کور / تازه خبرونه / په نوښار كې د لاسي بمونو بريد شوى دى

په نوښار كې د لاسي بمونو بريد شوى دى

د خيبرپښتونخوا په نوښار سيمه كې د لاسي بمونو بريد تر لسو زيات كسان په داسي حال كې ټپيان كړل چې له تېرو څو ورځو څخه دغه سيمه د ترهګرو له لاسه نا ارامه ده.

د تازه راپورنو په ترڅ كې چې وايي، په دغه ټپيانو كې درې تنه د پاكستاني ملېشو سرتېري دي او اووه كسان يې اولسي وګړي بلل كېږي.

د پوليس وړاندې وايي: ټول ټپيان يې د سيمي روغتون ته رسولي دي او سيمه يې په خپله ولقه كې اخيستې ده

د ځآىى پوليسو په خبره: دغه بريد غرمه مهال د ښار په ښار كې بريد په مردان سړك باندې د سرحدي ملېشو په اكېډمۍ او د انجينرينګ سنټر په دريم نمبر دروازه باندې تر سره سوى دى.

پوليسو وړاندې وايي: دغه بريد پر موټرسايكل سپرو كسانو په داسي حال كې ترسره كړى دى چې د خلګو ګڼه ګوڼه زياته سوه، د وى په خبره دلته په پاكستاني پوځ كې د جلب خزب له پاره خلګ راځي
.