کور / تازه خبرونه / جمرود کې چاودنه شوې

جمرود کې چاودنه شوې

پېښور: خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې جمرود په یوه مارکیټ کې چاودنې پنځلس کسان وژلي او تر څلوېښتو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.عیني شاهدانو ویلي، چې بم په یوه داسې مارکیټ کې وچاودېد، چې د خلکو زښته ډېره ګڼه ګوڼه په کې وه مارکیټ د قبایلي چارواکو دفترونو ته نژدې پرت دی.تر اوسه کومې ډلې ددې برید پړه نه ده منلې.سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په برید کې دوه ښځې هم وژل شوې دي.