سلنه به یې ښځې وي.

ښاغلي ننګ دا هم وویل چې دا پنځه ادارې به د هیواد په شپږو ولایتونو کندهار، کابل، هرات، جلال اباد، کندز او مزار شریف کې کار وکړي.

د یو ايس ایډ دفتر مدیر چارلز درلینګ په دې اړه وویل چې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره په ټینګه ژمنه ده، چې د افغانانو د کاري فرصتونو د پراختیا لپاره د مسلکي مهارتونو او د سوداګرۍ د مدیریت د زده کړې د پروګرامونو د پیاوړې کولو له لارې مرسته وکړي.

د افغانستان د کاري ځواک د پیاوړتیا پروګرام مشر ښاغلي سمال په دې اړه وویل چې د دې مرستو له لارې به د ۲۹۰۰ کسانو سره مرسته وشي تر څو وړتیاوې یې ډیرې شې او کار پیدا کړي، ده همدارنګه وویل چې په دې کې هغه کسان هم راځي چې اوس مهال کار کوي او غواړي خپلې وړتیاوې لوړې او مهارتونه زده کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پروګرام له لارې به دغه کسان چې مسلکي او مدیریتي وړتیاوې لري د کار له تخصصي بازار او تجارتي مدیرانو سره وتړي.

د افغانستان د کاري ځواک د پیاوړتیا پروګرام له لارې به د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا به د خارج د بودیجې مرستو ۲۰ نور تړونونه د ساختمانۍ، د معادن د تخنيکي مدیریت او سوداګرۍ، د نقلیه وسایطو د ترمیم، مالوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ، شغلي خدماتو، مالي مدیریت، په خصوصي سکتورونو کې د ښځو ګومارنه، سوداګریزو اړیکیو او کارموندنې د مهارتونو، او د پروژو د مدیریت په برخو کې لاسلیک کړي.